مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-07-26   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

درارسېدونکی رمضان دپاره فی الحاله څه باید وکړو؟

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

درارسېدونکی رمضان دپاره فی الحاله څه باید وکړو؟

علامه محمدمعین الدین  ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

بسم الله الرحمن الرحیم له المجدوالبقاءوالقدم ولماسواه الامکان والفناءوالعدم والصلوة والسلام علی سیدالعرب والعجم وعلی اله واصحابه ذوی الفضل والحِکَم وبعد قدرمنوو روڼوپه تېرکال کی درمضان مبارک دمیاستی اودهمدغی مقدسی میاستی دروژودفلسفواوهراړخیزه ګټوپه ارتباط موږوتاسی ته په،۳۲برخوکی  علمی دقیق اومهم مطالب تقدیم کړل سږکال به هم ان شاءالله  درمضان مبارک  له رارسېدوسره سم بیا وتاسی ته داسلسله پیل کړواومحترم اسلامی وروڼه به بیا په نورونویومعلوماتوسره ونازه ؤخواوس زمامقصددادۍ چی ومسلمانو و روڼوته په دې باره کی څه اسلامی هدایات عرض کړم چی  دااوس چی رمضان مبارک رارسېدونکَی دۍ  نوموږته څه په کاردی په بل تعبیردرمضان تررارسېدوله مخه کوم کارونه وموږته په کاردی چی بایدوې کړو؟عزتمنوعزیزانوڅرنګه چی  روژه مبارکه یوملکوتی عبادت دۍ  اوځانګړَی عظمت اوشرافت لری  چی مفصل بیانونه خوبه بیا ان شاءالله درته راسی خودنمونې په توګه بایدووایم چی درمضان په میاست کی یوفرضی عبادت دنورومیاستوله اویا فرضی عبادتوسره برابردۍ اودرمضان په میاست کی نفلی عبادت دنورومیاستوله فرضی عبادت سره په ثواب کی برابردۍ رمضان دمغفرت میاست ده رمضان دالله پاک دخارق العادته رحمتواودعتق من النارمیاست ده له رمضان څخه په خالی لاس وتل دازلی بدبختۍ نتېجه ده نوپه دې وجه وهرمسلمان ته په کارده چی له مخه ترداخلېدو درمضان دغه لاندی وظېفې انجام اوپه سرورسوی ،۱،والله جل جلاله ته بایدهرمسلمان زاری اواحتیاج وکړی چی الله پاکه زماعمردراز که تررمضان پوری می روغ جوړاوسالم ژوندئ ورسوه ،۲،هرمسلمان بایداوس لادزړه په حضورسره په ډېرعجزسره دادعا کوی چی الله پاکه داسی روژه اوعبادت می په دغه میاست کی په نصیب که چی ددنیا اودآخرت دسعات سبب راته وګرزی ،۳،هرمسلمان اوس لابایدپه اخلاص له ګناؤڅخه توبه وکاږی ترڅوچی درمضان له مبارکی میاستی سره په پاکه خوله په پاک زړه په پاک بشراوروح سره مخامخ سی،۴هرمسلمان باید اوس لا سوکه په سوکه په خپل عادت کی بدلون شروع کړی  که په خوراک اوڅښاک کی وی اوکه په بیداری اوپه ذکرتلاوت ،عبادت وغیره کی وی،۵،هرمسلمان با یداوس لادروژې اودرمضان حقوق ،شرائط فضائل برکات په خپل ذهن کی حاضرکی زده یې کړی ،مطالعه یې کړی،۶،هرمسلمان بایداوس لا درمضان مباک دپاره دطاعاتواذکاروتلاوتونواومالی صدقاتو وغیره خپل تقسیم اوقات جوړکی  اوله ځانه سره یې وسنجوی ،۷،ترڅو چی ممکن وی هرمسلمان بایدکوښښ وکړی چی تررمضان پوری له دنیوی مشاغلوڅخه ځان فارغ کړی ترڅورمضان ټول له الله سره په تعلق کی تېرکړی،والسلام ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery