مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-16   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

رمضان مبارک،۷برخه دمنظمودرسواول درس

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

رمضان مبارک،۷برخه دمنظمودرسواول درس

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

الحمدلله رب العالمین  والصلوة والسلام علی اشرف المخلوقین سیدنا محمدوعلی آله واصحابه اجمعین امابعد

محترمواسلامی وروڼودرمضان دمنظمودرسوپه سلسله کی اول دروژې مبارکی د دېنی ګټواوحکمتوبیان درته کوم ،محترمودروژې    اول دینی حکمت اوګټه تقوی ده، دروژې په برکت له انسان څخه تقواداره مسلمان جوړېږی ،دلیل ددې خبری  دبقرې دسورت،۱۸۳مبارک آیت دۍ  چی الله پاک فرمایلی دی (یاایهالذین آمنوا کتب علیکم الصیام کماکتب علی لذین من قبلکم لعکم تتقون )ژباړه،ای هغوخلګوچی ایمان یې راوړَیْ دۍ  یعنی ای مومنانوفرض کړه سوه پرتاسی باندی روزه یعنی روزه درمضان لکه چی فرض سوئې وه پرهغوخلګوباندی چی له مخه ترتاسی ول لکه یهوداونصاری ،که څه هم وخت اوډول یې څه بدل ؤ،ددې  دپاره روزه درباندی فرض کړه سوه چی پرهیزګاران متقیان ،خاوندان دتقوی سۍ تاسی،په دغه آیت کی الله جل جلاله په صاف اوواضح ډول سره داخبره کړیې ده چی  روزه نیول ومسلمان ته سبب دتقوی ګرځی ،تقوی په لغت کی وسختی ساتنی اوصیانت ته دیوشی ویل کېږی  اوپه شریعت کی تقوی دخپلومختلفومرتبوپه اعتبار مختلفی معناوی لری په شرعی لحاظ تقوی په دې ډول درجې اومرتبې لری،۱،اوله درجه یې داده چی انسان له شرک اوکفرڅخه  ځان وژغوری ،۲،دوهمه درجه دتقوی داده چی دبدعت له کاروڅخه انسان اجتناب وکړی،۳،دریمه درجه یې داده چی انسان له کبېرواوغټوګناؤڅخه پرهېز وکړی ،۴،څلرمه درجه یې داده چی له صغیرو،کوچنیوګناؤڅخه ډډه وکړی،۵،پنځمه درجه یې داده چی له هغومباحواوروا کاروڅخه هم لری سی چی په هغوی کی دانهماک په وجه دګناه خطره وی،۶،شپږمه درجه یې داده چی انسان له داسی کاروڅخه هم ځان ګوری کوم چی دهغوپه باره کی دَی زړه نا زړه وی چی روابه وی اوکه به نه وی  چی دنبوی حدیثوله رویه مشتبهات ورته ویل کېږی،۷،اومه درجه یې داده چی انسان ماسوی له خدای څخه هرڅه پرېږدی په دې معنا چی هرڅه چی کوی  نوهغه دخدای درضا دپاره کوی که ددین کار وی اوکه ددنیا،کشف الباری،ج۱ص۶۳۱روزه دتقوی پردغوټولومقاماتوباندی خپل نېک اثرغورځوی هرڅوک چی دروزې دغه اثرمحسوس نکړی نوپوه دی سی چی روزه په صحیح توګه نه نیسی،والسلام ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery