مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-07   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

رمضان مبارک اودهغه دنیوی او اخروی ګټی،۱برخه

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

رمضان مبارک اودهغه دنیوی  او اخروی ګټی،۱برخه

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

الحمدلله رب العالمین  والصلوة والسلام علی اشرف المخلوقین سیدنا محمدوعلی آله واصحابه اجمعین امابعد، محترمووروڼودتېرکال په ډول   سږکال  هم غواړم چی  درمضان  دمبارکی میاستی اوددغی مقدسی میاستی دروژوفلسفی دینی اودنیوی اواخروی ،مادی  اومعنوی ،روحی اوجسمی، اجتماعی  اوشخصی  اواقتصادی ګټې  دشرعی  هدایاتواوددنیا دپوهانوډاکټرانوطبیبانوداقوالوپه چوکاټ کی قدم په قدم درته بیان کړم  عالیقدرووروڼوتاسی به  له علماؤاورېدلی وی اوزما په تېروبیانوکی به موهم لېدلی وی اووروسته به هم انشاءالله سره له دلیله داخبره درته راسی  چی درمضان په میاست کی  یوفرضی  عبادت دبل وخت له اویافرضی عبادتوسره برابردۍ اوپه دغه میاست کی نفلی عبادت دبل وخت له فرض عبادت سه په ثواب کی برابردۍ  په دغه میاست کی دعاګانی ذکر،تلاوت ،صلوة تسبیح  صدقه  اوداسی  نورطاعات اوعبادات  ځانګړی فضیلوتونه ،ثوابونه برکات اوفیوضات لری خوهردثواب کار په اسلام کی ځان ته لار،شرطونه، رکنونه اوادبیات لری  چی دهغوئ موافق دغه کارونکړسی  نوبیاکوم اعتباراوثمره نلری  مولاناجلال الدین رومی رحمه الله  په مثنوی شریف کی  فرمایلی دی چی یوسړَیْ په لمانځه باندی ولاړوی نویوه بیزوګئ  هم راسی پرلمانځه باندی ورسره ودرېږی  اودلمونځ کوُنکی په ډول رکوع اوولاړې  اوسجده وغیره وکړی  بیادغه بیزوداسی فکرکوی چی ماهم ددغه لمونځ کوونکی په شان لمونځ وکړاوحال دادۍ چی  دبیزودغه چم اودلمونځ  کوونکی لمونځ  بېحسابه توفیراوفرق سره لری،مطلب می دادۍ چی محترموپرطریقه برابرعبادت اوبې طریقې عبادت  په خپل منځ کی داسمان اوځمکی په شان واټن سره لری  نوهرمسلمان ته په کارده چی  که دعاکوی نوددعاطریقه اوددعا شرطونه اوآدب  اودارنګه ددعادقبلېدووختونه بایدزده کړی اوپه دعاکی دهغوی ټولورعایت بایدوکړی دارنګه دتلاوت اودذکروغیره شرعی طریقه اوشرائط اوادبیات بایدزده کړی اودتلاوت اودذکرپه وخت کی ئې مراعت وکړی دارنګه روژه اوتراویح وغیره چی  دشرعی  دستورموافقی  نه وی نوبیا دی څوک دثواب،فیض اوبرکت امیدنه ورته کوی بلکه دعذاب  انتظارورته مناسب دۍ  یوه ډېره  افسوس ناکه اودسخت تعجب خبره داده چی هرکال چی اخترراسی   اوروژه تېره سی  نوسره له دې چی  اخترخودهغوخلګودپاره دۍ چی  چی درمضان شریف اودروژویې پوره پوره  حق وراداکړی وی ،داخترپه ورځ تردوئ روژه خوړونکی  اوهغه خلګ چی ټوله  میاشت درمضان یې  په فسق ،فساد اوپه نارواکی تېره کړیې وی ډېره خوشحالی کوی  اوداخترورځی  بیاپه بل شکل کی دقسم قسم فسادونوذریعه ګرځوی،محترمووروڼوددغی سلسلې په برخوکی به درمضان اودروژودفائدو  اوفلسفوپردقیقوتحقیقاتوسربېره ددعا تلاوت  ذکر وغیره په اړه خوراپه په ز ړه پوری ګټورمستندمعلوماتونه  تقدیم سی ،والسلام ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery