مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-07-14   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

څلورمذهبونه،۲۲برخه دنارواتقلیدبیان

علامه محمد معین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

څلورمذهبونه،۲۲برخه دنارواتقلیدبیان

  علامه محمد معین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

بسم الله الرحمن الرحیم،قدرمنووروڼولکه په تېره برخه کی چی می درته وویل اسلام په ډېرشدت اوزورسره له غیرمشروع اونارواتقلیداوتابعداری دیوچا څخه  منع کوی  چی هغه  داسی تابعداری ده چی دالله اودهغه درسول له حکم سره په ټکرکی وی مثلاًدوالدینویعنی دموراوپلارتابعداری پراولادباندی فرض عین ده خوکله که دوالدینوامراوحکم دالله له حکم څخه مخالف واقع سی نوبیااولادپه دې سره مکلف ګرځی چی ددوی تابعداری به نکوی الله پاک دلقمان دسورت په ،۱۵آیت کی فرمایلی دی چی که چېری موراوپلارتامجبورکی  پرشرک اوپرکفرباندی نوبیاته ددوی اطاعت مکوه،آیت کریمه دادۍ

وَإِنْ جَاهَدَاكَ عَلَى أَنْ تُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا(۱۵)سورةالقمان،، دارنګه په هرنارواکارکه والدین واولادته امروکړی  اویایې له فرض کارڅخه لکه لمونځ یاجهادپه هغه صورت کی چی جهاد فرض عین وی  رامنع کړی نوپه دغه صورت کی به ددوی خبره اولادنه منی ځکه دانارواتقلیددۍ،خوکه له دې څخه څوک دااستلال را اوباسی چی که موراوپلاریوڅوک په لمانځه سره امرکړنواطاعت بې نکوی ځکه چی الله فرمایلی دی  چی که موراوپلارته پرشرک باندی مجبورکړې نواطاعت یې مکوه نوتاسی به پردغه ډول سړی  باندی څنګه  فیصله اوباسئ  محترموتاسی دالمائده دسورت د،۱۷۰آیت په مضمون کی غوروکړۍ چی  په داسی حال کی چی الله پاک وکفاروته  ددوی پرنارواتقلید کوم چی دخپلوپلرواونیکه ګانویی کړی ؤزجراوسرزنش ورکړیدۍ  وشرعی تقلیداودهغه وضرورت ته اشاره کړیې ده،آیت دادۍ

وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنْزَلَ اللَّهُ قَالُوا بَلْ نَتَّبِعُ مَا أَلْفَيْنَا عَلَيْهِ آبَاءَنَا أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ شَيْئًا وَلَا يَهْتَدُونَ (170)سورة المائدة،په دغه آیت کی الله پاک دکفاروله حال څخه حکایت کوی چی کله چی ودوی ته وویل سی چی تابع سۍ دهغواحکامو،دهغه کتاب چی نازل کړیدۍ الله پاک نووایی دغه کافران چی نه بلکه موږتابعداری کوودهغی لاری چی موږخپل پلرونه پرهغې لاری باندی لېدلی دی الله ددوی ددغی خبری په ردکی فرمایلی دی چی ایادوی دخپلوپلرولارنه پرېږدی  اوتابعداری یې کوی که څه هم ووپلرونه د دوی چی نه پوهېدل په هیڅ شی باندی اونه یې هدایت قبلَویْ  نوالله په دغه  قول کی دهغه چاتقلیداوتابعداری نارواکړیې ده چی هغه په خپله دونه په جهل اوفسادکی غرق وی چی نه په خپله په یوشی خبروی نه خدای پېژنی اونه اخرت اودنیا پېژنی اونه له بل چاڅخه دهدایت خبره قبلوی لکه دهمدغوکفارومړه سوی پلرونه اودآیت په عین الفاظوکی ودېته ښکاره اشاره سویې ده چی که یوڅوک دعلم خاوندوی په حق پوه وی هدایت یافته وی نودهغه بایدتقلیداوتابعداری وکړه سی،په  هرحال اوس خوزه محترمودنارواتقلیددلیلونه درته بیانوم دشرعی تقلیدذکربالتبع کوم په خپل نوبت کی به دشرعی تقلیددثبوت  خپل دلائل ان شاءالله درته راسی خوهغه څوک چی شرعی تقلیدنه منې په دغه آیت هم دلیل نیسی اوس تاسی فکروکۍ داستدلال حاصل خویی نوداسی کېږی چی دڅلورامامانوکوم چی په اعلی درجه په ایت اوحدیث خبراودالله اودهغه درسول تابعان دی اوپه لوړه کچه یې هدایت قبول کړیدی په هغومسئلوکی چی دهغوی په باره کی ښکاره ایت اوحدیث اوقول دصحابی نه وی اودوی داجتهادپه زورسره دهغوی شرعی حکم له آیت یاله حدیث څخه رایستلی دی تقلیدروانه دۍ ځکه په دغه آیت کیا لله دکافرانواودبې علمه اوبې هدایته خلګوتقلیدنارواکړیدۍ اوس نوتاګزپرکښېږدۍ چی څنګه کېږی والسلام ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery