مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-06-27   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

څلورمذهبونه اوله هغوی څخه دانحراف لړۍ۱۱برخه

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

څلورمذهبونه اوله هغوی څخه دانحراف لړۍ۱۱برخه
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

بسم الله الرحمن الرحیم،
 زما قدرمنواسلامی وروڼوپه دې برخه کی هم په دې  باره کی بیان درته کوم چی په موجوده وخت کی چی یوڅوک په دغوڅلورومذهبو کی دیوه مذهب مقلد نه وی نودارواده اوکه یا اوکه روانه وی نوبیا دداسی سړی حکم څه دۍ اودغه ډول سړَیْ به موږڅه بولو؟محترمودېنی اومذهبی وروڼو په دې برخه کی دپورتنی سوال جواب داسلامی امت دځینونوروامامانوله کلام څخه زده کړۍ چی محقق ابن الهمام اوصاحب داشباه اوصاحب دتفسېراحمدی دۍ  دغودرې واړه علماووفرمایلی دی چی په داسی قول اومذهب عمل کول چی هغه له څلورومذهبوڅخه مخالف وی ناروااونا جائزدۍ  محترموتاسی تحقیق وکړۍ چی دغه درې عالمان په اسلامی امت کی  دکومی درجې خلګ دی ،شامی لیکلی دی چی ابن الهمام دمجتهدومقام ته رسېدلی دۍ ابن الهمام هغه شخص دۍ چی په حدیث فقه اوعلم اصول کی مسلم امام دۍ فتح القدیرهم دده تصنیف دۍ اوبې مذهبه خلګ یې هم په قول دلیل نیسی دموجوده زمانې دلامذهبه خلګودلاس لولکړه چي شیخ البانی دۍ یوځاۍ ويلي دي  چي د داسی  علماوولکه ابن حجرعسقلاني له کتابوڅخه موږچاره نه لرو نوکومه خبره چي ددوۍ زموږخوښه وی نوخاص دهغې خبری په برابری بې له اهل السنة څخه بولو اوکومی خبري چي يې زموږله مزاجه خلاف وی په هغوکی بې مبتدع بولووروڼوتاسی په دغه یوه خبره کی فکرووهۍ  چی څونه له انسانیت څخه دباندی خبرده،یوطالب دیو چامېلمه سوماښام چی دکوروالایوه ګوله  ورواخسته نووزوی ته یې وویل  چی بسته زویه په غوايی سوو چم يې وطالب ته وو ،طالب ورته وويل چي عجیبه ده زه تراوسه سخوندرکی لاوالله که سوَي يم تاسي بیاغوایي سولاست ـ
نووروڼومحقق ابن الهمام غوندي عالم له مذهب څخه مخالفت ناروابولي اواوس داسي  خلګ پيداکيږي چی له څلوروامامانوسره ځانونه برابربولی  يايې ترښه بولي هوولی به داسی نکوی یوه بې مذهبه حدیث ویل دحدیثوالفاظ یې لا نسوای ویلای ما څه خوشکه ورته وکړه چی ځانونه اهل حدیث بولۍ اودحدیث توری نسۍ ویلای بیایې معافی وغوښته ودغه ته دیرش زره کلداری دمیاستی حواله وۍ اوزه زرروپۍ هم  دتنخواه په ډول نلرم دمذکوروامامانواوعلماوودموضوع په ارتباط عبارات دادی
 ماخالف الائمة الاربعة فهومخالف للاجماع  فقدصرح في التحرير ان الاجماع قدانعقدعلی عدم العمل  بمذهب مخالف للأئمة الاربعة،اشباه
 قدوقع الاجماع علی ان  الاتباع  انما يجوز للأئمة الاربعة الخ، تفسيراحمدي ،ص۵۲۶
والسلام ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery