مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-07-01   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

څلورمذهبونه اوله هغوی څخه انحراف،۱۵برخه

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

څلورمذهبونه اوله هغوی څخه انحراف،۱۵برخه
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

بسم الله الرحمن الرحیم،محترمووروڼوپه دې برخه کی  دموضوع په اړه داسلامی امت دځینونوروعلماووقولونه درته ذرکوم چی په دې ډول دی(۱)
صاحب دبحررائق د اشباه   دفن اول په اوله قاعده کښی ذکرکړیدی چی (ومن خالف الائمة الاربعة فهومخالف للاجماع)یعنی  هرڅوک چی له څلورو امامانوڅخه مخالف سی نودغه سړَ دامت له اجماع څخه مخالف دۍ(۲)،صاحب دنورالانوارپه بحث داجماع کی ویلی دی(والوف من اکابرالعلماء الجهابذة  من المفسرین والمحدثین والمتکلمین والفقهاءداخلون فی سلسلة التقلیدلاحد من الائمة الاربعة من قرون  شتی  ففی الانکارمن التقلیدتخطئة  الی هؤلاء العلماءالکباروهم اعمون من علماء الشریعة والطریقة)یعنی اوپه زرهاووله غټوعلماوودمفسرینواودمحدثینواودعلماوودعلم عقائداوله فقهاووڅخه دمختلفوقرنوداخل دی په سلسله کی دتقلیداودتابعدارۍ دیوه له څلورومذهبوڅخه نوهرڅوک چی له تقلید څخه انکار وکړی یعنی له تقلید څخه ددغوڅلورومذهبونودغه ټول داسلامی امت مخکښ علماء یې  خطا اوغلط اوناروا وبلل  حال داچی دوی دشریعت اودطریقت ستر عالمان دی،حاصل دادۍ چی دڅلورومذهبوله لاری څخه جلالارغوره کول اودامت مسلمه  پربیحسابه  محدثینواومفسرینواومتکلمینواوفقهاووباندی دغلطۍ تورلګول دبېعقله اوسخت ګمراه سړی کار دۍ،(۳)علامه طحطاوی ددرمختار  دشرحی دڅلرم جلدپه ،۱۵۳مخ کی ویلی دی، قال بعض المفسرین  فعلیکم یامعشرالمؤمنین  باتباع الفرقة الناجیة   المسماة باهل السنة والجماعة  فان نصرالله وحفظه وتوفیقه  فی موافقتهم  وخذلانه وسخطه ومقته فی مخالفتهم  وهذه الطائفة قداجتمعت الیوم  فی المذاهب الاربعة هم الحنفیون والمالکیون والشافعیون  والحنبلیو ن  ومن کان  خارجا من هذه المذاهب الاربعة  فی ذ الک الزمان فهومن اهل البدعة والضلال)یعنی  ویلی دی ځینودمفسرینوچی لازم سۍ ای ټولۍ دمومنانوله متابعت اوتقلیدسره  دهغی فرقې چی ناجیه ده چی نامداره سویې ده په اهل سنت اوجماعت سره ځکه چی نصرت  دالله پاک اوساتنه دده اوتوفیق دخدای په مواقت کی داهل سنت اوجماعت موجوددۍ اوترک دنصرت  دخدای اوناراضی اوعذاب دده په مخالفت کی  داهل سنت اوجماعت دۍ اودغه ناجیه طائفه چی اهل سنت اوجماعت دی   نن ورځ په څلورمذهبوکی سره را غونډسوی  دی چی حنفیان مالکیان شافعیان اوحنبلیان دی اوهرڅوک چی له دغوڅلورومذهبوڅخه خارج اووتلی وی  نوهغه په دغه زمانه کی  دبدعت اودضلالت له خاوندانوڅخه بلل کېږی، والسلام ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery