مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-07-13   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

تصوف اوعرفان(۳۷ برخه

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

 

تصوف اوعرفان(۳۷ برخه

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان  الله له ودامت برکاته

بسم الله الرحمن الرحيم ،
محترموپه دین مینواوله ضلالت اوبدعت څخه اودکلماجاءت امة لعنت اختها له مصداق څخه پاکواوصافووروڼوپه تېروبرخوکی دتصوف دحقوالی داثبات په خاطراودارنګه دتصوف له حقانی واقعیت څخه دمنکرینودانکاردبطلان په منظورماوتاسی ته داسلامی امت  دواقعی پیشوایانو لکه څلورامامان وغیرهم قولونه اونظرونه بیان کړل  دابه  ډېر له عقل څخه لاهم  اسلام  خوڅه کوې مخالف څوک وی چی دامت مسلمه څلورسره امامان دی تصوف په اعلی درجه کی داسلام یوجزبولی اوبیادی هم یوڅوک تصوف داسلام دپاره  فتنه بولی اوکوم حقیقت چی دَی یې لری  هغه دی په تصوف ورتپی  اوپه دې لټه کی وی چی  په یوه اوبله بهانه   له اسلام څخه اجزااوټوټې کاټ کړی  ترڅوچی اسلام  پرمخ منعدم کړی  دتېری سلسلې وپاته برخوته بیادوهم ځل ان شاءالله اعاده کوم خوپه دې برخه کی په یوبل عنوان اوتعبیردتصوف حقیت درته په ډاګه کوم  هغه  داچی  تاسی راسۍ چی  یوځل بیا په دې کی  فکروکړوچی د  تصوف  غایه اومقصدڅه دۍ ، محترمووروڼودتصوفوغایه اومقصدهغه شیان دی کوم چی  په اسلام کی یادهغوی راوستل  په خپل ځان  کی پرهرمسلمان باندی فرض د ۍ  اویا دهغوی لری کول له خپل ځان څخه پرهرمسلمان با ندی فرض دۍ  اویاهغه شیان دانسان داُ چتو اوعالی مقاماتوسبب ګرځی  توضیح ددې خبری داده چی  پرهرانسان باندی دافرض دۍ چی دَی خپل نفس له رزیلواوخبیثواخلاقوڅخه تزکیه اوپاک ګړی  لکه چی الله پاک فرمایلی  دی  (قدافلح من زکیهاوقدخاب من دساها)یعنی  په تحقیق سره کامیاب اوبامراده سوهغه څوک چی خپل نفس یې له بدواخلاقوڅخه  پاک کړاوپه تحقیق سره  زیان مند ددنیا اودآخرت سوهغه څوک چی پټ یې  کړنفس  خپل په بدواخلاقوسره همدارنګه الله پاک په یوه بل آیت کی فرمایلی دی(قدافلح من تزکی) یعنی په تحقیق سره کامیاب سو هغه څوک چی ښه پاک سو مطلب داچی نفس دده ښه پاک سوله بدواقوالو،اوله ناروااخلاقواوله فاسدوعقیدواوافعالوڅخه  دنفس پاکول له دغوذکرسویوناواشیانوڅخه  تزکیه بلل  کېږی  مثلا پرهرانسان باندی دافرض ده چی که خرابی عقیدې پکښی موجودی وی اویاخراب خویونه په ده کی موجودوی لکه کبرعجب ریابخل وغیره  نوله هغوی څخه ځان اوخپل نفس پاک کړی  دتصوف له  اهمواهدافوڅخه یوهدف هم دغه تزکیه ده دطریقت مشائخ زیارباسی  چی دسالک اومرید دنفس تزکیه وکړی   تصوف وانسان ته دخبیثواخلاقو په باره کی  معلومات ورکوی اودهغودینی اودنیوی اواخروی ضررونه  ورښه یې او له ځان  څخه دهغوی  دلری کولوطریقې اولاری ورښه یی اودارنګه  دتصوف له اهدافوڅخه دوهم سترهدف تحلیه دۍ تحلیه مانا ښه اوغوره اخلاق په ځان کی راوستل دطریقت استاذان کوښښ  کوی چی وروسته له دې چی  انسان له خبیثواخلاقوصفاسی  نودَیْ  بایدپه ښواخلاقوسره لکه تواضع  اخلاص  حسن  خلق سخاوت شجاعت وغیره   ښایسته  سی  دارنګه دتصوف دهرهدف مأخذقرآن اوحدیث دۍ  چی په راروانوبرخوکی بې  تفصیل ان شاءالله درته راسی اوس به  دمولانا رحمه الله په دغه بیت باندی  بیان ختم کړوچی وایی(درنیابدحال پخته هیچ خام »پس سخن کوتاه با یدوالسلام)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery