مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-18   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

رمضان مبارک،۹،برخه دمنظمودرسودریم درس

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

رمضان مبارک،۹،برخه دمنظمودرسودریم درس

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

الحمدلله رب العالمین  والصلوة والسلام علی اشرف المخلوقین سیدنا محمدوعلی آله واصحابه اجمعین امابعد محترمووروڼودمنظمودرسوپه تېرودووبرخوکی  درمضان مبارک څلوردینی ګټی درته بیان کړې،په دې برخه کی پنځمه اوشپږمه اواومه اواتمه دینی ګټه درمضان دمیاشتی درته بیانوم،محترمووروڼو

پنځمه دینی ګټه اوحکمت درمضان دمبارکی میاستی دادۍ  چی دروزه دارانودپاره  ملایکی پرښتې  ترهغه پوری له الله پاک څخه طلب اوغوښتنه دمغفرت کوی چی  دوئ روژه ماتوی دلیل ددې خبری دامبارک حدیث دۍ چی رسول الله صلی الله علیه واله وسلم فرمایلی دی: وتستغفر لهم الملائكة حتى يفطروا رواه الإمام أحمد عن أبي هريرة،ژباړه،اوطلب دمغفرت اوبخښنی کوی  یعنی له خدای پاک څخه دروژه دارانودپاره ملائکه ترهغه پوری چی  دغه روزه داران روژه ماتوی،مطلب دادۍ چی  هرسهارچی د روزه دارانوروزه شروع سی نوملائکه ددوی دپاره دمغفرت سوالونه کوی  ترهغه پوری چی دوی روژې ماتوی،محترمووروڼودخدای یوادنی مخلوق چی  په یووخت له وختوکی دیوچادپاره دمغفرت دعاوکړی ډېرلوی نعمت دۍ نوچی دیوچادپاره مَلَکه  دمغفرت سوال کوی هغه هم یوه ملکه نه بلکه بېحسابه ملکی اوهغه هم درمضان په میاست کی اوهغه هم بیاله سهاره ترماښامه پوری   نوتاسی فکروکړۍ چی دابه څونه عظیم نعمت وی   .

شپږم ، شرعی حکمت اودینی ګټه درمضان مبارک دمیاشتی داده چی نفلی عبادت یې دفرضی عبادت اوفرضی عبادت یې داویا فرضی عبادتوثواب لری  ددې خبری دلیل  داقول دنبی علیه الصلة والسلام دۍ- : «من تقرب فيه بخصلة من خصال الخير كان كمن أدى فريضة فيما سواه , ومن أدى فيه فريضة كان كمن أدى سبعين فريضة فيما سواه» ژباړه،هرڅوک چی نزدې سی وخدای ته په یوه خوی اوعمل سره له خویود خیره یعنی  یونفلی کاروکړی نوداسړی دهغه چا په شان دۍ چی په بله میاست کی فرضی کاروکړی اوهغه څوک چی فرضی کار په رمضان کی وکړی نودادهغه چاپه شان دۍ  چی په ماسوا درمضان کی اویا فرضی کارونه وکړی ،دا حدیث دیوه دراز مبارک حدیث یوه برخه ده کو م چی بیهقی یې روایت کړیدۍ  ـ

،مشکات ،ص۱۷۳،

 اومه دینی ګټه اوشرعی حکمت درمضان مبارک دمیاستی دادۍ  چی په رمضان  کی دعمرې ثواب دونه ده لکه ثواب دحج ،دلیل ددې خبری داقول درسول  علیه الصلوة والسلام دۍ «عمرة في رمضان تعدل حجة »متفق علیه ،وفي رواية:« حجة معي »ژباړه،عمره په رمضان کی  برابره ده له حج سره،ددغه حدیث روایت مسلم اوبخاری کړیدۍ  اوپه یوه روایت کی ددغه حدیث داسی راغلی دی چی په رمضان کی عمره له هغه حج سره برابره ده یعنی په ثواب کی،چی هغه حج  زما په ملګری کی ترسره سوی وی،اتم شرعی حکمت اوګټه درمضان داده  چی  تلاوت دقرآن کریم  په دغه مبارکه میاست کی  ځان ته اهمیت اوتاثیراوفیض لری  ځکه چی یوخودقرآن پاک نزول له لوح محفوظ څخه وبیت العزت ته  په رمضان کی دلیلة القدرپه شپه کی ترسره سوَی دۍ اوبل  پرحضرت محمدصلی الله علیه وسلم باندی  هم دقرآن شریف دنازلېدو پیل  په رمضان کی سوی دۍ  اوجبرائیل علیه السلام به   درمضان په هره شپه کی  ورسول علیه الصلاة والسلام ته راتلَی  اودقرآن کریم تکراربې ورسره کاوه اوفقهی معلوماتونه  داخبره په ډاګه کوی چی  دتراویحواصلی مقصددقرآن ختم دۍ ـ

والسلام ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery