مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-14   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

درمضان دنیوی اواخروی فائدې ،۵برخه مووږاورمضان

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل دکان الله له دامت برکاته

درمضان  دنیوی اواخروی فائدې ،۵برخه  مووږاورمضان

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل دکان الله له دامت برکاته

محترمووروڼووهرروژه دارته په کارده چی دروژې مبارکی روحی اوبدنی حکمتونه ګټی اوفائدې  وپېژنی اوپه خپل ذهن کی یې حاضری ولری  اودروژې دهرجهت  نربوط ټول شرعی  امورمراعت کړی ترڅودروژې له ټولوبرکاتواوفائدوڅخه برخورداره سی  دمثال په توګه یوجهتوڅخه دروژې پښلېمَئ کول دئ ،په دې باره کی مسلمان بایددشرعی مقررتوخیال وساتی  چی په دې اړه ودغوتوصیوته ځیرسۍ،اوله توصیه داده چی ځینی خلګ داسی عادت لری ی  چی  یاخویوازی دماښام په خورک اکتفاکوی  اوپشلیمَئ نکوی اویاناست وی  نه ویده کېږی چی  دپښلیمی وخت قریب سی نوډوډۍ وخوری  دپشلیمی په نیت  دادواړه کارونه ناسم اونامناسبه دی ښه کاردادۍ چی   یوه اندازه قدرسړَئ بېده سی بیادپښلېمی دپاره راپورته سی اوپشلېمَئ وکړی  هوکه  یوڅوک بیده نسی  ترپشلیمی پوری په عبادت مشغول وی نوداافضل کاردۍ خوپه دۍ شرط  چی دسهار ولمانځه اوجماعت ته داکارپه ضررتمام نسی  بهرحال روزه نیوونکی دپشلیمی کولوبایدپوره خیال وساتی  په دې اړه داسلام دپیغمبر صلی الله علیه وسلم وهدایت ته ګورۍ

1. عن انس رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: تسحروا فإن في السحور بركة " [ رواه البخاري ومسلم ].ژباړه،له حضرت انس  رضی الله عنه څخه روایت دۍ  چی بېشکه نبی صلی الله علیه وسلم ویلی دی  چی پشلیمَئ کوۍ تاسی ځکه چی په پشلیمی کی برکت  دۍ ددې حدیث مبارک روایت بخاری اومسلم کړیدۍ متفق علیه حدیث دۍ
(قال القاضي عياض: قد تكون هذه البركة أخروية وهي ما يتيسر من ذكر أو صلاة، أو دنيوية وهي التقوى على الصيام _ بقليل من الزاد والماء _).ژباړه،قاضی عیاض رحمه الله ویلی دی چی دغه برکت چی په پشلیمی کی دۍ دوه قسمه دۍ  یواخروی برکت دۍ  کوم چی عبارت دۍ له ذکرکولواولمونځ کولووغیره څخه یعنی دپشلیمی له برکتوڅخه یوقسم برکت دادۍ چیی انسان چی کله وپشلیمی ته راپورته سی  نوذکروکړی تهجدوکړی وهکذااودوهم  قسم یې دنیوی برکت دۍ  لکه قوی کېدل  پرنیولودروژې  په لږڅه سره  له آذوغې ا وابوڅخه
(عن أبي سعيد الخدري أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: " السحور بركة فلا تدعوه ولو أن يجرع أحدكم جرعة ماء فإن الله وملائكته يصلون على المتسحرين " [ رواه أحمد، قال الهيثمي: رجاله رجال الصحيح إلا أبو رفاعة، ولم يجد من وثقه أو من خرّجه ].ژباړه ،له حضرت ابوسعیدخدری  رضی الله عنه څخه روایت دۍ  چی بېشکه  نبی علیه السلام  ویلی دی چی پشلېمَئ کول  برکت دۍ  نوپشلېمَئ  مه پرېږ دۍ  که څه هم په یوه اینده یاغوړپ اوبوسره وی ،ځکه  چی  بېشکه الله پاک اوملایکه دده درودوایی  پرهغه خلګوباندی  چی  دوی پشلیمَئ کوی ،ددغه حدیث روایت احمدپه مسندخپل کی کړَئ دۍ،تنبیه،له دغه حدیث څخه دپشلېمی په باره کی  متعددشیان ثابتېږی ،اول شی دادۍ چی په پشلېمی کی  په اعلادرجه برکت ددین اوددنیاموجوددۍلکه چی  حمل دبرکت پرالسحورباندی  اواطلاق دبرکت په حدیث کی ددې خبری شاهددۍ دوهم شی دادۍ چی  پشلېمَئ له هغوکاروڅخه دۍ چی شریعت دهغوی په کولوسره امرکړئ دۍ دریم شی دادۍ چی پشلېمَئ په دې کی حصرندۍ چی خامخابه سړَئ په عادی ډول خورک کوی  بلکه که صرف دپشلېمی پرمهال یوغوړپ دابووکړل سی نوداهم پشلېمَی دۍ  څلرم شی دادۍ چی  دپشلېمی په سبب الله پا ک پرپشلېمی کوونکی باندی دروداورحمت نازله وی  پنځم شی دادۍ چی  پرپشلېمی کوونکی باندی ملائکه درودوایی
2. لا تنم عقب وجبة السحور مباشرة فإن ذلك قد يعرضك لاضطرابات هضمية وما يتبعها من اضطراب في النوم، ويخطئ من يطيل السهر في رمضان ثم يجعل سحوره آخر سهرته ثم ينام معرضاً نفسه للتخمة والوهن واضطراب الهضم.)طب جامع ،ژباړه ،دپشلمی په باب دوهمه  توصیه داده چی  روزه دارداسی بایدونکړی  چی دشپې له خوابیداروی  دپشلېمې تروخته  پوری بیا له پشلېمی کولو څخه وروسته  فی الحاله بیده سی   ځکه چی له دې څخه دغذادهضمولوپه ارتباط قسم قسم اضطرابات پیداکږی  چی په اخیرکی  دخوب  کولوپه باره کی هم مشکلات پیداکېږی
دریمه توصیه دپشلمی په باب داده چی څونه چی ممکن وی نوپشلېمَئ  بایدوځنډېږی  اوپه اخیردشپې کی وکړسی  لکه چی په کاردۍ چی افطاراودروزې ماتول په اول وخت کی اوپه تلوارسره وُسی

روى الطبراني في الكبير بسند صحيح عن ابن عباس، سمعت النبي صلى الله عليه وسلم يقول: " إنّا معشر الأنبياء أمرنا بتعجيل فطرنا وتأخير سحورنا " [ الزرقاني ].ژباړه طبرانی په صحیح سندسره له حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت کړیدۍ  چی ماله نبی صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل  چی ویل یې  بېشکه موږدانبیاؤډله  امرسوی یوپه دې سره چی روزه مات به په تلوارکوواوپشلیمَی به ځنډه ؤ،والسلام ومن الله التوفیق

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery