مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-06-19   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

څلورمذهبونه اوله هغوی څخه دانحراف لړۍ،۶برغه

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
څلورمذهبونه اوله هغوی څخه دانحراف لړۍ،۶برغه
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
بسم الله الرحمن الرحیم محترموپه دې برخه کی یوبل حدیث کوم چی دامااعظم په باره کی راغلی دۍ درته ذکرکوم علی رغم انوف المبتدعین الظالمین،محترمو
ابن عابدین دشامی د،اول جلدپه ،۳۹ص کی ویلی دی  چی علامه ابن حجرمکی په خیرات الحسان کی کوم چی دامام صاحب په مناقبوکی یې جوړکړیدۍ  داسی ویلی دی (ومما يصلح للاستدلال به علي عظيم شأن ابي حنيفة ماروي عنه عليه الصلاة والسلام  انه قال [ترفع زينة الدنيا سنة خمسين ومأئة ]،ومن ثم قال شمس الأئمة الکردي  ان هذالحديث محمول علي ابي حنيفة (رحمه الله تعالی) لأنه مات تلک السنة اه »یعنی  علامه ابن حجر مکی رحمه الله فرمایلی دی  چی  بعضی  له هغواحا دیثو څخه چی صلاحیت ددې لری چی دامام اعظم رحمه الله پرعظیم شان باندی دلیل وګرځی داقول درسول علیه السلام دۍ چی ده مبارک فرمایلی دی  چی ددنیا زینت اوښایست به  په یوسل اوپنځوس سنه کی پورته کړسی  یعنی ځکه چی په همدغه سنه کی امام اعظم رحمه الله له دنیا څخه رحلت وکړ همداسبب دۍ چی  شمس الائمه کردی ویلی دی  چی دغه حدیث  پرامام ابوحنیفه باندی محمول دې،محترموفکروکړۍ دادواړه ابن حجرمکی  اوشمس الائمه کردی  داسلامی امت سترمنل سوی علمی شخصیتونه دی اوپه علم حدیث کی منل سوی استاذان دی اودامام اعظم دمذهب هم ندی د  دواړوله کلام څخه هم دمذکورحدیث    درست والَی اومقبولیت معلومېږی اوهم دواړه په دې سره اقرارکوی    چی  له دغه حدیث څخه مراددامام ابوحنیفه ووفات اودده دوفات ونېټې ته اشاره ده  اوودېته  نبی علیه السلام اشاره کړیې ده چی دابوحنیفه رحمه الله وجودبه  دټولی دنیا دپاره زینت او ښایست  وی،محترمودمذهب اودحق دښمنان  خوبه بیاهم دداسی حدیثونوپه باب  یوقسم ضلالتی بهانې لټوی خوکه دغه حدیثونه ددوی د شیوخوپه باره کی راغلی وای نوبیابه دوی په اعلادرجه صحیح بللای خوالحمدلله ددوی دشیوخوپه ښان کی هم حدیثونه راغلی دی خوداسی حدیثونه راغلی دی چی له هغوڅخه داسی  نتېجه ترلاسه کېږی چی ددوی شیوخ ضلالت الدنیا و قباحت الدنیادی لکه چی امام ابوحنیفه داسلام پیغمبرزینة الدنیا بللی دۍچی دلړی په تسلسل کی به په خپل نوبت ددوی دشیوخوپه باره کی حدیثونه هم درته راسی  ان شاءالله ،خومحترمووروڼودلته یوه بله خبره بایددرته عرض کړم هغه داچی     داسلام پیغمبرله ډېروشیانوڅخه دپېشګویې په ډول وامت ته اطلاع ورکړیې ده چی په صحیحواحادیثوکی دغه پېشګویی ګانی راغلې دی نوتاسی بایدداخبره بعیده ونګڼۍ چی له امام اعظم غوندی شخصیت څخه نبی علیه السلام پېشګویی کړیې ده اویایې په خپلواحادیثوکی  وځینومبتدعینواوګمرهانوته اشاره کړیې ده،امام بغوی له ابوسعیدخدری څخه اوترمذی،ابن ماجه اودارمی له بهزبن حکیم عن ابېه عن جده څخه روایت کړیدۍ چی رسول علیه السلام په موږکی دمازدیګر له لمانځه څخه  وروسته ولاړسونویوشی یې له هغوشیانوڅخه پرې نه ښودکوم چی دقیامت ترورځی پوری  پیداکېږی مګر په همدغه ځای کی یې وموږته بیانکړ ،کذافی  المظهری  ،ج ا،ص۱۵۶ 
والسلام ومن الله التوفیق
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery