مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-07-10   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دڅلورومذهبولړۍ(۲۰)برخه دتقليدمعنی اوقسمونه

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

دڅلورومذهبولړۍ(۲۰)برخه دتقليدمعنی اوقسمونه
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

بسم الله الرحمن الرحیم،

محترمووروڼو دتقلید لفظ په اصل کی  قلاده امېل ،غاړه ګی وغیره دیوشی په غاړه ورځړولوته ویل کېږی  اوپه فقهی استعمال کی دغه لفظ کله کله په د ې معنا هم راځی  چی دمسلمانانوامیر ویوچا ته د قضا وغیره وظیفه ورپه غاړه کی وروې سپاری  خوهغه تقلید چی  موږدلته نفیًاً یا اثباتًاً بحث ورڅخه کوو  پردوه قسمه دۍ یوشرعی تقلید دۍ کوم چی شریعت یې پرغیرمجتهدینوباندی فرض بولې اوبل غیرشرعی تقلید دۍ  کوم چی شریعت یې  ناروا بولی دشرعی تقلید تعریف  دشریعت او دعلم اصولوعلما ؤپه لاندی شرحه کړیدۍ

(۱)دحسامي په حاشيه کښي  په (باب متابعة الرسول ) په صفحه (۸۶) کښي چی   له شرح مختصر المنار څخه ئې نقل کړيدي  اوداعبارت دنورالانوارپه بحث دتقليد کښي هم دي   داسی راغلی دی

( التقليداتباع الرجل غيره فيماسمعه  يقول  اوفي فعله علی زعم انه محق  بلا نظرفي الدليل)یعنی په شریعت کی تقلید ودې ته ویل کېږی  چی یوسړی دبل  چا تقلیدوکړی  یاپه هغه خبره کی چی له ده څخه یې واوری اویاپه یوکارکی د ده پرګمان ددې باندی  یاپراعتقادددې باندی چی دغه سړی خاونددحق دۍ  بې له دې چی  دهمدغه قول یافعل په دلیل کی نظر اوفکرووهی (۱)

امام غزالي رحمه الله تعالی  په کتاب المستصفي صفحه (۳۸۷)کښي ويلي دي ( التقليدهوقبول القول بلا حجة )یعنی تقلید ودېته ویل کېږی چی دبل چا قول ومنل سی اوتابعداری یې وسې بې له معرفت څخه ددلیل دقول دهغه( ۳)په مسلم الثبوت کښي ذکرسويدي چي(التقليدالعمل بقول الغير من غيرحجة )یعنی تقلید عمل کول دی په قول دبل  چا بې له معرفت څخه ددلیل دهغه قول،مطلب دادۍ چی معتبرکتابوچی کوم تعریفونه دتقلید کړی دی دټولو مآل ویوه مفهوم اویوې معنا ته راځی اوله ټولوڅخه دامضمون فهمېږی چی په تقلید کی دمقلد دپاره دهغه چا قول یافعل سنددۍ کوم چی دی دهغه تقلیدکوی چی مجتهددۍ اودکوم دلیل له مخی چی مجتهددغه قول یافعل کړی وی نودهغه دلیل زده کړه ومجتهدته ضرورده نه ومقلدته ځکه مقلدته دهغه دلیل دمعرفت صلاحیت بې له توسط څخه دمجتهدحاصل ندۍ په مسلم الثبوت کی راځی(واما المقلدفمستنده قول المجتهد) یعنی هرڅه چی  مقلددۍ نودهغه دپاره مستنداودلیل دمجتهدقول دۍپه تنقیح الحامدیه کی چی په حنفی فقه کی قوی اومعتبره  فتاوی ده په ج۲ص۳۶۸ کی راغلی دی چی یوه حنفی مقلد ته داروانده چی ووایی چی دغه صحیح حدیث وامام ابوحنیفه ته ندۍ رسیدلی یعنی نودده قول چی له دغه حدیث څخه مخالف دۍ با یدمتروک سی،ځکه چی مقلد به داعقېده لری چی داحدیث وابوحنیفه رحمه الله ته رسیدلی دۍ خودده په نزدیاصحیح ندۍ اویا تا ویل پکښی سویدۍ پاته سوه داخبره چی امام صاحب ویلی دی چی کله که یوحدیث صحیح ؤاوزماقول دهغه مخالف ؤنوزمامذهب همدغه حدیث دۍ نو دادهرچا دپاره ندۍ لکه چی تحقیق بې په خپل ځای کی ان شاء الله راسی ـ

په څلورمه برخه کښي به ان شاءالله دنارواتقليد بيان اودلائل درته راسي اوله پنځمي برخي څخه به  دشرعي تقليدداثبات په دلائلوشروع وکړه سي ورسته به له تقليدڅخه دانکار کونکو دشبهواودهغودجوابوبيان انشاءالله تعالی درته راسي ـ

والسلام ومن الله التوفيق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery