مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-06-25   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

څلورمذهبونه اوله هغوی څخه دانحراف لړۍ۹برخه

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته


څلورمذهبونه اوله هغوی څخه دانحراف لړۍ۹برخه

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

بسم الله الرحمن الرحیم،
 زما قدرمنواسلامی وروڼوپه دې برخه کی هم په دې  باره کی بیان درته کوم چی په موجوده وخت کی چی یوڅوک په دغوڅلورومذهبو کی دیوه مذهب مقلد نه وی نودارواده اوکه یا اوکه روانه وی نوبیا دداسی سړی حکم څه دۍ اودغه ډول سړَیْ به موږڅه بولو؟محترمووروڼوکوم سړَی چی له څلورومذهبوڅخه وتلَی وی نوهغه داهل سنت اوجماعت له ډلی څخه ندۍ ددی خبری په ضمنی ډول په تېروبرخوکی هم دلائل دعلماووله اقوالوڅخه درته ذکرسوه هغه مشهور متل به تاسی اورېدلی وی ،چی دصحرا مږک راغی دکورمږک یې پسې واخیستی له پېړیوپېړیو څخه دغه خلګ چی څلورمذهبونه یونه منی علماوومبتدعین بلل اواهل السنت یواځی ددغوڅلورومذهبوخلګ وواواوس دمذهب مخالفین  خپل ځانونه اهل سنت بولې اودمذهب والا مبتدعین بولی تاسی فکروکړۍ په دغوڅلورومذهبوکی څه قسم علماء تېرسویدی اواوس هم موجود دی  علامه تفتازانی امام سیوطی ابن حجرعسقلانی  امام سرخسی ابن حجرهیتمی امام رازی امام ربانی مولا ناعبدالرحمن جامی ابن حاجب  اوداسی په زرهاوودامت مسلمه علماءچی دغه  منکرین دمذهب  ددوی له کتابواخذکوی دغه ټول مبتدعین سوه اوداټول له حدیثومخالف وواودغه خلګ چی ډېرقرنونه وروسته په ریالووروزل سول  اهل سنت اوپه حدیثوپوه سول،هغه زما یوشعر دلته شایدمناسب وی،دښادۍ تعلیم دی وکړی داداوس زمانی خلګ،چی سی څونه با سواده سی هغونه سپېره خر، له یوه غټ اهل حدیث سره یووخت زماخبره راغله دخبروپه جریان کی یې اخېرپه عام مجلس کی وویل چی حدیث معیارحق ندی حدیث اعتبارنلری وروڼوداداسی خلګ دی تاسی به دامشهورمتل اورېدَلَی وی چی ،ادې ویل له دې یې ګوره ،دګران رسول صلی الله علیه وسلم حدیث له دغوخلګوګورۍ اوس مطلب ته راځم وروڼود
عمدة الاصول في احاديث الرسول،په ص،۹۷،کی داسی راغلی دی

[الخارج عن الاربعة خارج عن اهل السنة والجماعة]یعنی هغه څوک چی له څلورومذهبوڅخه خارج وی نوهغه له اهل سنت اوجماعت څخه وتلی دۍ،اودارنګه علامه صاوی په صاوی شریف کی داسی ویلی دی
«ولايجوز تقليدماعدالمذاهب الاربعة  ولووافق قول الصحابة والحديث الصحيح والآية ،فاالخارج عن المذاهب الاربعة ضال ومضل وربمااداه ذالک للکفر لان الاخذ بظواهرالکتاب والسنة من اصول الکفر انتهی]یعنی له څلورومذهبوڅخه ماسوی  دبل هی چاتقلیدرواندۍ که  څه هم په ظاهره دصحابی  دقول یادصحیح حدیث  له مقتضا سره دده قول موافق راسی اویاله ا یت سره دده قول موافق راسی نوخارج له څلورومذهبوڅخه ضال اومضل دۍ اوډېرځله داسی کېدای سی چی دغه سړی  په کفرګډسی ځکه په ظاهردایاتواواحادیثوعمل کول دکفرله بنیادونوڅخه دۍ،محترمو تاسی دصاوی معلومات وکۍ چی څوک دۍ اوپه کوم مقام کی دۍ داخبره په یادلرۍ چی څلوروسروامانوداویلی دی چی که زموږقول له صحیح حدیث څخه مخالف سی نوپه حدیث به عمل کېږی اودایې هم  ویلی دی چی ز موږپه قول به ترهغه عمل  نه کېږی ترڅوداورته معلومه نسی چی داقول موږله څه درکه کړی دۍ خودادهر چا دپاره ندۍ اونه دهروخت دپاره دۍ په خپل ځای کی بې دلړۍ په جریان کی ان شاءالله  تفصیل  درته راسی ،والسلام   ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery