مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-07-20   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دمذهبولړۍ ،۲۴برخه دشرعی تقلیداثبات

دمذهبولړۍ ،۲۴برخه دشرعی تقلیداثبات

علامه محمد معین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

بسم الله الرحمن الرحیم،

محترمودینی وروڼودشرعی  تقلیداثبات هم په قرآنی  آیاتوسره سویدۍ اوهم په نبوی حدیثوسره سویدۍ  اوهم په اجماع دصحابه ؤسره سویدۍ  اوهم دتابعینواوتبع تابعینوکوم چی دخیرالقرون دزمانوخلګ دی په عمل اوپه قول سره سویدۍ اوپه صحیح قیاس اوعقلی دلائلوسره اوهم دامت مسلمه دمسلمواومعتمدوعلماؤپه اقوالوسره سویدۍ  چی دهریوه بیان به ان شاءالله درته راسی ،محترمو انکارله شرعی تقلید څخه یوبې مثاله ګام پورته کول دی په لارکی دتخریب ددین  اوپه لارکی  دفتنه انګېزۍ په منځ کی دمسلمانانوحضرت  مولانا اشرف علی تهانوی  کوم چی وغیرمقلدینوته هم مقبول  شخصیت دۍ دخپل کتاب الاقتصادپه ۳۹ مخ کی فرمایلی دی  چی  له ترک اوپرېښودلو څخه دشخصی تقلید په دغو پنځه دینی فسادونوحتماً انسان  مبتلا کېږی  اول بې اخلاصی اوبدنیتی په علم اوپه عمل کی   دوهم   دین دنفسانی خواهشاتوتابع ګرزول  دریم له هغوکاروڅخه دځان نه ساتل کوم چی ودین ته ضرررسوی   څلرم  داهل حق داجماع مخالفت کول  پنځم  داسلام  حقیقی له دائرې څخه وتل مطلب داچی یوڅوک  چی په  موجوده زمانه کی په څلورومذهبوکی دیوه هم مقلدنه وی  نودهغه سړی به په علم اوعمل اوپه طاعت اوعبادت کی  نیت فاسداوخراب وی  اونفسانی خواهشات بې پردین باندی غالبه وی  دنفس دغلطوخواهشاتوبه تابع وی اوپه هغوکاروبه اخته وی چی دده ددین دپاره ضرروی اوداجماع دامت به کوم چی دریم شرعی  دلیل  دۍ مخالف وی  اوودېته به نزدې وی چی له دغه سرسری اوسطحی اسلام څخه هم خارج سی  دادمولانا اشرف علی تهانوی رحمه الله دبیان تفصیل ؤما په له مخه برخوکی دوه قسمه  ډېرقوی دلیلونه وتاسی ته دشرعی  تقلیدداثبات دپاره بیان کړل اول دامت مسلمه دمسلموعلماؤقولونه دوهم الزامی دلیل چی په عین حال کی تحقیقی دلیل هم دۍ هغه داچی غیرمقلدین دحدیثودعلماؤتقلیدپه دې باره کی فرض بولی چی په فلان حدیث عمل صحیح دۍ  اوپه فلان حدیث ندۍ صحیح وهکذااوداپه حقیقت کی بعینه هغه تقلیددۍ  کوم چی دوی انکارهم ورڅخه کوی  په دې برخه کی دهغوایاتوله جملې څخه ځینی آیاتونه درته ذکرکوم کوم چی علماؤدتقلیدداثبات دلائل بللی دی اوتفصیل ددغوایاتوبه په راتلونکې برخه کی ان شاءالله درته راسی ایاتونه دادی،اول آیت

وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ إِلَّا رِجَالًا نُوحِي إِلَيْهِمْ فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ (43)النحل

دوهم آیت،

اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ (6) صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ (7)

دریم آیت

) وَإِذَا جَاءَهُمْ أَمْرٌ مِنَ الْأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُوا بِهِ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُولِي الْأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنْبِطُونَهُ مِنْهُمْ وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ لَاتَّبَعْتُمُ الشَّيْطَانَ إِلَّا قَلِيلًا ۸۳،النساء

څلرم آیت

وَمَا كَانَ الْمُؤْمِنُونَ لِيَنْفِرُوا كَافَّةً فَلَوْلَا نَفَرَ مِنْ كُلِّ فِرْقَةٍ مِنْهُمْ طَائِفَةٌ لِيَتَفَقَّهُوا فِي الدِّينِ وَلِيُنْذِرُوا قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُوا إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْ يَحْذَرُونَ (۱۲۲)التوبة

پنځم آیت

وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَاجِنَا وَذُرِّيَّاتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍ وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا (74) الفرقان

 ښپږم آیت

وَإِنْ جَاهَدَاكَ عَلَى أَنْ تُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا وَاتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَيَّ ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ (15) لقمان،

اوم آیت

يَوْمَ نَدْعُو كُلَّ أُنَاسٍ بِإِمَامِهِمْ فَمَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَأُولَئِكَ يَقْرَءُونَ كِتَابَهُمْ وَلَا يُظْلَمُونَ فَتِيلًا (71) الْإِسراء

والسلام ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery