مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-07-05   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

څلورمذهبونه،۱۸برخهدتیروبرخوپخوړ

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

څلورمذهبونه،۱۸برخهدتیروبرخوپخوړ

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 قدرمنواسلامی وروڼو په هغه وخت کی چی دتابعینواودتبع تابعینواویاڅه را وروسته دورؤ،نومجتهدین علماء بېخی ډېر وودهرمجتهدپه قول چی چاعمل کولای اومقلد کېدلای ئې نوصحیح کاروودشرعی قاطعونصوصوآیاتونواونبوی حدیثونوله مخی   کوم چی په آینده کی به په تفصیل سره درته راسی ان شاءالله اجتهاداوتقلیددواړه په شرېعت کی ضروروری کارونه دی اوانکارورڅخه په قوت کی دانکار دشریعت دۍ،په کوم چاکی چی به داجتهاد شرطونه موجودوونوهغه به دهغومسألوپه باره کی اجتهادکاوواودقیاس  اواجتهادله لاری بې دهغوی شرعی حکم معلومه وَی کوم چی دهغوی په باره کی به ایت یاحدیث یاقول دصحابی موجودنه وواوپه کوم چاکی چی به داجتهادشرطونه موجودنه وونوهغه به په حتمی ډول دمجتهدتقلیدکاووداسلسله داصحابوله وخت څخه را شروع وه خوپه مروردزمانې سره دنورومجتهدینوپیروان پاته نه سوه اونه ددوی ومذهبواواجتهادی مسائلوته دتدوین اوتصنیف په شکل کی کوم نظم اوتحفیظ ورکړسوصرف ددغومشهوروڅلوروامامانومذهبونه منظم اومدون سول  اوترموږپوری په واقعی توګه راورسېدل اوداسی خلګ تازه اونوی هم څوک پیدانسول چی داجتهادومرتبې ته ورسېږی نوپه دې سبب دامت حقانی اومسلموعلماؤدافیصله صادره کړه چی پرهرمسلمان باندی دافرض اولازم کاردۍ چی په څلورومذهبوکی به دیوه مقلداوتابع وی اودا وهیڅ مسلمان ته روانده چی له دغوڅلورومذهبوڅخه  دباندی ځان ته لارغوره کړی   دامت مسلمه له دغوفتوی ورکوونکوعلماؤڅخه ځنی علماءپه لاندی شرحه دی دوی داخبره هم کړیې ده چی اهل سنت اوجماعت هم فقط وفقط ددغوڅلورومذهبوپیروان دی

(‍۱)سترامام مفسراومحدث اوصوفی قاضی ثناءالله رحمه الله ، متوفی ،سنه ۱۲۲۵، التفسیرالمظهری  جلد،۲،ص ۶۴،

(۲)ابن خلدون په خپلی مقدمه کښی،ص،،۱۰۱۷

(۳)شاه ولی  الله رحمه الله، عقدالجید،ص ،۳۷،

(۴)شاه ولي الله دهلوي ،عقدالجيد،ص،۳۶

(۵)عمدة الاصول في احاديث الرسول، ص،۹۷

(۶)شيخ خليل احمدسهارنپوري في المهندعلی المفند،ص،۴۱،

ميافقيرالله رحمه الله تعالی ،قطب الارشادص ۱۰۷

(۸)نورالانوار بحث الاجماع

صاحب بحرالرائق في الاشباه   في الفن الاول  القاعدة الاولی

علامه طحطاوی ددرمختار  دشرحی دڅلرم جلدپه ،۱۵۳مخ کی

(۷)، نواب صديق حسن الحطة في ذکر الصحاح الستة)

(۸)مناوی فی فیض القدیر شرح الجامع الصغیر،ج۱ص۲۷۰

(۹)ابن عبدالبرفی الاستذکار،ج۷

(۱۰) محقق ابن الهمام صاحب فتح القدیرفی التحریر

(۱۱)صاوی فی حاشیة جلالین

 (۱۲) امام شعرانی فی المیزا ن الکبری،ج۱

والسلام ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery