مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-06-28   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

څلورمذهبونه (۱۳)برخه ،ولی دمذهبولړۍ پیل سوه

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

څلورمذهبونه (۱۳)برخه ،ولی  دمذهبولړۍ  پیل سوه
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

بسم الله الرحمن الرحیم،
 زما قدرمنواسلامی وروڼوپه دې برخه کی ددې اصلی سبب درته  وړاندی کوم  چی دڅلومذهبولړۍ ولی په بېنواکی پیل سوه،ګرانووروڼوکوم خلګ چي دسلفیانویاداهل حديثوپه نامه ياديږي نودهغوۍ کتابونه اودارنګه ددوۍ بيانونه په ویب سایټوکښي په مسلسله توګه ماليدل چی دڅلورومذهبواوددوۍ دمقلدينو په شان کښي يې ډېري دبې حیایۍخبري کولې نوماته پریوڅوخبروباندي ډېرافسوس راغۍ،اول پردې باندي چي په دغه حاضروخت کښي خوبايدمسلمانان په يو ه خوله دکفرپه مقابل کښي ولاړواۍ دوۍ په خپل منځ کی سره اخته دي،دوهم پردې خبره باندي چي زموږپه ګران وطن افغانستان  کښي چي له پېړیوپېړيو ديوه مذهب اوديوې عقيدې اوديوې نظريې مسلمانان وه نن لکه دملنګ ګدړۍ ټوټه ټوټه وګرځېدل،دريم پردې خبره باندي چي په عربی ممالکوکښي په ډېرشدت سره علماءکرام له مذهب څخه دفاع کوي خوپه افغانستان کښي مذهبي علماوواوعواموټولوايمان ترګنډه کښلَي دۍ ـ
يوه ډېره دافسوس خبرخوداده چی سلفیان صاحبان برملا پرمذهب اودمذهب پرپیره وانوباندي دکفردشرک دبدعت حکمونه لګوی داهیڅ پرواه نلري خوماچي دمذهبولړۍ شروع کړه چي له مذهب څخه دفاع کوم له دين څخه دفاع کوم له اسلام اوله مسلمان  څخه دفاع کوم نوپه مسلسل ډول خبرېږم چي سلفیان و ويب سايتوته خطونه لېږی اوزمادغه کارددين تخريب بولی اوپه مسلمانانوکښي  يې دا ختلاف سبب بولی حتی دیوه بې حیااوبې شرمه چي  اصلادافغانستان دۍ یولیک ماته راورسېدۍ چی په هغه  کښي يې زه دمخرب الدين په نامه یادکړَيوم دغه سړی  دابوسراج الدین په نامه وو نوماپه جواب کښي ورته وليکل چي ابوظلمة الدينه ته خوافغاني وې حنفي وي دين دی خرڅ کړخواوس دونه وکړه چي  دغه ستاباداران اوستاامثال له دې څخه منعه کړه چي زماامام ته دکفرنسبت کوي ا وزمادامام ومقلدینوته دکفرنسبت کوي نوبیاته که کافریې که مسلمان يې زه په تاکارنلرم،دې فاسق اوګمراه سلفی داهم ویلی ووچي  داابوالفضل دیهودواودنصاری وو جاسوس دۍ اوجيش محمدي بې زرکاروروکړی ـ
محترمووروڼوپه دغه لاندی نامه کتاب دابوالاقبال سلفی هندی په نامه یوه سلفی جوړکړیدۍ اوپه اداره مطبوعات سلفیه راولپنډۍ کی موجوددۍ  په دې کتاب کښي داویل سویدی چي احناف داسلام له دین څخه مخالف دی اوپراحنافوباندی رسول عليه السلام  لعنت ویلی دی 

مذهب حنفي کادين اسلام سی اختلاف  

اودغه لاندی عبارات وګورۍ چي دامام الائمة ابوحنيفة رحمه الله تعالی په شان کښي دوۍ څه ويلي دي

3- (    ــــــــــ
4- جاء في كتاب السنة المنسوب إلى عبدالله بن احمد وهو مكذوب عليه في الأصل  واشاعه ونشره السلفیة

.
في الجزء الأول
ص 180: يؤجر المرء على بغض أبي حنيفة
ص 181: مات جهميًا
ص 182: دينه ودين ءاباءه القول بأن القرءان مخلوق
ص 184: جعلوه كافرًا
ص187: ما ولد في الإسلام مولود أشر من أبي حنيفة وأبي مسلم
ص 188: وانه يخالف الحديث الشريف قصدًا
ص192: رجل استتيب مرتين
ص 196: غير ثقة ولا مأمون
ص 194: فتاويه فتاوي اليهود
ص 197: ضرب الله على قبر أبي حنيفة طاقًا من نار
ص 197: نبطيًا استنبط الامور برأيه
ص199 : وأبو حنيفة من الداء العضال وينقض السنن
ص202: الحمد لله الذي كبس به بطن الأرض
ص203: لأن يكون في كل ربع أرباع الكوفة خمار يبيع الخمر من أن يكون فيه من يقول بقول أبوحنيفة
ص204: أصحاب أبي حنيفة جرب
ص208: ذِكرُ أبي حنيفة في المسجد مصيبة عظيمة
ص209: أبو حنيفة فاسد
ص211 : ذاك أبو حنيفة سد الله به وجه الأرض
ص 215 : ما رأيت أجرأ على الله من أبي حنيفة
ص219 : يقول عن أبي حنيفة أنه كان يقول "إيمان ابي بكر وإيمان إبليس واحد"
ص222 : سوّد الله وجه أبو حنيفة ومن يقول بقوله
ــــــــــوالسلام ومن الله ا لتوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery