مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-07-02   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

څلورمذهبونه اوله هغوی څخه انحراف،۱۶برخه

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

څلورمذهبونه اوله هغوی څخه انحراف،۱۶برخه کشفی دلیلونه

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

 

بسم الله الرحمن الرحیم،محترمووروڼوپه دې برخه کی  دموضوع په اړه  کوم چی دڅلورومذهبوحقوالی  اوددوی دتقلید اوتابعدارۍ فرضیت  دۍ پر مسلمانانوباندی  اوداچی له دغوڅلورومذبوڅخه اوس مخالفت ضلالت اوبدعت دۍ کشفی دلیلوپه بیان پیل کوم  ،محترمووروڼولکه چی په خپل نوبت کی بې بیان درته راسی ان شاءالله داولیاء کراموکشف اوکرامت حق دۍ  په دې باندی زموږ عقیده ده اولیاءدخدای پاک نسبت ونوروته کوم چی دولایت ومقام ته نه وی رسېدلی ځانګړی  او چت مقام لری دوی وروسته له دې څخه چی یوه شرعی مسئله په شرعی دلیل ثابته ووېنی نوبیاکوښښ کوی چی له استلا ل څخه وعیان اومشاهدې ته ورپورته سی اوهم هغه مسئله  په کشف سره هم ثابته کړی ددوی په کشف کی کله ناکله غلطی هم راځی زه بې یونادرمثال درته ووایم یوه ولی ویلی دی چی فرعون له دنیا څخه سره له ایمانه تللی دۍ ځکه وماته په ده کښی دایمان نورکشف سو اوداخبره دشرعی دلیل له مخی ناسمه ده  ځکه دشرعی دلیل اوقرآنی آیاتوله مخی  فرعون په کفرکی هلاک سویدۍ نوداکشف غلط د ۍ یوبل ولی بیا ددغه مذکورولی دکشف وغلطی ته په اشاره کولوسره ویلی دی چی دغه ولی په فرعون کی په کشف سره دایمان فطری نورلیدلی دۍ کوم چی په کافراومسلمان په دواړوکی په مقتضی ددې حدیث چی(کل مولودیولد علی الفطرة)موجوددۍ نودغه ولی په دغه نورباندی دایمان کسبی دنورګمان کړیدۍ بهرحال دولیانوهمت ډېرلوړدۍ دوی صرف په تقلیداواستدلال سره اکتفانکوی بلکه کوښښ کوی چی په کشف سره هم هغه شی معلوم کی ،مولانارومی رحمه الله فرمایلی دی[ګرباستدلال کاردین بدی [فخررازی رازداردین بدی [پای استدلال پا چوبین بود]پای چوبین سست وبې تمکین بود]امام ربانی مجددالف ثانی رحمه الله په مکتوبات شریف کښی فرمایلی دی ،چی هرکشف چی داهل سنت اوجماعت له لاری څخه خلاف وی نوهغه غلط دۍ،تقلیداودڅلوروامامانوحقیت  هم یوه ستره مسئله ده نوپه دۍ باره کی هم اولیاووته کشفونه سویدی اودکشف له لاری داورته ثابته سویې ده چی څلورسره مذهبونه حق دی  اوپرمسلمانانوباندی دافرض دۍ چی دیوه له دوی څخه به تقلید کوی اوله څلورومذهبوڅخه وتل له اهل سنت اوجماعت څخه وتل دی چی یوله دوی څخه دعالم اسلام مشهوراوشهره آفاق ولی اوسترعلمی شخصیت  امام شعرانی رحمه الله دۍ چی شافعی مذهبه دۍ ده د خپل عالمی مشهورکتاب  میزان کبری داول جلدپه یوویشتمه صفحه کی داسی فرمایلی دی

 

(وقدتقدم ان الله تعالی  لما من  علي بالاطلاع علي عين الشريعة  رأيت المذاهب کلها متصلة بهاورأيت مذاهب الاربعة تجري جداولها کلها  ورأيت  جميع المذاهب التي اندرست قداستحالت  حجارة  ورأيت اطول  الائمة  جدولا الامام ابي حنيفة  ويليه الامام مالک  ويليه الامام الشافعئ ويليه الامام احمد بن حنبل واقصرهم جدولا مذهب الامام داود وقدانقرض  في القرن الخامس ،فاولت ذالک  بطول   زمن العمل  بمذهبم وقصره فکما کان  مذهب الاما م ابي حنيفة اول المذاهب المدونة تدوينافکذالک يکون  اخرهانقراضا  وبذالک قال اهل الکشف  ثم فلما نظرت الی مذاهب المجتهدين   وماتفرع منها في سائر  الادوارالی عصرنا هذالم اقدر اخرج قولاواحدامن اقوالهم عن الشريعة لشهودارتباطها کلها بعين الشريعة الاولی،]،پخوړ ددې بیان دادۍ چی دشریعت پرچینه باندی وماته کشفی اطلاع حاصله سوه اودمجتهدینودټولومذهبونه می له چینې سره دشریعت پیوسته ولیدل اوڅلورسره مذهبونه می ولیدل چی  له چینې څخه دشریعت اوبه پکښی بهېدلې اوهغه مذهبونه می چی نړېدلی دی اتباع یې ندی پاته سوی ولیدل چی ډبره سوی وواوترټولومذهبولوی جدول اولښتَی دامام ابوحنیفه رحمه الله دمذهب وو نودغه مذهب لکه چی ترټولومذهبومقدم اوړومبی  دۍ نوترټولووروسته پاته کېدوونکی به هم وی،والسلام ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery