مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-20   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

رمضان۱۰برخه دمنظمودرسو۴درس

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

رمضان۱۰برخه دمنظمودرسو۴درس

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

الحمدلله رب العالمین  والصلوة والسلام علی اشرف المخلوقین سیدنا محمدوعلی آله واصحابه اجمعین امابعد محترمووروڼودمنظمودرسوپه تېرودروبرخوکی  درمضان مبارک  اته دینی ګټی مادرته بیان کړې په دې برخه  نهم دینی ګټه درمضان دمیاشتی درته بیانوم،محترمووروڼو

 

نهم حکمت اودېنیی ګټه  درمضان  مبارک داده چی درمضان دروزوپه برکت  په مسلمان کی  داقوت   الله پاک پیداکوی چی  دَی  دالله نعمتونه وپېژنی اوشکریې اداکړی  ځکه چی یوخودروزې اودرمضان دمیاشتی په برکت دمسلمانو زړه والهی لوری ته متوجه کېږی اوددبنۍ مسئولیتووپوره کولوته  یی  فکررااوړی اوشکردبندګۍ   له  مسئولیتوڅخه ډېرسترمسئولیت دۍ دالله پاک شکرسره له دې چی پرهرمسلمان باندی فرض دۍ چی په اداکولوسره یی دانسان ذمه خلاصېږی دالله پاک دنعمتودزیات والی سبب ګرزی لکه چی الله پاک فرمایلی دی(لئن شکرتم لأزیدنکم)ددې خبری دلیل دبقرې دسورت دغه یوسل اوپنځه اتیایم آیت دۍ

 

شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ وَمَنْ كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُوا الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُوا اللَّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ (185)

 

لفظي ترجمه،

[ شَهْرُ]میاست (رَمَضَانَ]درمضان[ الَّذِي)هغه ده( أُنْزِلَ )چی نازل کړسویدۍ (فِيهِ )په ده کښی ،یعنی په دغه میاست کی (الْقُرْآنُ)قرآن( هُدًى)چی هدایت دۍ یاچی هدایت کوونکی دۍ یعنی په داسی حال کی چی هدایت دۍ یاهدایتکوونکی دۍ ( ِ(للنَّاسِ)خلګولره( و)او(َبَيِّنَاتٍ)دلیلونه ښکاره دی( مِنَ )له (الْهُدَى)هدایت څخه،مراددادۍ چی اوښکاره دلیلونه دی  له جنسه دهغوشیانوچی دسمی لاری ښوونکی دی ( وَ)اوله(الْفُرْقَانِ) فرقان څخه یعنی اوله جنسه دهغوشیانوچی حق اوباطل سره جلاکوی( فَ)نو(مَنْ )هرڅوک (شَهِدَ)چی حاضرسی ( مِنْكُمُ)له تاسی څخه ،یعنی ای مکلفوبندګانو( الشَّهْرَ)ودغی میاستی ته( فَلْيَصُمْ)نوروژه دی ونیسی(هُ)دده یعنی درمضان ( وَ)او(مَنْ )هرڅوک (كَانَ) که وو (مَرِيضًا)مریض ( أَو)یا(ْ عَلَى)پر( سَفَرٍ)سفرباندی( فَ)نو،یعنی نولازم دۍ پرده باندی (عِدَّةٌ)شمار،یعنی نیول  دروژې په شمار دخوړلې سویوروزو( مِنْ)له( أَيَّامٍ)ورځو( أُخَرَ ) نوروڅخه (يُرِيدُ)اراده لری( اللَّهُ)خدای( بِكُمُ )په تاسی (الْيُسْرَ )د اسانتیا،یعنی نوځکه یې په مرض اوسفر کی دروژې دخوړلواجازت درکړ(وَ)او،(لَا يُرِيدُ)نه کوی اراده( بِكُمُ)په تاسی ،یعنی وتاسی ته ( الْعُسْرَ) دسختی ( و)او(َل)ددې دپاره (ِتُكْمِلُوا)چی کامل کړۍ ،پوره کړۍ تاسی( الْعِدَّةَ)شمار،یعنی اوددې دپاره الله تاسی په قضاراوړلوسره دخوړلوسویوروزوامرکړی یاست چی په دې سبب دروژې دمیاستی شمارپوره کړۍ ( وَ)او(لِ) ددې دپاره (تُكَبِّرُوا)چی په لویی سره یادکۍ تاسی( اللَّهَ)خدای پاک( عَلَى)له وجی ( مَا ) ددې (هَدَا)چی هدایت کړی دۍ ده (كُمْ )وتاسی ته (و)او(َلَعَلّ) ددې دپاره (َكُم)چی تاسی ( تَشْكُرُونَ) (185) شکروباسۍ یعنی دنعمتودخدای ـ

تفصيل اوعلمي خبري،

،پوسه چی دشهرلفظ یامبتدا ده اومابعدیې خبرده  اویایې مبتدامحذوفه ده اوشهررمضان الخ یې خبردۍ  ای ذالک شهررمضان الخ اویا په حذف دمضاف سره بدل دۍ له الصیام مذکورڅخه ای کتب علیکم الصیام صیام شهررمضان  خوداپردې تقدیرچی دغه آیت له مخکی آیت سره متصل سی اوناسخ یې نسی اودشهرلفظ له شهرت څخه مشتق دۍ اودرمضان لفظ  مصدردرَمَضَ دۍ په معنی داحترق  اوغیرمنصرف دۍ له وجی دعلمیت اودالف اونون زائدتان، اصبهانی په ترغیب کی له انس بن مالک څخه روایت کړیدۍ چی درمضان میاست ځکه په رمضان سره مسمی سویده چی ګناهونه  سوځی

 (القرآن)

 قرآن ځکه په قرآن سره مسمی سویدۍ چی دَی جمع کوونکی دسورتواودآیاتواودحروفودۍ اودارنګه دقصصو اودامراونهی اودوعداودوعیدجمع کوونکی دۍ  اودقرآن دلفظ اصلی معنی جمع ده  اویامشتق ۍ له قراءت څخه په معنی دمقروء ،بغوی رحمه الله ویلی دی چی له ابن عباس څخه روایت دۍ چی له  ده څخه پښتنه وسوه چی  یعنی ددغومتخالفوایاتوتطبیق به څنګه سره کېږی چی په دغه آیت کی راغلی دی چی قرآن پاک درمضان په میاست کی نازل سویدۍ اوله دغه بل آیت څخه چی (اناانزلناه فی لیلةالقدر)دافهمېږی چی دلیلة القدرپه شپه کی نازل سویدۍ  اوله دغه آیت څخه چی(اناانزلناه فی لیلة مبارکة دامعلومېږی  چی په لیله مبارکه کی نازل سویدۍ  اوله دغه آیت څخه چی،وقرآنا قرقناه الخ داثابتېږی چی په  نورومختلفواوقاتواومیاستوکی هم نازل سویدۍ نوده مبارک ورته وفرمایل چی  نازل کړسویدۍ قرآن په یوه واردرمضان په میاست کی دلیلة القدرپه شپه له لوح محفوظ څخه وبیت العزة ته چی په سماءدنیا یعنی په اول اسمان کی دۍ بیاله بیت العزت څخه پررسول علیه السلام باندی  جبریل علیه السلام په ټوټوټوټوسره نازل کړیدۍ په موده کی دشلوکلو،انتهی پوسه چی دابن عباس له دغه روایت څخه دامعلومېږی چی مرادله لیة مبارکة،څخه هم دلیلة القدرشپه ده اوځینو مفسرینوویلی دی چی په موده کی ددرویشتوکلونازل سویدۍ اوشعبی ویلی دی چی  په هررمضان کی به جبریل یعنی دټول قرآن  معارضه اوتکرارله رسول علیه السلام سره کاؤنوځکه په رمضان کی نازل بلل سویدۍ ،پوسه چی ابوذررضی الله عنه  له نبی علیه السلام څخه روایت کړیدۍ چی پرابراهیم علیه السلام باندی صحیفې  درمضان  درې شپې تېری سویې وې چی نازلی سوې اویوروایت داسی راغلی دۍ چی په اوله  شپه کی درمضان نازلی سویې دی  اوتورات بیا ښپږورځی درمضان تېری سویې وې چی  پرموسی علیه السلام باندی نازل سواوانجیل بیا دیارلس ورځی درمضان تېرسویې وې چی پرعیسی علیه السلام باندی نازل سواودرمضان  اتلس ورځی تېری سویې وې چی زبورپرداودعلیه السلام باندی نازل سواوقرآن  چی نازلېدی څلرویشت ورځی درمضان تېری سویې وې  والله اعلم ـ   ( کذافی المظهری ،ص۲۱۹ج۱َ)والسلام ومن الله التوفیق

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery