مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-06-25   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

څلورمذهبونه اوله هغوی څخه دانحراف لړۍ،۸برخه


څلورمذهبونه اوله هغوی څخه دانحراف لړۍ،۸برخه

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

بسم الله الرحمن الرحیم،
 زما قدرمنواسلامی وروڼوپه دې برخه کی هم په دې  باره کی بیان درته کوم چی په موجوده وخت کی چی یوڅوک په دغوڅلورومذهبو کی دیوه مذهب مقلد نه وی نودارواده اوکه یا اوکه روانه وی نوبیا دداسی سړی حکم څه دۍ اودغه ډول سړَیْ به موږڅه بولو؟په اومه برخه کی ماوتاسی داسلامی امت دیوه سترمفسراومحدث  قاضی ثناءالله فانی فتی فیصله دڅلورومذهبودتقلیدپه باره کی اودارنګه دهغه ګمراه سړی په باره کی چی په دغوڅلومذهبوکی دیوه هم مقلدنه وی درته ذکرکړه په دې برخه کی دځینوروعلماووکوم چی دموجود وخت  مبتدعین  یې هم منی فیصلې درته ذکرکوم چی په لاندی ډول دی
(۱)شاه ولی  الله رحمه الله د عقدالجیدپه ،۳۸مخ کی فرمایلی دی چی کله چی حق مذهبونه دمجتهدینونورټول ختم سول ماسوی له څلورومذهبوڅخه نوددغوڅلورومذهبو اتباع دسواداعظم اتباع ده اومخالفت یې له سواداعظم څخه مخالفت دۍ (۲)،ابن خلدون دخپلی مقدمې  په،۱۰۱۷مخ کی  لیکلی دی چی کوم څوک چی اهل اسلام بلل کېږی هغه ټول ددغوڅلوروامامانومقلدین دی،(۳) ،شاه صاحب  ویلی دی
اعلم ان في الأخذبهذه المذاهب الاربعة
مصلحةعظيمة وفي الاعراض عنهامفسدة کبيرة (عقدالجيد،ص،۳۶)یعنی پوسه سه چی په عمل کولوکی په دغوڅلورومذهبوسره ډېرلوی مصلحت ددین موجوددۍ اوپه مخ اړه ولوکی له دغوڅلورومذهبوڅخه ودین ډیرلوی فسادرسیدونکی دۍ
 (۴)ددغو بدبختانوچی له مذهب څخه انکارکوی څلرم امام
نواب صديق حسن خان،په خپله دتقلیدپه باره کی داسی ویلی دی
 فقدنبتت في هذالزمان فرقة ذات سمعة ورياء تدعي لانفسها علم الحديث  والقرآن والعمل بهما علی العلات في کل شان   مع انها ليست في شيءٍ من اهل العلم والعمل والعرفان  ( الحطة في ذکر الصحاح الستة) ، نواب صديق حسن ـ
 په دې کتاب کښي ليکلي دي (فيا لله العجب من اين يسمون انفسهم الموحدين المخلصين وغيرهم المشرکین وهم اشدالناس تعصباً وغلواً فی الدین فماهذا دین ان هذا الافتنة فی الارض و،فساداکبیراـیعنی په دې زمانه کی یوه داسی فاسده ډله راشنه سویې ده چی له ریا اوسمعت څخه پرته بل کارنلری اووځانوته اهل حدیث اوقرآن وایی سره له دې   چی له قرآن اوحدیث سره اوله علم اوعمل صالح سره یې هیڅ کارنسته اوداڅونه دتعجب خبرده چی دوی له څه وجی وخپلوځانوته موحدین اومخلصین وایې اوصفامسلمانان مشرکین بولی داسی خلګ ترټولوخلګودتعصب او په دین کی دترحدتیریدوپه حیث ډېرسخت دی اودغه خلګ یولوی فساداوفتنه ده په زمکه کی  له تقلیدڅخه منکروصاحبانو وګورۍ ستاسی یوامام قنوجی په خپله تاسی دتقلیددانکارپه وجه متعصبین ،غټ مفسدین اوفتنه بللی یاست اودین یې درڅخه سلب کړیدۍ،
محترمودتقلیداوقیاس اثبات به دقرآنی آیاتونو اودنبوی احادیثواودصحابه ؤداقوالوپه رڼا کی په ذکرسوی لړۍ کی په مکمل ډول درته راسي ان شاءالله ،والسلام ومن الله التوفیق په دې اړه نوربیا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery