مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-17   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

رمضان مبارک،۸برخه دمنظمودرسودوهم درس

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

 
رمضان مبارک،۸برخه دمنظمودرسودوهم درس

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

الحمدلله رب العالمین  والصلوة والسلام علی اشرف المخلوقین سیدنا محمدوعلی آله واصحابه اجمعین امابعد

قدرمنووروڼوپه له مخه برخه کی دروزې مبارکی دمیاشتی ړومبَۍْ دینی حکمت اوفائده مادرته  بیان کړه چی تقوی ده اوس وڅنونورو دینی ګټیو او شرعی حکمتو ته ګورۍ ، وروڼودوهم دینی حکمت  یې دادۍ چی په دغه میاست کی   چی په صحیح صورت روزه ونیوله سی نوتېرګناهونه ټول الله پاک وبنده ته وربخښی ،دریم شرعی حکمت یې داده چی په دغه میاست کی سنت  تراویح په جماعت سره کېږی  اودارنګه وترهم په جماعت سره کېږی  سره له دې چی په نورووختوکی نه تراویح سته اونه وترپه جماعت سره صحیح دی  اونه نفل اوسنت په جماعت سره له تراویحوماسوا کېږی ،دریمه  دینی  ګټه اوشرعی حکمت يې دادۍ  چی  قیامه  درمضان چی عبارت له تراویحواوصلات تهجداونورونوافلوڅخه  دررمضان په شپبوکی ده سبب دمغفرت اودبخښنی دټولومخګنیوګناؤګرزی،څلرم  دینی حکمت اوګټه یی داده چي په دغه مياشت کښي دليلة القدر شپه ده کومه چي ترزرومياشتوبهتره ده  لکه الله جل جلاله چي فرمايلي دي «لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ»(3)القدرـ   اوعبادت په دغه مياشت کښي سبب دمغفرت دټولوګناؤګرزی دلیل ددغودروسره خبرو داحدیث درسول علیه الصلوة و السلام دۍ

عن ابې هریره قال قال رسول الله ،صلی الله علیه وسلم(مَنْ صَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ وَمَنْ قَامَ رمضان إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ وَمَنْ قَامَ لَيْلَةَ الْقَدْرِ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ)متفق عليه ژباړه،هرڅوک چی روزه درمضان ونیسی له وجی دایمانه اوله وجی دطلب دثوابه یعنی چی باعث پرنېولودروزې باندی  وده ته صرف ایمان اوطلب دثواب وی  نوماتقدم ګناوی به وده ته ټولی وروبخښلې سی اوچاکه قیامه درمضان له وجی دایمان اودطلب دثواب وکړه یعنی تراویح یې وکړې نوده لره به تېری ګناوی وروبخښلې سی  اوچاچی دشب قدرقیامه وکړه یعنی دلیلة القدرپه شپه کی یی عبادت وکړنوتېرګناهونه به ده لره وروبخښل سی ،مسأله،څرنګه چی داهل سنت مسلک دادۍ چی کبېرې ګناوی توبه غواړی  اوپه عبادت سره په یقینی ډول دانسی ویل کېدای چی ګناوی په وبخښلې سوې هوصغیره ګناهونه یقینًا په عبادت سره رزېږی نودمذکورحدیث په اړه ځینی وایی چی دروزې اودقیامی درمضان اودلیلةالقدرپه سبب وانسان ته الله پاک دتوبې توفیق ورکوی نوځکه یې ګناهونه بخښل کېږی اوځینی نورتاویلونه پکښی کوی خوزماپه فکرښه توجیه داده چی  داسی وویل سی چی دا درمضان له خاصوڅخه ده چی مذکوردرې عبادتونه چی  په صحیح صورت وسی نوپه هریوه سره ګناوی که کبېرې وی اوکه صغېرې وی بخښلې کېږی ،والسلام ومن الله التوفیق

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery