مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-07-12   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

محاسن الاسلام(۴۹) نېکی توصیې دامام اعظم۷وصیت

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

محاسن الاسلام(۴۹)برخه  نېکی توصیې دامام اعظم اُوم وصیت
 ، علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
بسم الله الرحمن الرحیم

محترمووروڼوپه دې برخه کښي دامام اعظم رحمه  الله تعالی له هغووصيتوڅخه چي  وخپل زوۍ حمادرحمه الله  ته یې   کړيدي د اوم وصيت بيان درته کوم چي په دې ډول دۍ
 (والسابع ان  لاتستهين احدا من الناس عليک،)

یعنی امام اعظم رحمه الله وخپل زوی حمادرحمه الله ته وفرمایل چی اوم وصیت زما وتاته دادۍ چی خواربه نګڼی هیڅوک له خلګوڅخه پرتا باندی تفصیل ددې وصیت دادۍ چی زموږاوستاسی مبارک امام وخپل زوی حمادته په وصیت کی وویل چی هیڅ انسان ته به په خواره اوسپکه سترګه نګورې پرتا باندی بایدیوڅوک هم بې قدره نه وی اویوڅوک هم بایدترځان کښته ونه بولې ،اسلام دداسی بشردوستوزمریانودین دۍ پرته له اسلام څخه به یوڅوک داسی مثال پېښ کړی چی یوه یهودی حبراوامام دی یایوه عیسایی اسقف یاراهب دی یادکوم بل دین والا مشردی خپل اولا دته دامام اعظم رحمه الله پشان  اخلاقی درس ورکړئ وی  اودعام بشروخیرخواهی  ته دې متوجه کړی وی دلته یوسوال پیداکېږی چی جواب غواړی سوال دادۍ چی ډېر داسی خلګ سته چی شریعت اسلامی مسلمان په دې سره امرکوی چی په سپک نظر به ورته ګوری اهانت بې کوی لکه مجاهرفاسق ،مبتدع ،کافروغیره نودامام  اعظم رحمه الله دغه  مذکوروصیت به دشریعت له رویه څنګه صحیح سی چی ده وزوی ته وویل چی هیڅوک به سپک اوخوارنګڼې  ،جواب ددې سوال دادۍ چی دلته دوه حیثیته دی یوداچی یوڅوک له دې وجی سپک اوخواروګڼې چی په تاکی کبراوغروراوعجب موجودوی  نوددغوخبیثوصفاتوپه سبب یې ترځان کښته ګڼې اوپه خواری ورته ګورې  دوهم داچی دده دکفریافسق  یابدعت یاداسی بل  نارواصفت په وجه په حقارت  ورته وګورې  اودشریعت په حکم یې سپک وګڼې دامام اعظم رحمه الله اول حیثیت مقصودؤهمداسبب دۍ چی امام ربانی رحمه  الله په مکتوبات شریف  کی  اومیافقیرالله په قطب الارشادکی ویلی دی  چی  هغه سړی هم متکبردۍ چی  تریوکافرځان بهتروبولی ځکه چی  خاتمه مستوره ده، اسلام تواضع خاکساری دانسان درفعت اولوړوالی سبب ګڼی اوکبرعجب دخدای مخلوق ترځان کښته ګڼل  دانسان دذلت اوابدی تباهی عامل بولی  لکه چی داسلام پیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایلی دی (من تواضع لله رفعه الله )کبردهغوغټوګناؤله جملې څخه دۍ کومی  چی ترهرچاله مخه دهغوی ارتکاب شیطان کړی دۍ، په بسم الله کی چی اول حرف  چی دبالفظ دۍ په زېرسره راغلی دۍ  دطریقت علماؤذکرکړی دی چی څرنګه چی بسم الله  الله پاک دخپل کلام په ابتداکی راوړیې ده نوددې اول حرف یې مکسورکړیدۍ  له پاره داشارې ودېته چی انسانه ستا رفعت اولوړوالی په انکساراوشکستګی دنفس کی دۍ ،یوه بزرګ عالم په خپله رساله کی ذکرکړی دی چی یووخت په یوه تنګه  کوڅه کی په داسی حال کی چی باران دغه کوڅه سخته چکړکړیې وه راروان ؤسپئ په مخه ورغی نودغه عالم ودریدی چی داسپئ به ګوندی دخټووخواته ورکښته سی  ځکه دی که په خټوککړسی هم باک نکوی خوسپئ هم ودرېدی په دې امیدچی دامولانابه دخټووخواته ورکښته سی نواخیرمولاناوسپی ته لارورایله کړه اوله لاری څخه دخټی وخواته ورشیوه سونوسپئ الله په خبروراوستی اوودغه عالم ته یې وویل چی مولانااکه دی وماته په دې سبب لارنه وای راکړیې چی داخویومردارسپئ دۍ اوزه انسان یم بیامولانایم نوپه داسی مرداری به کړسوی وای چی بیابه دی دپاکوالی امکان نه ؤچی هغه دکبراودعجب مرداری ده اوس که دی کالی یوڅه په خټه سی نودااسانه کاردۍ بیرته بې پرېولې ـ
والسلام ومن الله التوفیق په دې اړه نوربیا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery