مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-06-22   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دمسلمانانودموجوده مشکلاتودحل اصلی لار،۳برخه

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
دمسلمانانودموجوده مشکلاتودحل اصلی لار،۳برخه
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
بسم الله الرحمن الرحیم ،
ګرانوعزتمنودینی وروڼوپه دې برخه کی یوتعداددهغومشکلاتودرته وړاندی کوم ،کومچی نن صبااسلامی  هیوادونه ورسره مخامخ دی ،چی په دې شرحه دی ،قدرمنووروڼو په عمومی لحاظ  اسلامی هیوادونه له اسلامی اخوت اوداسلامی اخوت له ګټوڅخه محروم سویدی اودالله پاک ددغه هدایت چی،انماالمؤمنون اخوة،یا واعتصموابحبل الله جمیعاًپه مخالفت کی واقع دی، اوپه خپلومنځوکی ددښمنۍ بدبېنۍ اوبدخواهۍ په لعنتونومبتلادی اوداسلام داسی هدایتونه یې چی[ولاتحاسدواولاتباغضوا وکونوا عبادالله اخوانا]وشاته غورځولی دی ،  داسلام ددښمنانوحاکمیت اوسلطې په اسلامی هیوادوکی جاری دی مسلمانان دبادارۍ پرځای باندی نن دکفاروغلامی کوی  دمسلمانانومشاجرات  اومنا زعات  نن داسلام ددښمنانوپه محکموکی  تربحث لاندی کېږی ،مسلمانان نن اسلامی تعلیمات  سوادداری نه ګڼی بلکه داسوادبولی چی هغه عنعنات اودودونه زده کړی کوم چی له کفری لوازموڅخه ګڼل کېږی  ،دمسلمانانوحکومتونه نن د اسلامی قوانینوونفاذته دترقۍ په لاروکی  دیوه سترخنډپه حیث ګوری  ،مسلمانان سره له دې چی دتمامی نړۍ داستاذانوپه حیثیت پېژندل سوی وونن دکفاروشاګردان جوړسویدی،  دتاریخ تمدن اسلام وعرب مؤلف چی یوباانصافه کافردۍ اودمسلمانانودمخګنۍ ارتفاع ارتقا ءاودوروسته انحطاط عوامل یې په ښه توګه څېړلی دی په مذکرتاریخ کی ویلی دی  چی هغه وخت چی مسلمانان په یوه خوله ووسره متحدووترواحده قومانده لاندی وو نوددوی وجود دتمام  جهان ، دټولی نړۍ دپاره  دالله پاک رحمت وواوپرټوله دنیا باندی یې  دعلم اوهنرباران اوراوه خوکله چی مسلمانانوپه خپلومنځوکی وخودکامی  اوخودمطلبی ته مخ کړ اوپرمختلفوحکومتونواوباچاهیوسره ووېښل سول  نوخپل هرڅه یې دلاسه ورکړل  دې  انصافداره کافر داسی عجب حقائق بیان کړیدی  چی له قرآنی ارشاداتوسره عجیبه  موافق دی الله عزوجل فرمایلی دی [ولاتنا زعوا فتفشلوا وتذهب ریحکم،]همدارنګه یې فرمایلی دی [،ایطلبون عندهم العزة فان العزة لله جمیعا]دلته زما یوشعرهم  ددې وړدۍ چی ذکریې کم «دښادۍ تعلیم دی وکړی داداوس زمانې خلګ »چی هرڅوسی با سواده سی هغونه سپېره خر»ًتردې به غټه دخجالت خبره چیری وی چی که دکفری هیوادرئیس  جمهورواسلامی هیوادته راسی هم دمسلمانانوحاکم به مکلف وی چی دهغه کفری  هیوادژبه بې زده وی  دهغه په زبان به ورسره ژغېږی اوکه دمسلمانانوحاکم وکفری هیوادته ولاړسی نوبیاخوبې حتماً کفری ژبه زده وی  دمسلمانانومشترکه  ژبه اوددوی  دفخراواعزازاوددوی  داسمانی کتاب  قرآن  ژبه چی عربی ژبه ده تاسی فکروکړۍ چی مسلمانانوترکومه حده بې قدره اوبې عزته کړه که دمسلمانانوپه حاکمانوکی ننګ موجودوای نودوی به  په خپلومابینوکی اودخارجی  کفری هیوادوله مشیرانوسره په عربی ژبه خبری کولای  بلکه داسی ډېرداسلامی هیوادونامرده حاکمان مالېدلی دی چی په خپل ملک کښی وخپلوعواموته په انګریزی اوکفری ژبه بیان ورکوی  اودخپلوعواموپه ژبه یاپه اسلامی ژبه شرمېږی  اودادځان فخربولی  ،مسلمانان نن صبا چی وکفری ملکوته دتحصیل یاتجارت یاسیاحت په نیت ولاړسی نوپرځای ددې  چی هلته اسلامی عنعنات وشیندی اوخلګ  واسلام ته راجلب کړی خلګ له اسلام څخه په نفرت کی اچوی  اوکله چی خپل هیوادته راسی  نواسلامی  کالی یې کښلی وی اوپه کفری دودونوبارراسی ،دا یوه برخه دهغومشکلاتوده چی نن مسلمانان په مبتلا دی،ـ
 والسلام ومن الله التوفیق
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery