مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-06-26   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

څلورمذهبونه اوله هغوی څخه دانحراف لړۍ۱۰برخه

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

څلورمذهبونه اوله هغوی څخه دانحراف لړۍ۱۰برخه

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

بسم الله الرحمن الرحیم،
 زما قدرمنواسلامی وروڼوپه دې برخه کی هم په دې  باره کی بیان درته کوم چی په موجوده وخت کی چی یوڅوک په دغوڅلورومذهبو کی دیوه مذهب مقلد نه وی نودارواده اوکه یا اوکه روانه وی نوبیا دداسی سړی حکم څه دۍ اودغه ډول سړَیْ به موږڅه بولو؟محترموپه دې برخه کی ددې سوال جواب دامت مسلمه له یوبل امام څخه ترلاسه کړۍ
قال شيخ خليل احمدسهارنپوري في المهندعلی المفند،ص،۴۱،
 هل يصح لرجل ان يقلد احدا من المذاهب الاربعة في جميع الفروع ام لا وعلي تقديرالصحة هل هومستحب ام واجب،
(الجواب)
لابدلرجل في هذالزمان ان يقلد احدامن المذاهب الاربعة رضي الله تعالی عنهم بل يجب فأناجَرّبنا ان مآل ترک تقليدالائمة واتباع رأي  نفسه وهواهاالسقوط في حفرة الالحاد وغيره اعاذنالله تعالی منها ولاجل ذالک نحن ومشائخنا مقلدون في الفروع لامام المسلمين ابوحنيفة رضي الله  تعالی عنه اماتناالله تعالی وحشرنا في زمرته. ولمشائخنافي ذالک تصانيف عديدة شاعت واشتهرت في الآفاق ]
محترمودېنی ووڼوبیانونه په غورګورۍ  که مودین مقصدوی بایدسوچ اوسنجش ولرۍ  وهرمسلمان ته الله یوقسم وجدان اوفراست ورکړی دۍ چی که دَی واقعاً کار ورڅخه واخلی نودحق اودباطل خبره سره جلاکولای سی نن له یوه طرفه  علماء حق اوحق ویونکی  اوله طمع اولالچ څخه خلاص  عالمان  بې پروا اودامت په غم اخته عالمان اوپه دین پوه عالمان ډېرکم دی اوله بله طرفه  دعلم په جاموکی ننوتلی  مبتدعینواوګمرهانوخورازورلګولی دۍ چی ناخبره اوساده مسلمانان ګمرهان کی  وروڼوبایدفکروکړۍ دالړۍ مادهغوخلګودفساددمخنیوی دپاره شروع کړیې ده اودخالدهادی  حفظه الله دلوړایمانی غیرت  اودده دلوړرحم پرمسلمانانوباندی  په توسط یې وتاسی ته رسوم کوم چی له اوس څخه نیولې بیا دڅلوروایمانوترزمانې پوری ټول امت مشرکان بولی اوپه دینی کتابوکی یې حریفات کړیدی په حدیثوکی یې تحریفات کړیدی  دحضرت عائشې رضی الله عنها په باب یې په یوه کتاب کی لیکلی دی چی  دې دنبی علیه السلام دسنتومخالفت کاوودالله پاک په باره کی وایې چی کښینی اوولاړیی اوله یوه ځایه بل ځای ته ځی اوپرعرش باندی ناست دۍ اوپښې یې پرکرسۍ باندی ايښې دی چی په خپل نوبت به ددوی دغه  رقم ټول خبائث درته راسی،محترمو دامت مسلمه يوبل منل سوي عالم شيخ خليل احمدسهارنپوري چي بذل المجهودچي دسنن ابي داود شرحه ده هم دده تصنيف دۍ ددې پوښتني په جواب کښي«چي ايايوسړي لره داصحيح ده چي ديوه له مذاهبواربعه وومقلدسي په ټولوفروعوکښي  اوکه نه دۍ صحيح  اوکچيري صحيح وي نوايا داتقليدمستحب دۍ که واجب »  فرمايلي دي چي چاره نسته زموږ په زمانه کښي هيڅ يوه لره  له دې چي نقليد وکړي ديوله څلورو مذاهبو  رضي الله تعالی عنهم بلکي واجب دۍ ځکه چي موږ داتجربه کړېده چي پاۍ دپرېښودلودتقليدد امامانو اودمتابعت دخپلی رأيی اوده خپل نفس اوهوالوېدل دي په کنده کښي دالحاداودکجروي اوداسی نوروګمرهیوپنادي راکړي الله پاک له دې کندي څخه اوله دې وجي  موږاوزموومشايخ په فروعوکښي دامام المسلمين ابوحنيفة مقلدين دي  وروڼوداعلم وپېږنۍ داهغه عظیم محدث دۍ چی بذل المجهودغوندی  کتاب یې جوړکړیدۍ کوم چی په قدیم اوپه حدیث کی یې ساری نسته اودابوداودشرحه ده نوایا دغه ډول محدثین به په حدیثوخبری  اوکه دغه ددرهم اودېنار اوریال  بنده ګان  چی ټول پلرونه اونیکه ګان یې  په اسلام اوتقلیدکی راترسوه دوی اوس  داصلاح په نامه دقرن الشیطان لمن ونېوه دَی ټول امت ګمراه بولي زه به خوا نه په بده وم اوماکه تنهاده ته وویل چی ته ګمراه یې  سره له دې چی په حقیقت کی دی زه رډبډوینم  چی وکفرته کارکوې اودین خرابه وې نو دَی له ابوالفضل اوخالدڅخه خوابده وی،دلته دغه عربی شعرعجب صادق دۍ،

تظافرت الیهودوالنصاری،واهل  الاعتزال علی هجائې،وماذنبی الیهم طول عمرې،سوی علمی باولادالزناء،یعنی یهوداونصاری اومعتزله ټول زما پرمذمت سره کومکیان سویدی اومابله هیڅ ګنا نه ده کړیې اونه می ودوی ته کوم ضرررسولی دۍ ماسواله دې څخه چی دزنااولادپېژنم،والسلام ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery