مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-07-01   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

څلورمذهبونه اوله هغوی څخه انحراف،۱۴برخه

څلورمذهبونه اوله هغوی څخه انحراف،۱۴برخه
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

بسم الله الرحمن الرحیم،محترمووروڼوپه دې برخه کی  دموضوع په اړه داسلامی امت دیوه بل  روښانه منل سوی علمی شخص چی په عین حال کی یوسترولی اوحقیقی صوفی هم دۍ  دقول اونظرذکردرته کوم  چی په دې ډول دۍ
[وقدذکرفي کتب العقائد انانعتقد ان الائمة الاربعة  اصحاب مذاهب الاربعة  ائمة الدين وهداة الی الشرع مجتهدون طالبون للحق  يفترض علي المجتهداستنباط الاحکام  من النصوص بالطرق المعروفة  في علم الاصول ويحرم عليه  تقليدغيره علی القول المشهور  ويفترض علي المقلد اتباع المجتهدسواء کان ذالک المقلد عاميا  اوعالما بطرف من العلوم  ولايجوز اليوم  لاحدالخروح عن المذاهب الاربعة لقيام الاجماع علي منع ذالک الخروج   ]قطب الارشادص ۱۰۷،یعنی په کتابودعقائدوکی داخبره ذکرسویده چی پېشکه به موږپه دې باندی عقیده کوو چی څلورامامان چی ا صحاب دڅلورومذهبودی یعنی چی امام ابوحنیفه اوامام مالک اوامام شافعی اوامام احمدرحمهم الله دی، دهدایت اودسمی لاری امامان دی  ،امامان ددین داسلام دی اوهدایت کوونکی  اورهنمایان دشریعت دی مجتهدین دی طلب کوونکی دحق دی، پرمجتهدباندی فرض دۍ چی  په اجتهادسره به شرعی حکمونه راباسی  یعنی هغه حکمونه چی دهغوی په بار ه کی کوم ښکاره شرعی دلیل لکه آیت اوحدیث اواجماع نه وی اوپه مشهورقول پرمجتهدباندی تقلید کول دبل چاحرام دۍ اوپرمقلد یعنی پرهغه چاباندی چی داجتهاد ومرتبې ته نه وی رسېدلی لازم اوفرض دۍ تقلید اوتابعداری دمجتهدعام له دې که دغه مقلد امی وی اوکه عالم وی اوپه اوس زمانه کی له څلورومذهبوڅخه وتل حرام دی  ځکه چی پردې باندی اجما ع اوس راغلې ده چی له څلورومذهبوڅخه به وتل نکېږی،محترمووروڼودمیا فقیرالله صاحب له دغه بیان څخه په لاندی ډول مسئلې ترلاسه کولای سو،اوله دامسئله چی څلورسره امامان حق دی اوددوی دهریوه تابعداری که چاوکړه نوهغه پرحق باندی برابرسو،دوهمه دامسئله چی له دغوڅلوروامامانوماسوی اوس واسلامی امت ته دهدایت بل امام  نسته  یعنی ترهغه چی مهدی علیه السلام راځی دریمه دامسئله چی تقلید پرغیرمجتهدباندی فرض دۍ څلرمه دامسئله چی دیوه له دغوڅلورومذهبوتقلیدپرمسلمانانوباندی فرض دۍ پنځمه دامسئله چی که څوک ددغوڅلوروسرومذهبوله تابعداری څخه ووځی نودغه څوک داجماع مخالف دۍ اوګمراه دۍ والسلام ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery