مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-06-27   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

محاسن الاسلام(۴۶)برخه نېکی توصیې،

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

محاسن الاسلام(۴۶)برخه  نېکی توصیې،

 ، علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

بسم الله الرحمن الرحیم ،

 

قدرمنودینی وروڼوداسلام دمبین دین له محاسنواوښېګڼوڅخه یوه بې  مثاله اوستره ښېګڼه داده چی اسلام وخلګوته وخپلوپیروانوته په دې سره امرکوی  چی یوبل ته  به په حق سره په صبر سره اوپه نیکې اواحسان سره توصیه کوی اسلام غواړی چی دبشرې ټولنی هرفرددځان اودجهان خیرخواه جوړسی ،اسلام غواړی چی  هرانسان دبل دپاره بازواوقوت سی اوکومه لورونه چی پرځان باندی کوی هغه پرنوروباندی هم باید وکړی  هرقسم تشددچی په اسلام کی وجودلری لکه جهادشرعی حدودوغیره مقصود ورڅخه پربشرباندی رحمت اوشفقت دۍ ،همداسبب دۍ چی  الله پا ک فرمایلی دی(وَالْعَصْرِ (1) إِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ (2) إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ (3)

ترجمه،قسم کوم په عصريعني په زمانې یا په لمانځه دمازدېګریاپه وخت دلمانځه دمازدېګر،چی بېشکه هر انسان خامخا په خسران اوپه ،تاوان کښي دۍ«یعنی په دې سبب چی دخپل عمرغوندی قدرمنه سرمایه  په عبثواوفانی کېدونکو شیانوکی صرفوی»،مګريعني مګرنه دی په تاوان کښي٫هغه خلګ چي ايمان يې راوړَيدۍ اوکړي يې دي نېک عملونه اووصيت يې کړَيوي و يو بل ته په حق سره    اووصيت يې کړَی وي يوله بله په صبرسره، په دغومبارکوآیاتوکی که په غوراوپه دقت سره  تفکر وکړسی اوله انصاف څخه کار واخستل سی  نوداسلام ددین سپېځلَی  حقیقت اوحقیت وهرچاته ښه څرګندېږی  ددغوایاتوله مضمون څخه داپه ډاګه کېږی  چی تنها اسلام دۍ چی دبشر دهرقسم ګټواومنافعو غمخوردۍ یواځی اسلام دۍ چی وانسان ته دادرس ورکوی چی په خپله هم کامل سه اودنورودکمال سبب هم جوړسه  دااسلام دۍ چی  دبشر وهرفردته دا تعلیم کوی چی  خپل مطلبه مه جوړېږه بلکه دایثارپه مرتبه کی واوسه دنورو وګټوته دخپل ځان پرګټوباندی ترجیح ورکوه هوداصرف اسلام دۍ چی وهرسړی ته داهدایت کوی  چی وخلګوته دفسادلاری مه ښیه بلکه دخیرلاری ورښیه دبدوتوصیې وخلګوته مه کوه دحق توصیې  ورته کوه دبې ثباتۍ  اواضطراب  اودبې تابۍ اونفس تنګۍ تعلیم مه  کوه بلکه دثبات برداشت ،تحمل اوزغم  هدایت اوتوصیه وخلګوته کوه دااسلام دۍ چی بشر دنظری اوعملی قوې واصلاح ته رابولی له الا الذین آمنواوعملوا الصالحات څخه  دادرس حاصل کړۍ،دااسلام دۍ چی وبشرته ددې ښوونه کوی چی دنوروخلګودظاهر اوباطن داصلاح  کوشش هم کوه ،وتواصوا بالحق وتواصوا بالصبرمحترموپه دې اړه به بنیادی مفصل  بیانونه په راروانوبرخوکی ان شاءالله درته راسی،   والسلام ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery