مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-09   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

رمضان مبارک اودهغه دنیوی او اخروی ګټی،۲برخه،۴فائدې

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

رمضان مبارک اودهغه دنیوی  او اخروی ګټی،۲برخه،۴فائدې

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

الحمدلله رب العالمین  والصلوة والسلام علی اشرف المخلوقین سیدنا محمدوعلی آله واصحابه اجمعین امابعد، محترمووروڼو په دې برخه کی  دروژې مبارکی له بې حسابه  فائدوڅخه څلورستری اومهمی فائدې اوحکمتونه درته ذکرکوم امام حجة الاسلام ابوحامدغزالی رحمه الله  داحیاءالعلوم ددریم جلدپه څلوراتیا یم مخ کی فرمایلی دی  چی په لوږه کی   لس فائدې  اوګټی دی نوڅرنګه چی دروژې په سبب  انسان  له داسی لوژی سره مخامخ کېږی چی هغه دالله په حکم سره ده اوطاعت اوعبادت بلله کېږی  نودغه لس  فائدې به په دغه قسم لوږه کی  خامخاپه اعلادرجه کی  وجودپیداکوی، داداحیاءالعلوم  عربی  الفاظ دی

في الجوع عشرفوائد،

الفائدةالأولی ،

صفاءالقلب وايقادالقريحة وانفاذالبصيرة فأن الشبع يورث البلادةويعمی القلب ،

بل  الصبي اذاأکثرالأکل بطل حفظه وفسدذهنه وصار بطيءالفهم والأدراک ـ

یعنی په لوږه کی لس ګټی دی  اوله ګټه ئې داده چی  دلوږی په سبب دانسان زړه صفاکېږی  اودانسان طبېعت اوذهن  داورپه شان په معنوی ډول بلېږی  یعنی تېزی اوزکاوت اوفطانت پکښی پیداکېږی  اودارنګه دلوږی په وجه    دانسان بصیرت  اودعقل اوزړه سترګی  هم زیرکی اوتېزی ګرزی  ځکه چی  ډک نس اومَړْتیا بلادت یعنی   دذهنی قوتونوکمزوری  په انسان کی پیداکوی  اودانسان زړه ړنده وی اوبصېرت یې ختمه وی بلکه هغه کوچنئ  چی ډېرخورک کوی نوحافظه قوه اویاد یې باطلېږ ی  اوذهن یې  فاسداوخراب ګرزی  اوفهم اوادراک ئې  بطوئت اوسستی  پیدا کوی
ولهذاقال لقمان لأبنه ،يابني اذاأمتلأت المعدة نامت الفکرةوخرست  الحکمة وقعدت الأعضاء عن العبادة ـیعنی همداسبب دۍ چی لقمان حکیم  وخپل زوئ ته وویل چی  ای زوئ کیه  کله چی معده ډکه سی  نودانسان سوچ اوفکربیده سی خوب ورسی  اوحکمت اوعلم  دانسان ګونګ سی  اودانسان ټول  بدنی اعضاءاواندامونه  دالله پاک  له عبادت څخه کښېنی

 

 وقال النبی صلی الله تعالی  عليه وسلم«  نورالحکمة الجوع  والتباعد من الله عزوجل الشبع والقربة الی الله عزوجل حب المساکین  والدنوّ منهم، لاتشبعوا فتطفئوانورالحکمة من قلوبکم ومن بات في خفة من الطعام  بات الحور حوله حتی يصبح» ـ

 ذکره ابومنصورالديلمي في مسندالفردوس  من حديث ابوهريرة وکتب عليه انه مسند وهي علامة مارواه بأسناده)یعنی اوویلی دی نبی صلی الله علیه وسلم نور،رټادحکمت اودحق هنراوپوهی  لوږه ده  اولری  کېدل له الله عزوجل څخه  مړتیااوډک نس دۍ  اونزدېکت والله ته  محبت کول ،خوښول دمسکینانودۍ اونزدې کېدل دی ودوی ته ،ځانونه په خورک مه مړه وۍ ځکه چی بیابه تاسی نوردحکمت مړکۍ له زړو خپلوڅخه  هرڅوک  چی  شپه  تېره وی په سپک، لږخورک کی  نو شپه تېره وی  حوری دجنت پرشاؤخوا دده  ترهغه چی دَئ  سهارکوی ،ابومنصوردیلمی په مستند الفردوس  کی  له  له حضرت  ابوهریره رضی الله عنه څخه کړَئ دۍ  اومسندیې بللئ دۍ،،محترمووروڼوله دغه بیان  څخه  دروزې مبارکی له  ګټواوفائدوڅخه  په لاندی شرحه فائدې   ثابتېږی ،۱،تصفیه دزړه  ،دوهم  دذهن  تېزی اوذکاوت،،۳،دعقل دبصېرت تېزی  اوزېرکی ،۴،په انسا کی دحکمت اودحکمت اوپوهی دانواروتحقق،دغه څلورسره هغه ستری فائدې دی چی  ددنیااوددین اودآخرت دمنافعودپاره مشتر ک  منابع ګڼل کېږی  په دغوګټوکی  دواولی ګټی اوفائدې چی دزړه صفایی ده دعظمت له بیان  څخه دپاته نورودریوفائدوعظمت تاسی اټکل کئ حضرت محمدصلی الله علیه وسلم په یوه مشهورحدیث کی چی بخاری اونومعتبروعلماؤیی روایت کیدۍ فرمایلی دی چی بیشکه په جسدد انسان کی یوه ټوټه غوښه ده چی کله دغه ټوټه غوښه اصلاح سی نوټول جسداوبدن اصلاح کېږی اوکه دغه ټوټه فاسده خرابه سی  نوټول بدن خرابېږی ،خبردارسۍ چی داټوټه غوښه دانسان  له زړه څخه عبارت ده،، نودزړه صفایی هغه شی دۍ چی دانسان دبدن ټول اعضا اواجزادهغه په سبب استقامت او صلاح پیداکوی  اودروژی له فائدوڅخه یوه فائده دزړه صفایی ده امام غزالی رحمه الله دغه څلورسره فائدې  داجمال په لحاظ سره یوه فائده بللې دی،

والسلام ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery