مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-07-08   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دڅلورومذهبولړۍ،۱۹برخه دتقلید مهم مقدماتی بیان

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

دڅلورومذهبولړۍ،۱۹برخه دتقلید مهم مقدماتی بیان

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

 

بسم الله الرحمن الرحیم،زمادینی اومذهبی وروڼودڅلوروامامانوخصوصاً دامام اعظم رحمهم الله دامامت اوحقیت اوعظمت دشان د دوی ته اودارنګه وبیان ته دترجیح دمذهب دامام اعظم پرنورودریومذهبوباندی  په یوه موقع کی ددې لړۍ  بیرته راګرځېدونکی یم خوله مخه  تردې ددغولاندی مطالبوپه اړه علمی تحقیقات  اودمنکرینودشبهوجوابونه درته وړاند کوم،۱،دتقلیدلغوی اواصطلاحی معنی ،۲،دتقلید نامشروع اومشروع قسمونه،۳،دشرعی  مطلق اوعام تقلید اثبات  په قرآنی آیاتو اوپه نبوی حدیثوسره اوداصحابوپه عمل اوقول سره ،۴،دشرعی شخصی تقلیداثبات په مذکوره دلائلوسره،۵،دمخالفینواومنکرینودشبهوازاله اوددوی دبې مانا استدلالاتومنصفانه قطعی جوابونه،۶،ددې خبری اثبات چی قیاس   په څلرمه درجه کی شرعی حجت دۍ،۷،دقیاس له حجتیت څخه دمنکرینوشبهې اودهغوی   مستنداوقاطع جوابونه ،اودارنګه  به  دنورو  مهموموضوع ګانو کوم چی  داهل بدعت اوداهل سنت اوجماعت پکښی  سخت اختلافات دی په اړه تفصېلات  دتقلیددلړۍ په جریان کی ان شاءالله درته راسی، دتقلید په اوله برخه کی دامت مسلمه په  عالمی  کچه دمقبولواوحقانی علماؤله قولوڅخه هم په ښه توګه  وداسی ته دشرعی عام اوشخصی تقلید ددواړوحقوالَی ښه ثابت سو ځکه دامت داډول ستروعلماؤچی دتقلیدپر فرضیت باندی فتوی ورکړیې ده اودایې ویلی دی چی پرهرمسلمان باندی دافرض دې چی دیوه له څلوروامامانوبه مقلدوی  نوداخبره خو دوی له خپلوځانوڅخه نده کړیې بلکه حتما یې دشرعی دلائلوله مخی کړیې ده ،دعلماؤاوطالبانودپاره خوبه په زړه پوری دلائل ان شاءالله راسی،خودعاموخلګودپوهه ولو  دپاره زه یوه اسانه خبره کوم هغه داده چی داخووهرچاته معلومه ده چی  مسلمانان ټول په دغوڅلورومذهبوکی سره راغوڼددی  اوکوم خلګ چی ځانونه مسلمانان بولی اوپه دغوچهارګانه مذهبوکی داخل ندی  اوله شیعه ؤڅخه ماسوی دی  په اخیره درجه  کی  لږاومعدودخلګ دی دڅلورومذهبوخلګ  ټول تقلیدحق بولی  قیاس شرعی دلیل بولی اوله مذهب څخه وتل ناروابولی نوکه تقلیدنارواسی مذهبیت نارواسی  اولامذهبیت حق سی نوایامسلمانان اومحمدی امت  به همدایوڅولامذهبه خلګ سی اوالله پاک چی ددغه دین دحفاظت وعده کړیې ده نودهغې وعدې  نتیجه به  صرف  دغه یوڅوتنه له تقلیدڅخه منکرخلګ سی وبس اودارنګه به له اوس څخه شروع بیا دتابعینواواصحابوترزمانې پوری  چی  څه مسلمانان اولوړلوړعلماءامامان محدثین فقها، اومصنفین تېرسویدی   دابه ټول په ضلالت کی تللی وی  اوسره له دې چی  سواداعظم دمحمدی  امت صرف اوصرف هغه مسلمانا دی چی دتقلیدمنونکی دی،داعلاءالسنن کوم چی وهرچاته  منل سوی کتاب دۍ په حدیثوکی  دتقلیداودنه  تقلیدپه اړه یوعبارت درته رانقل کوم علماءدې په غوروګوی محدث اوناقدالحدیث علامه ظفراحمدعثمانی داعلاءالسنن  دمقدمې ددوهم جلدپه ،۴مخ کی داسی ویلی دی

الفائدة الثالثة ،قدحدث في شرالقرون فرقة زائغة يسبون   الائمة   ويذمون التقليد  ويدعون الناس الي ترکه مع  ان اجل مطاعنهم وکل دلائلهم مبنية علی التقليد لمن سبقهم   لانهم يقولون . خالف الا مام ابوحنيفة  في المسألة الفلانية الحديث الصحيح،فان قلت ، کيف عرفت انه حديث صحيح ؟يقولون صححه الحافظ في«الفتح» وصححه فلان وفلان ،ولايعرفون انه لماعرفت انه لمايجز لهم تقليدابي حنيفة کيف جاز لهم مثل  ابن حجر؟ولماحرمتم التقليد  فکيف وجب علي ابي حنيفة تقليد ابن حجر وامثاله في تصحيح  مايصححون وتضعيف مايضعفون،وکيف وجب عليه  ان يفهم من الحديث علي تقديرالصحة مافهمه ابن حجره وغيره ،  فهؤلاء في الحقيقة اشد تقليدا من المقلدين ،،والسلام ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery