مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-15   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

رمضان مبارک اودهغه دنیوی او اخروی ګټی،۶برخه،اخلاقی فائدې

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

رمضان مبارک اودهغه دنیوی  او اخروی ګټی،۶برخه،اخلاقی فائدې

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

الحمدلله رب العالمین  والصلوة والسلام علی اشرف المخلوقین سیدنا محمدوعلی آله واصحابه اجمعین امابعد، محترمووروڼودروژې مبارکی له کلی  حکمتواوفائدوڅخه دریم حکمت اوفائده داده چی  دروژی اولوژی اودرمضان مبارک دمیاشتی په برکت دانسان باطن له باطنی خبیثوخویوڅخه کوم چی باطنی کبائرهم ورته ویل کېږی  دانسان داخلاص  اودروژې دحقوقودرعایت په اندازه، پاکېږی  چی ډېرخبیث خوی په هغوکی کبراوبطرطغیان اوغفلت دۍ  امام غزالی داحیاءبه دریم جلدپه ۸۵ص کی داسی فرمایی

والفائدة الثالثة .الا نکساروالذل وزوال البطروالفرح  والأشرالذی هومبدأ الطغیان والغفلة  عن   الله تعالی ،فلاتنکسر النفس ولاتذل  بشی   کماتذل  بالجوع فعنده  تسکن  لربهاوتخشع له  وتقف علی عجزهاوذلها اذاضعفت منتها وضاقت حیلتها بلقيمة الطعام فاتتها واظلمت عليهاالدنيا لشربة  ماء تأخرت عنها ومالم یشاهدالانسان ذل نفسه وعجزه  ولايری عزة مولاه ولاقهره،وانماسعادته  في ان يکون دائما مشاهداً نفسه بعين الذل والعجز  ومولاه بعين العزة والقدرة والقهر فليکن دائما جائعامضطراالی مولاه مشاهدا للاضطراربالذوق) ژباړه اوتحقیق،

یعنی  دریمه کلی اوعامه فائده دروژې اودلوږی داده چی دلوږی اوروژې په سبب په انسان کی انکسارشکستګی  پیداکېږی اوانسان ته خپل ذاتی ذلت اوخواری  بربنډه کېږی اود بطراوفرح نارواخویونه کوم چی اصلی مبادی اوعوامل  دسرکښۍ اودغفلت له الله پاک څخه دی  له ده څخه فی الجمله لری کېږی  ځکه په هیڅ شی سره انسان ته داسی شکستګی دنفس نه حاصلېږی لکه څرنګه چی په لوږه اوروزه سره  ورته حاصلېږی  نودروزې په حرمت انسان والله جل جلاله ته عاجزه کېږی اوخپل ځان په واقعی توګه پېژنی  نوپه قرارددې قول چی ،من عرف نفسه فقدعر ربه،دخپل رب وحقی پېژندنی ته انسان لارپیداکوی ، دانسان سعادت هم دادۍ چی خپل ځان په عجزاوذلت اوخواری اواحتیاج سره وپېزنی  اوخپل رب په لویی ،بې پروایی اوپه قوت اوتوانایی اووحدانیت سره وپېژنی  انسان په هرحال کی بایدوخپل عجزاوذلت ته متوجه وی اوقوت او بې پروایی دالله خاصه وګڼی،والسلام ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery