مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-06-25   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

څلورمذهبونه اوله هغوی څخه دانحراف لړۍ،۷برخه

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

څلورمذهبونه اوله هغوی څخه دانحراف لړۍ،۷برخه
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

بسم الله الرحمن الرحیم،
 زما قدرمنواسلامی وروڼوپه دې برخه کی په دې  باره کی بیان درته کوم چی په موجوده وخت کی چی یوڅوک په دغوڅلورومذهبو کی دیوه مذهب مقلد نه وی نودارواده اوکه یا اوکه روانه وی نوبیا دداسی سړی حکم څه دۍ اودغه ډول سړَیْ به موږڅه بولو؟محترمووروڼوسرونه با یدخلاص کړۍ په حق بایدځانونه پوه کړۍ که ددین اودآخرت غم درسره وی نوبایددحق اودباطل دپېژندنی په لارکی زیات کوښښ وکړۍ ،دموجوده زمانې فتنې بایدوپېژنۍ اوځانونه ورڅخه وګورۍ،اوس په مطلب شروع کوم محترمووروڼوپر هرمسلمان باندی دافرض دۍ چی په څلوروامامانوکی به دیوه امام مقلداومذهبی وی اوکه داسی نه وی نوهغه سړی دشریعت له مخی مبتدع اوګمراه دۍ اوکه دغه ډول سړی دملا په نامه وی نودهغه له خبرو څخه اودهغه له صحبت اوناستې اوولاړې څخه هرمسلمان بایداجتناب وکړی ددې خبری داثبات دپاره زه وتاسی ته له قرآنی ایاتوڅخه اودنبی علیه السلام له صحیحوحدیثوڅخه اودامت مسلمه دمسلموعلماووله قولوڅخه اوله عقلی نښانوڅخه اوداولیاووله کشف څخه داسی قاطع قاطع دلیلونه وړاندی کوم چی یوادنی فهم اوفکرڅوک ولری نوبیابه د مذکوره مسألې په حقوالی  کی وده ته  هیڅ قسم تردداوشک پاته نه سی هوهغه څوک چی ازلی بدبخته وی اومقصودیې وشیطان ته خدمت کول وی اوله حق څخه الله پا ک کوڼ ،ړوند،اوبې بصیرته ګرځولی وی نووهغه ته که رسول علیه السلام له قبره راسی اوورته ووایي چی دغه ستالارځماله سنت څخه خلاف ده نوهم قسم په خدای دۍ کې ومنی  محترمودمخه می هم درته ویلی ووچی دهغوټولومسألوتحقیق نوبت په نوبت درته کوم ان شاءالله کومی چی دمذهب دښمنان یې نه منی دمذکوره مسألې  شرعی دلیلونه دامت مسلمه دمسلموعلماووله قولوڅخه درته شروع کوم چی په بېلابېلوبرخوکی به درته راځی اوبياپه دې اړه اياتونه اوبياحديثونه اوبياعقلي اوکشفي دليلونه درته بيانه وم، په دې برخه کی دامت مسلمه دیوه سترامام مفسراومحدث اوصوفی قاضی ثناءالله رحمه الله قول درته بیانه وم ،قاضی ثناءالله فانی فتی متوفی ،سنه ۱۲۲۵، دتفسیرمظهری  ددوهم جلدپه ۶۴مخ کی دپورته مسألې په اړه داسی ویلی دی
فان اهل السنة قدافترق بعدالقرون الثلاثة اوالاربعة علی اربعة مذاهب و لم يبق مذهبا  في فروع المسائل سوی هذه الاربعة  فقدانعقدالاجماع المرکب علي بطلان قول يخالف کلهم  وقدقال رسول الله تعالی صلی الله تعالی عليه وسلم«لايجتمع امتي علی الضلالة»وقال الله تعالی «وَ[من]يَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ الْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّى وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ وَسَاءَتْ مَصِيرًا (115)سورت النساء ـ
 وايضا لايحتمل کون الحديث مختفيا  عن الأئمة الاربعة  وکان اکابر العلماء من تلامذتهم  فترکهم قاطبة العمل بحديث دليل علی کونه منسوخا اومأولا( التفسير المظهري،ج،۲،ص ۶۴)
يعني نوبېشکه  اهل السنة وروسته له دروياڅلوروقرنوڅخه پرڅلورومذهبو باندي ويشل سويدی  اوپه فرعي مسئلوکښي بل له دغوڅلورمذهبوماسوامذهب پاته نه سو نواجماع مرکبه پرباطل والی دهغه قول راغلې ده کوم چي له دغوڅلوروسرومذاهبوڅخه مخالف وي،توضیح،دتفسېرمظهری دمذکوره عبارت تفصیل اوپخوړدادۍ چی دتابعینواوتبع تابعینواودارنګه دتبع تبع تابعینوپه زمانوکی کوم چی دیوه روایت له مخی دغه درې سره زمانې دخیرالقرون زمانې دی چی بیان بې بل ځای راسی که څه هم مجتهدین ډېر وولکه سفیان ثوری حسن بصری داؤدظاهری وغیره خوله دغودریوزمانوڅخه وروسته دنورومجتهدینواتباع پاته نه سول اوټول محمدی امت پردغوڅلورومذهبوباندی تقسیم سواودنورومجتهدینودمذهبوتدوین اوکوم مثبت نظم پاته نسونولهذااوس که یوڅوک له دغوڅلورومذهبوڅخه مخالف   قول کوی نوداباطل دۍ اوکه یوحدیث بهانه کوی دایې بله ګمرهی ده ځکه چی داخوله احتماله بېخی لری خبرده چی په دغه حدیث دی نه دغه څلورامامان خبرسوی وی اونه دی ددوی بېحسابه شاګردان په خبرسوی وی نن دی دمذهب اواسلام یودښمن  په خبرسویوی نومعلومه ده چی دغه حدیث یامنسوخ سوی دۍ اویا تاویل پکښی سویدۍ دتفسیرپه مذکوره عبارت کی حدیث اوایت هم ددې خبری داثبات دپاره راوړل سویدۍ چی بیان بې دایاتواواحادیثودراوړلوپه نوبت کی درته راسی  ان شاءالله
والسلام ومن الله التوفیق ،په دې اړه نوربیا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery