مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-07-03   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

څلورمذهبونه اوله هغوی څخه انحراف،۱۷برخه

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

 څلورمذهبونه اوله هغوی څخه انحراف،۱۷برخه دوهم کشفی دلیل
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

بسم الله الرحمن الرحیم،محترمووروڼوپه دې برخه کی  دموضوع په اړه  کوم چی دڅلورومذهبوحقوالی  اوددوی دتقلید اوتابعدارۍ فرضیت  دۍ پر مسلمانانوباندی  اوداچی له دغوڅلورومذبوڅخه اوس مخالفت ضلالت اوبدعت دۍ، دوهم کشفی دلیل درته ذکر کوم محترمولکه چی په تېروځینوبرخوکی ما داخبره درته کړیې وه چی داسلامی امت مشهوراومقبول محدث شاه ولی الله دهلوی رحمه الله  په سنه ۱۱۴۳هجری کی دحرمینوشریفینووزیارت ته ولاړی هلته  دده دکامل ولایت اوباعمله قوی علمیت په وجه  په مستقیم ډول له رسول علیه السلام  سره دده  رابطه قائمه سوه ددغی رابطې په برکت چی دجناب رسول صلی الله علیه وسلم  له لوری کوم معلوماتونه وده ته  وسول  دلامذهبه خلګوپه مخ کی دی بې ادبی معاف وی نودغه مشاهدات اومعلومات ده سره جمع کړل  اوکتاب یې ورڅخه جوړکړاودفیوض الحرمین نوم یې باندی کېښودددغوفیوضاتوله جملی څخه یوه مشاهده دحنفی مذهب  دبهتر والی په باره کی  وه پرنورودریومذهبوباندی  چی دحنفی مذهب دترجیح دبیان پرمهال به ان شاءالله درته راسی اودوهمه مشاهده یې دمجتهدینواوامامانودحقوالی اوتابع دارۍ په ارتباط وه چی په دې اړه یی دکتاب عبارت په دې ډول دې(وایاک ان تخالف القوم فی الفروع فانه مناقضة لمرادالحق  ثم کشف انموذجا ظهر لې منه  کیفیة تطبیق السنة لیس فیه تاویل بعیده ولاضرب  بعض الاحادیث بعضا ولارفضا لحدیث صحیح بقول احد من الامة)یعنی دجناب رسول الله علیه الصلاة والسلام له لوری وماته وویل سول چی ګوره ځان ساته له  مخالفت څخه دقوم [مرادله قوم څخه دحنفی مذهب امامان دی چی امام اعظم اواما م ابویوسف اوامام محمدوغیرهم دی]په فرعی اوفقهی مسئلوکی  ځکه مخالفت ددوی  دالله پاک له مرادڅخه مخالفت دۍ  بیارسول  علیه السلام یوقسم نمونه راښکاره که چی له هغې څخه وماته دامعلومه سوه چی دامامانوپه اقوالوکی نه دکوم صحیح حدیث مخالفت راغلی دۍ اونه دوی په کوم حدیث کی له مطلب څخه لری تاویل کړیدۍ اونه ددوی داقوالوپه وجه کوم ټکرپه حدیثوکی واقع سویدۍ،والسلام ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery