مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-06-28   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

څلورمذهبونه اوله هغوی څخه دانحراف لړۍ۱۲برخه

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

څلورمذهبونه اوله هغوی څخه دانحراف لړۍ۱۲برخه
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

بسم الله الرحمن الرحیم،
 زما قدرمنواسلامی وروڼوپه دې برخه کی هم په دې  باره کی بیان درته کوم چی په موجوده وخت کی چی یوڅوک په دغوڅلورومذهبو کی دیوه مذهب مقلد نه وی نودارواده اوکه یا اوکه روانه وی نوبیا دداسی سړی حکم څه دۍ اودغه ډول سړَیْ به موږڅه بولو؟ محترمووروڼوددغه سوال په جواب کی  داسلامی امت دیوه بل متفق علیه علمی شخصیت اومقبول  محدث علامه مناوی وبیان ته ګورۍ  علامه مناوی له تقلیداومذهب څخه منکرخلګ هم دحدیثودیوه پرمخ تللی شخص په حیث پېژنی،،  مناوی  دجامع صغیردشرحی  داول جلدپه دوه سوه دواویایمه صفحه کی یوڅو ډېری مهمی خبری فرمایلې دی،اوله خبره داده  چی که دی یوفقیه ( یعنی  مجتهد دعلم فقهی لکه یوله څلوروامامانو)ولیدچی یایې دیوه حدیث مخالفت کړی وواویایې یوحدیث ردکړیوواویایې دحدیث معنی له ظاهرڅخه مصروفه کړیې وه نوبایدچی  ته ودېته چابکی ونکړې چی پرده باندی اعتراض وکړې،یعنی په دې سبب چی ښایې ده دی تردغه حدیث قوی حدیث لیدلی وی اویا دی کوم بل شرعی معتبردلیل وده ته معلوم سویوی، دوهمه خبره یې داکړیې ده چی پرموږباندی داواجب اوفرض ده چی  په دې باندی به عقېده کووچی څلورسره امامان  پرهدایت اوپرسمه لارباندی وواودی اوهرچاچی ددوی پرخلاف باندی څه ویلی دی وهغه ته به هیڅ اعتبارنه ورکوو،دریمه خبره یی داکړیې ده چی دصحابه وواودتابعینوکوم چی ددوی دمذهب تدوین ندۍ سوَی تقلیدوعاموخلګوته کوم چی دمجتهدودرجې ته ندی رسېدلی رواندۍ څلرمه خبره یی داکړیې ده چی په قضاءاوپه افتاء کی له څلورومذهبوڅخه ماسوا دبل چا تقلیدناجائزاوممتنع دۍ،محترمودمناوی په دغوخبروکی ښه فکرووهۍ اوپه دقت سره یې دموجوده وخت  دلامذهبوله خرافاتوسره مقایسه وکړۍ  دغه لامذهبان اوددوی  ټول  په اصلاح شیوخ  سره وټکوۍ دمناوی  دیوه شاګردودرجې ته نسی رسېدلای ،والسلام ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery