مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-06-30   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

محاسن الاسلام(۴۸)برخه دامام اعظم توصیې

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

محاسن الاسلام(۴۸)برخه دامام اعظم توصیې

 ، علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

بسم الله الرحمن الرحیم

 

محترمووروڼوپه دې برخه کښي دامام اعظم رحمه  الله تعالی له هغووصيتوڅخه چي  وخپل زوۍ حمادرحمه الله  ته  کړيدي دپنځم اوشپږم وصيت بيان درته کوم چي په دې ډول دۍ:

[والخامس ان لاتعادی مسلمااوذميا]

یعنی امام اعظم رحمه الله وخپل زوی حمادرحمه الله ته وفرمایل چی پنځم وصیت ځما وتاته دادۍ چی عداوت او دښمنې به نه کوې نه له مسلمان سره اونه له ذمی کافرسره ، محترمووروڼوتاسی دخپل امام په دغه مبارک وصیت کی سوچ ووهۍ چی څونه غټه  محتوَی لری  اوله څونه عظیمومعنا ګانوڅخه ډک دۍ انسان چی په یوه جامعه اوټولنه  کی اوسی نوحتماًله یوچاڅخه ناراضه کېږی یوڅوک بې غیبت کوی یوڅوک بې مال په ناحقه خوری یوڅوک به دوکه ورکوی یوڅوک به پرظالم کېږی وهکذااوداټول ددې اسباب دی چی دَی له همدغسی چا سره په عداوت  کی راګیرسی  خوچی له دې سره سره دَی بیاهم بې عداوته پاته کېږی نودَی به دخپل پیغمبرپه  داسی هدایاتوعمل کوی چی،له هغه چاسره صله رحمی کوه کوم چی له تا سره دصله رحمی قطع کوی اووهغه چاته  عفوه کوه کوم چی پرتاباندی ظلم وکړی اووهغه چاته خیررسوه کوم چی له تاسره بدوکړی دحضرت محمدصلی الله علیه وسلم له عظیم الشانه نېکوخویوڅخه یوخوی داووچی دځان دپاره یې له هیچا څخه انتقام اوبدل نه اخستی

[،والسادس ان تقنع  من الله  تعالی بمارزق من مال وجاه،]یعنی اوښپږم وصیت می دادۍ چی په هغه به قناعت کوې ،په راضی کېږی به کوم چی الله درکړی وی  له مال اوله مرتبې څخه،،محترموو روڼوکه یوڅوک په هغه څه چی الله ورکړی وی قناعت ونکړی نودغه څوک په قسم قسم ګناووتکلیفواوبدبختیواخته کېږی ،مثلا هغه څوک چی ترده مال داریا دلوړمنصب والا وی نودَی له هغه سره په کین اوپه بغض مبتلا کېږی  اوپه دې وجه چی دالله په قضا راضی ندۍ نوالله ورڅخه ناراضه کېږی اودالله دنعمتوله پېژندنی څخه محروم پاته کېږی اودالله پاک شکرورڅخه پاتېږی اوله زیاتوالی دنعمت څخه کوم چی دشکرپه وجه حاصلېږی بې نصیبه ګرزې اوداسی  نورهمداسبب دۍ چی په شریعت کی داهدایت ومسلمانوته سوی دۍ چی مسلمان بایدپه دنیوی اموروکی ترځان وکښته چاته ګوری چی په دې کارسره دی دالله وشکرته متوجه کېږی  اوترځان وپورته چاته به نه ګوری چی بیاله شکر څخه دنعمتو محروم ګرزې  اوپه دین کی به ترځان ولوړچاته ګوری ځکه چی داسبب دپرمخ تګ په دېنی کاروکی ورته ګرځی ،ـ

والسلام ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery