مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-07-16   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دمذهبولړۍ،۲۳برخه شرعی تقلید

علامه محمد معین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

دمذهبولړۍ،۲۳برخه شرعی تقلید
علامه محمد معین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

بسم الله الرحمن الرحیم،محترمودینی وروڼوله دغودریوشیانوڅخه انکارچی  دمجتهدینواجتهادقیاس اوتقلیددۍ  له عقل اونقل څخه خلاف دۍ اوداپه قوت کی ددې دۍ چی لکه له دین څخه  چی څوک انکاروکړی ،انکارله تقلیدڅخه په قوت کی ددې دۍ چی  دغه سړَی نوپه حقیقت کی له حدیثوڅخه هم منکردۍ  اودامستلزم دانکاردقرآن  اودشریعت ګرځی  په هرحال یودلیل داثبات دشرعی تقلیددادۍ چی که تقلید ونه منل سی  نوبیابه په حدیثودنبی علیه السلام عمل کول ممکن نسی  ددې خبری د اثبات  اوتوضیح دپاره دمقدمة اعلاءالسنن د،۲۸۱مخ  لاندی عبارت  وګورۍ

واما المنکرون للتقليدفلايمکن منهم  العمل  بالحديث  علی اصلهم اصلا،لان العمل  به لايمکن  الابتقليد بعض العلماءِ في ان هذالحديث  صحيح،وهذاضعيف،وهذايجب العمل به  وهذالايجب به العمل،بل يجوز ا ويستحب اويحرم  الأخذبه ،وهذاکماتری کله تقليد في الاحکام  فأن کون الحديث  واجب الاخذ  به وبالعکس،اويحرم الأخذ به وبالعکس   من الاحکام حتماًـ

ولذاذکر الفقهاء  بحث السنة قبولها وردها  والأخذ بها وترکها واحکام  الرواة في الفقه واصوله ،لکونه مادة الأحکام وهؤلاء ينکرون التقليد والقياس والأجتاد( في الاحکام رأسا ) فکيف يقلدون المحدثين في هذه ؟  وکيف يجعلون  ظنهم واجتهادهم في تصحيح الاحاديث وتضعيفها  حجة  وقدبينا غير مرة ان صحة الحديث وضعفه  وثقة الراوي وضعفه  کله يدور علي  ذوق المحدث وظنه  واجتهاده  ولذالک نشأالاختلاف بينهم في ذالک  فهذايضعف حديثا  وآخريصححه ، وهذايضعف رجلا وآخريوثقه  وهل هذا  الالاختلاف الظنون  فافهم )حاصل دادۍ چی عمل په حدیث موقوف دۍ پرتقلیدباندی  ځکه چی عمل په حدیث موقوف دۍ پردې بدی چی ته به دعلماوودحدیث په دې باب تقلیدکوې چی داحدیث صحیح دۍ اوداصحیح حدیث ندۍ اوداحدیث  ضعیف دۍ یاداموضوعی دۍ اوپه دې حدیث سره عمل واجب دۍ مثلانوچی یوڅوک له تقلیدڅخه منکروی نوبیادَی دحدیث صحت او ضعف وغیره په څه معلوموی اوچی معلوم یې نکړی نوبیا په حدیث عمل څنګه کوی  دعلماؤدحدیثو  تقلیدکول له جملې څخه دتقلید په شرعی احکاموکی دۍ او علماءدحدیثوچی دحدیث تصحیح یاتضعیف وغیره کوی  نودادوی دذوق اوخپل ګمان اواجتهادله لاری څخه کوی  حال دادۍ چی له تقلید څخه منکرحضرات دعلماؤدحدیث تقلیدپه ډېر شدت سره کوی،ددوی له حال سره د ملانصرالدین یوه قصه مناسبه راته ښکاره سوه،ملانصرالدین  پرخره باندی  سپوردۍ ښځی په مخه ورغلې  اودخوشایوانباریې هم ومخ ته رای په دغه وخت کی خره پرانبارباندی وغورځاؤاوښځوباندی وخندل ده سره له دې چی پرانبارباندی غورځېدلی پروت دۍ له ځانه سره وویل چی اوس یې بیا ډېرپردغه انبارغورځولی وم منکرین دتقلید سره له دې چی له تقلیدڅخه ځغلی ترهرچا بې اختیاره په تقلیدکی غرق دی  ،والسلام ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery