مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-07-28   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دمذهبولړۍ ۲۵برخه دشرعی تقلیداثبات

علامه محمد معین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

دمذهبولړۍ ۲۵برخه دشرعی تقلیداثبات
علامه محمد معین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
بسم الله الرحمن الرحیم،محترمودینی وروڼودشرعی  تقلیداثبات چی په کومو آیاتوسره سویدۍ  نودهغوئ له جملې  څخه یوتعدادآیاتونه په تېره برخه کی بلا تفصیل ما وتاسی ته ذکرکړل اوداوعده می کړیې وه چی  په راتلونکوڅوبرخوکی به ددې  ایاتوتفصیلات درته راسی   دوعدې مطابق دهغوایاتوله جملې څخه  داول آیت کوم چی دسورت نحل دمبارک سورت  ،۴۳ایت دۍ  تفصیل درته کوم اودادرته واضح کوم چی په دغه مبارک ایت سره دتقلیدجوازاوفرضیت  څنګه ثابتېږی  ،آیت دادۍوَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ إِلَّا رِجَالًا نُوحِي إِلَيْهِمْ فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ (43)النحل
،ترجمه،
اونه وولېږي موږ له مخه  ترتا اي محمده (صلی الله تعالی وسلم )  مګرسړي ( ستاپه شان له انسانانو(چي وحي به کوله موږدوۍ ته  نوپوښتنه وکړۍ  تاسي له اهل الذکر خاوندانودياد يعني له علماؤاوپوهانوياله اهل کتابو څخه  که يۍتاسی چي نه پوهيږي،شان نزول، پوسه چی  دقریشومشرکانوورسول علیه السلام ته وویل چی الله ډېر لوئ دۍ له دې څخه چی  رسول دده بشراوانسان وی  یعنی بشردالله رسول نسی کېدلای  نوالله که وموږته رسول رالېږلای نوولی یې ملکه پرښته نه رالېږله  نوددوی ددغه کفری قول په جواب کی دغه آیت نازل سو،،روح المعنی وغیره،حاصل دجواب کوم چی په دغه آیت کی ومشرکانوته ورکړسویدۍ دادۍ  چی   ترتاله مخه ای محمده چی  هرڅه رسولان  موږوخلګوته ورلېږلی دی  نوهغه ټول  دبشرله جملې څخه ؤاونارینه  سړیان ؤپه هیڅ  وخت کی کومه پرشته موږ وانسانا نوته درسول یانبی په حیث نده لېږلې  که تاسی ای مشرکانوپه دې با ره کی علم نلرۍ نودعلم له خاوندانوڅخه لکه عالمان داهل کتابوسوال وکړۍ،له اهل الذکرڅخه مرادڅوک دی؟په دې اړه متعددقولونه دی اول قول دادۍ چی علماء دیهودواونصاری ؤمراددی دادابن عباس ،حسن اوسدی قول دۍ نوبه مرادله ذکرڅخه علم سی ،دوهم قول دادۍ چی   له ذکرڅخه مرادقران دۍ اوله اهل الذکرڅخه ماد عالمان په قران دی  اودریم قول دزجاج،رمانی  اوازهری دۍ چی ذکرپه معنی دحفظ دۍ  اوله اهل الذکرڅخه مرادهغه خلګ دی چی دتېروامتوتواریخ ورته معلوم ؤ،معارف ،ج ۱۴ص ۹۹بیان داستدلال په دغه ایت سره پراثبات دتقلیدباندی ،پوسه چی  ددغه مبارک آیت ددغی جملې چی(فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ)پخوړدادۍ چی کوم څوک چی نه پوهېږی  یعنی په یوه دینی خبره کی نوهغه دالله پاک له طرفه په دې سره ماموردی چی له عالمانوڅخه به پښتنه کوی  یعنی  نوبیا چی عالم وده ته کوم هدایت وکړنودَی به په هغه سره عمل کوی  اودغه عمل کول په هدایت دعالم سره دعام تقلید معنی  ده اوس نودلته متعددصورتونه  دی  یوصورت دادۍ چی دغه سړَی چی په یوه دېنی مسأله نه پوهېږی امی وی بېخی یې هیڅ علم نه وی کړی نودامکلف دۍ په دې سره چی  له یوه داسی عالم څخه به پښتنه کوی چی هغه دهغه امام مذهبی وی کوم چی دغه امی  دهغه امام مذهبی دۍ هرعالم چی وی بیا چی دغه عالم ودته کوم هدایت وکړاوده په هغه سره عمل وکړ نودا تقلیدسوخوهغه تقلید چی عام تقلید یاغیرشخصی تقلیدورته ویل کېږی اوداتقلیددتقلیدمنکرین هم منی اوانکارنسی ورڅخه  کولای  ځکه هیڅ لارنه ورته وینی  که  یې یوه فاسده بهانه جوړه ولای سوای نودغه قسم تقلیدیې هم نه مانه هودوی  داشرط نه منی چی  دغه عالم به دیوه امام له څلوروامامانوتابع وی دوهم صورت دادۍ چی دغه سړی عالم وی خودغه خبره اومسأله چی دی نه په پوهېږی اجتهادی مساله وی  دمجتهدکاروی اوپه ده کی د اجتهادشرطونه موجودنه وی  نودغه عالم مکلف دۍ چی په داسی مسألوکی به   دیوه خاص مجتهدلکه امام ابوحنیفه رحمه الله په قول  عمل کوی  ودې ته داصولوپه اصلاح کی شخصی تقلیدویل کېږی دغه هغه تقلیددۍ چی له بې مذهبه خلګوسره ځموږپکښی اختلاف دۍ  ذکرسوی قول دخدای دالفاظودعموم په وجه ودواړوته شامل دۍ،دتفسیرکابلی دسعودی چاپ  داول جلدپه،۱۵۳۵صفحه کی ذکرسویدی چی اکثروعلما دغه آیت په وجوب دتقلید دامامانوکی وړاندی کوی   صاحب  دتفسیرمعارف القرآن  مفتی محمدشفیع صاحب دمعارف په ،۱۴ج،۹۹مخ کی  ذکرکړی دی چی تقلید دمجتهدینوامامانوپرغیر مجتهدباندی په دغه آیت سره واجب اوفرض دۍ،والسلام ومن الله التوفیق
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery