مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-06-18   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

څلورمذهبونه اوله هغوۍڅخه دانحراف لړی ،۵برخه

 

څلورمذهبونه اوله هغوۍڅخه دانحراف لړی ،۵برخه

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

بسم الله الرحمن الرحيم

سریزه :

قدرمنوديني وروڼوپه دې برخه کی يوڅومهمی خبری درته کوم ددې دپاره چی ددغی روانی لړۍ له ارزښت  اومطالبوڅخه له پخوا لا اګاه سۍ نوهیله کوم چی په ډېرغورسره ورته ځير سي،اوله خبره داده چي دالړۍ چي ما پيل کړېده مقصودمي دادۍ چي له اسلام اوله امت مسلمه څخه  دفاع وکړم اوواصلی مسلمانانوته داسلام په جامه کښي ننوتلي داسلام اودمسلمانانودښمنان وروپېژنم، دلړۍپه جريان  کښي به انشاءالله هرمسلمان په دې باندي يقين اوباوروکړي چي بېشکه چي دغه خلګ چي ابوالفضل  يې په نخښه کوي داسلام اودمسلمانانو دښمنان دي، دوهمه خبره داده  چي ددې لړۍ په جريان کښي به داخبره درته په ډاګه سي چي هغه خلګ چي دغه ناري وهی چي موږ دقرآن اودحديث تابع يو اوتقليد اومذهب اوقياس نه منو په حقيقت کښي  هم  دقرآن  اوهم دحديث  دښمنان دي بيابه تاسي په خپله پر دوۍ باندي  هغه مشهور متل تېر کړۍ چي په پښتنوکښي شهرت لری او ویل کېږی چي « هغه ستا دشرح جامي غول  مي هم وليدل» دريمه خبره  داده چي ددې لړۍ په جريان کښي به   ان شاءالله وتاسي ته ددغومبتدعينو دلائل اودهغوۍ جوابونه ټکي په ټکي  ان شاء الله راسۍ اوتاسي به هر يو په دې پوه سۍ چي دغه خلګ ديني  علم خو هلته پرېږده ، قرآن اوحديث خوهلته پرېږده سړيتوب انسانيت اوعقل اوبلوغ خو پر لولار ايله کړه خودښځي يادکوچني جوهرهم په  دوۍ کښي نسته ځکه دغه ډول فاسد استدلال لکه دوۍ چي يې په آيت اوپه حديث کوي کوچني اوښځه بايد په وشرميږي  نو تاسي به په دې پوه سي چي دغه خلګ له دغو دوو حالو څخه قطعا خالي نه دي  يا په اخيره درجه دجهالت اودناپوهي کښي  واقع دي  او ياداسلام بنيادي دښمنان دي،اوبيابه تاسي ودوۍ ته داسي واياست « معلوم شدي که حاجي نيستي» څلورمه خبره داده  چي لکه څرنګه چي اوس زه لګیایم دڅلوروامامانواوددوی  دمقلدینوحقانیت په حدیث اوپه آیت درته ثابته وم لکه چی په دریمه برخه کښی تاسی هغه حدیثونه ولیدل چی دامام اعظم رحمه الله  په باره کښی راغلی دی چی په هغوی کی دیوه حدیث چی بخاری اومسلم یې روایت کړیدۍ تقریبااتیاسندونه ما ذکرکړیدی  اونورحدیثونه هم درته  راتلونکی دی دارنګه به ددې لړۍپه تسلسل کی هغه حدیثونه هم درته راسی  چی ددغوخلګوکوم چی مذهب نه منی قیاس اوتقلیداوطریقت ،اوتصوف نه منی  پر ضلالت اوبېدینی  باندی دلالت کوی بیابې ودغوټېکه دارانودحدیثوته ورپیښ کړۍ ورته وبه وایاست چی صاحبانوتاسی خودحدیثوتابع یاست دغه حدیثونه خوداسی وایې چی دغه تاسی دحدیثودوستان ضالین مضلین اوبېدینه یاست نواوس څه وایاست،پنځمه خبره داده چی هغه ټولی مسألی  چی موږیې حقی ګڼواودغه بدمرغان انکار ورڅخه کوی  په دې لړۍ کی درته راتلونکې  دی  سره له قوی قوی دلائلواوسره له جوابودمخالفینوان شاءالله چی زمادقلم څوکه دغوظالمانوپه خپله دخپلوځانووخواته وروګرځوله نواوس به بیا سره وګوروزه وینم چی دامت مسلمه اوداسلام پرخلاف  هغه خلک  دپیسوپه لالچ بیانونه ورکوی چی تراوسه پوری یې پلرونو اونیکه ګانوداسلام ا و دامام  ا عظم  اودتصوف اوعرفان نمکونه خوړل نن وهیواد ته دکفراو  دبې مذهبۍ اودبدعت لعنت له ځانه سره راوړی ـ

 والسلام

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery