مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-10   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

رمضان مبارک اودهغه دنیوی او اخروی ګټی،۳برخه،۴فائدې

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

رمضان مبارک اودهغه دنیوی  او اخروی ګټی،۳برخه،۴فائدې

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

الحمدلله رب العالمین  والصلوة والسلام علی اشرف المخلوقین سیدنا محمدوعلی آله واصحابه اجمعین امابعد، محترمووروڼودروژې مبارکی له حکمتواوفائدوڅخه په دوهمه برخه کی  له هغولسوفائدوڅخه چی امام غزالی رحمه الله داحیاء په دریم جلدکی دلوږی  اوپه پنځم جلدکی  اجمالًادروژې فائدې بللې دی څلورفائدې ماوتاسی ته بیان کړې  کومی چی امام غزالی رحمه الله څلورسره دالفائدة الاولی په لفظ سره تعبیرکړیې دی اوس  له  ذکرسویولسوفائدوڅخه  دځینو نوروفائدووبیان ته ګورۍ   دادامام غزالی دکلام  داحیاءددریم جلدپه ،ص۸۵کی  الفاظ دی سره له ادنی تغیره په ځینوالفاظوکی (الفائدة الثانیة رقة القلب وصفاءه الذی  به یتهیألادراک لذة الذکروالتأثربه  فکم من ذکرمع حضورالقلب   ولکن القلب لایلتذُّ به  ولایتأثرحتی کان بینه  وبینه حجاب من قسوة القلب  وخلوالمعدة هوالسبب الاظهرفی  افادة التلذذبالذکر والتأثربه)،،یعنی  دوهمه فائده دلوږی اودروژې  داده چی  دلوږی اودروزې په برکت  دانسان زړه رقت اونرموالئ اوصفاوالئ پیداکوی هغه صفاوالئ چی دهغه په وجه دانسان زړه ودووډېرواهموکاروته آماده کېږی  اول  وپوهېدلوته په خونداوپه لذت دذکردخدای اووخونداخیستلوته په ذکردخدای سره دوهم وقبلولوته داثردذکردخدای پاک  ځکه ډېر ځله یوانسان دخدای پاک ذکرکوی اودزړه حضوریې هم وی خودذکرپه خوندنه پوهېږی اونه  له دغه ذکرڅخه دده زړه کوم اثراخلی  په دې وجه چی دده په زړه کی نرمی ا ورقت په پوره توګه نه وی حاصل  نوتردای حده له تلذذاوله تأثرڅخه بې برخی وی ګواکی قساوت   دزړه یې حجاب وی له خونداخیستلوپه ذکرسره اوله اثرقبلولودذکرڅخه  اوخالی والَی دمعدې له خورک څخه ډېرښکاره سبب  دتلذذبالذکراودتأثربالذکردۍ همداسبب دۍ چی حضرت ابوسلیمان دارانی ویلی دی چی ډېرخوږاومزه دارپه هغه وخت کی وماته عبادت ګرزی چی زماپه نس پوری دلوږی  اوله خورک څخه دخالی والی په وجه شااوملازمالاصقه اوپیوسته وی ،احیاءالعلوم،،توضیح ،پوسه چی  که څه هم د،احیاء،په عبارت کی  ددوهمی فائدې ذکرسویدۍ خوپه حقیقت کی دلته  هم څلورفائدې دی ،۱ رقت اونرمی دزړه ،۲،دالله پاک دذکرپه خوندپوهېدل،۳،دالله پاک په ذکرسره خونداخیستل،۴دالله پاک له ذکرڅخه اثراخیستل ،مطلب دادۍ چی دلوږی اودروژې په سبب دانسان په زړه کی نرمی پیداکېږی اوانسان دخدای پا ک دذکرپه خوندپوهېږی اوخوندباندی اخلی اودخدای پاک ذکردده په زړه کی تاثیرکوی ،دلته  یوڅه نورتفصیل ته ځیرسۍ هغه داچی دانسان دزړه صفایی مختلفی درجې اومرتبې لری  دمثال په ډول یوقسم ئې داسی صفایی ده چی دهغې په وجه په انسان کی ذکاوت اوفطانت پیداکېږی چی په دوهمه برخه کی ذکرسوه دوهم قسم ئې داسی صفایی ده چی په رقت قلبی سره تعبیر ورڅخه کېږی کومه چی په دغه برخه کی ذکرسوه ،پوسه چی خونداخیستل په ذکردخدای سره دایوخاص مقام دۍ په عبادت کی دخدای پاک  چی په حدیثوکی په وجدان حلاوة الایمان سره تعبیرورڅخه سویدۍ  اوشارحینودحدیثویی تفسیرپه استلذاذالطاعات سره کړیدۍ،اودطریقت علماءئې  شوق اوذوق بولی اوپه قران کریم کی دوالنازعات په سورت کی په والناشطات نشطاًسره تعبیرورڅخه سویدۍ،انظرصحیح البخاری ،ج۱باب حلاوة الایمان،تفسیرعزیزی سورت دوالنازعات،والسلام ومن  الله التوفیق 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery