مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-07-22   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

محاسن الاسلام(۵۰)برخه نېکی توصیې اتم وصیت

، علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته


: محاسن الاسلام(۵۰)برخه  نېکی توصیې دامام اعظم اتم وصیت اودهغه تفصیل

 ، علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

بسم الله الرحمن الرحیم،اسلامی وروڼودمحاسن الاسلام په دې برخه کی   دامام ابوحنیفه رحمه الله دهغووصیتوله جملې څخه کوم چی وخپل زوی حمادته يې کړی دی  داتم وصیت تفصیل اوبیان درته کوم چی په دې ډول دۍ

 

(والثامن ان تقمع نفسک عن الخوض في الفضول ،)یعنی اواتم وصیت می ای حماد زویه وتاته داده چی  رامنع کوې به ،رابنده وې به نفس خپل ځان  خپل  له داخلېدوڅخه په فضول  ،په بې فائدې اوعبث کی ، توضیح،دامام الأئمه امام اعظم رحمه الله ددغه مبارک وصیت  تفصیل دادۍ چی  ده مبارک وخپل زوی ته وویل چی له چټی عبثواوبې فائدوکاروڅخه ،له بې فائدې خبروڅخه ،له عبثوسوچوڅخه اوله عبثوخلګوڅخه به دځان ساتنه کوې،دامام صاحب ددغه وصیت شرعی اوعقلی اهمیت،محترمووروڼوانسان یوعبث مخلوق ندۍ اودانسان تخلیق دعبث کارۍ دپاره ندۍ سوَی لکه چی الله پاک فرمایلی دی(افحسبتم انماخلقناکم عبثًا وانکم الینا لاترجعون) یعنی نوایاګمان کړیدۍ تاسی  ای انسانانوپه دې باندی  چی پیداکړی یاست موږتاسی عبث اوپه دې موګمان کړیدۍ چی بې شکه به تاسی وموږته یعنی زموږوحساب ،کتاب اومجازات ته له مرګ څخه وروسته بیرته نه راجع کړل کېږۍ،ددنیا ژونددانسانانو اوپیریانودپاره دالهی ابتلا اوآزمون په خاطرمنځ  ته  راغلی دۍ  لکه چی الله پاک فرمایلی دی( خلق الموت والحیات لیبلوکم ایکم احسن عملاً)یعنی پیدا کړیدۍ الله پاک ددنیا مرګ اوژوندددې دپاره چی  وآزمایی تاسی  چی کوم یوله تاسی څخه ډېر نېک دۍ په حیث دعمل ،دجن اودانس تخلیق الله پاک ددې دپاره کړیدۍ چی دوی په دنیاکی دالله معرفت حاصل کی اوالله لره جانی مالی اوبدنی عبادت  ترسره کی  لکه چی الله پاک فرمایلی دی،(وماخلقت الجن والانس الالیعبدون )یعنی اوندی پیداکړی ماپیریانان اوانسانان مګرپیدا کړی می دی ددې دپاره چی وپېژنی عبادت وکړی دوی زما،،دانسان وقت اوعمرپه دنیا کی دانسان دپاره ترټولوسرمایوعظیمه سرما یه ده که یوانسان دغه بزرګه سرمایه دعمرپه فضولوخبرو،فضولوکارواوفضولوسوچوکی  صرفوی نوبالآخره به ددنیااودآخرت له خسران اوتاوان سره مخامخ کېږی ځینوعلماؤ ویلی دی چی دقیامت په ورځ کی چی کله دښواودبدو اعمالوتول شروع سی  نودیوه سړی عملونه به وتلل سی اوبدعملونه بې پرنېکوعملوباندی درانه سی  خوکه دغه سړی یووارسبحان الله لا په دنیاکی ویلې وای نو نیک عملونه بې درانه سوی وای یعنی په قدردثواب دیووارسبحان الله ویلوبه   دده کارمعطل وی اوهغه به هلته بیا په لاس نسی ورتللای ګرانووروڼوکه یوڅوک دنېکواعمالوله قیمت څخه خبرسی کوم چی دقیامت په ورځ کی یې لری اویا دایله ګردۍ اوعبثیاتوله بدوعواقبو څخه په صحیح توګه آګاه سی نوبیا وده ته دخپل ژوند اوعمرقدرمعلومېدلای سی، محترموداسلام یوهدایت هم داسی نسته چی د هغه دی   عقل په اعلی درجه کی تائیدنکوی ،په څونه اندازه چی اسلام عبث کاری تباهی بللې ده نوله هغه څخه وهرعاقل ته چی له عقل څخه کاراخلی داسلام حقوالی پوره پوره څرګندېږی، ایله ګردی اوفضول کاری نه تنها ددین اوآخرت  اودخودی فضول کاره  په ضررتمامېږی بلکه وټولنی ته ودنیوی ترقی اوپرمخ تګ ته واقتصاداووصحیح سیاستمداری ته هم دزهرقاتلومثال لری،والسلام ومن الله التوفیق 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery