مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-21   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

رمضان مبارک ۱۱برخه دمنظمودرسوپنځم درس

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکا

رمضان مبارک ۱۱برخه دمنظمودرسوپنځم درس

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

محترمووروڼودمنظمودرسوپه تېروبرخوکي  ماوتاسوته نهه  ديني ګټي اوحکمتونه دروژې اودرمضان مبارک  بیان کړل اوس په دې برخه کښی ځیني نوری عظيمي  دینی اواخروي ګټي درته ذکرکوم

محترمووروڼولسم دینی حکمت چي په عينی حال کی ستره اخروی ګټه هم ده دروزې داده  چي  روزه یوداسی عبادت دۍ چي دآخرت په ورځ کي   دخلګو په حقوقوکی نه ورکیږی توضیح ددې خبري داده چي ديوچاپرذمه باندي چی دیوچا حقوق پاته وی اود آخرت په ورځ ددغوحقوقوخاوندان  له ده څخه مطالبه دخپلوحقوقووکړی نوودغوحقدارانوته دده عبادتونه ورکړه کیږی خونورټول عبادتونه به دده  وحقدارانودده ته ورکړه کېداۍ سی حتی داسی خلګ به دقيامت په ورځ کی پیداسی چی له روزې ماسوا نورټول عبادتونه بې وحقدارانوته ورکړه  سی خوبیابه هم ددوۍ حقوق لانه وی اداسوی نوپه دغه وخت کښي به الله تعالی وفرمايي چي دغه پاته حقوق پرمادی اودغه روزه به دده وحقدارانوته نه ورکړه کيږي اوددغی روزی په  سبب به دی وجنت ته داخل سی دلیل ددې خبری دحضرت سفیان بن عینیه دغه لاندي کلام دۍ

 اذا کان يوم القيامة يحاسب الله عزوجل  عبده ويؤدی ما عليه من المظالم من سائر عمله  حتي لا يبقي  الاالصوم  فيتحمل الله مابقي  عليه من المظالم،ويدخله بالصوم الجنة)  الترغيب والترهیب ص۸۲ج۲ـ

يولسمه دینی فایده اوشرعی حکمت دروزې مبارکی دادۍ  چي دروزه داردخولې خلوف يعني دده دخولې هغه بوۍ  چی دروزې په سبب  متغیر اوبدل سویوي  والله پاک ته  دمشکوتربوۍ ډېر خوشبويه دۍ، اودوولسم شرعی حکمت یې دادۍ چي روزه دار لره دروزې په سبب داسی دوې ۰خوشحالۍ سته چي په بل هيځ عبادت کښي نست ه اوله هغه خوشحالی ده چي په روزه مات کښي  دروزې په سبب  وروزه دار ته حاصلیږي اودوهمه هغه خوشحالی ده  چي دقيامت په ورځ کښی   چي کله روزه دار له الله جل جلاله سره مخامخ سی    نودروزې په سبب  وروزه دار ته حاصلېږی

دلیل ددغوخبرو  داقول درسول علیه السلام دۍ

عن أَبَي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ يَقُولُ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ اللَّهُ كُلُّ عَمَلِ ابْنِ آدَمَ لَهُ إِلَّا الصِّيَامَ فَإِنَّهُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ وَالصِّيَامُ جُنَّةٌ وَإِذَا كَانَ يَوْمُ صَوْمِ أَحَدِكُمْ فَلَا يَرْفُثْ وَلَا يَصْخَبْ فَإِنْ سَابَّهُ أَحَدٌ أَوْ قَاتَلَهُ فَلْيَقُلْ إِنِّي امْرُؤٌ صَائِمٌ وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ لَخُلُوفُ فَمِ الصَّائِمِ أَطْيَبُ عِنْدَ اللَّهِ مِنْ رِيحِ الْمِسْكِ لِلصَّائِمِ فَرْحَتَانِ يَفْرَحُهُمَا إِذَا أَفْطَرَ فَرِحَ وَإِذَا لَقِيَ رَبَّهُ فَرِحَ بِصَوْمِهِ)رواه البخاری وکذا مسلم ـ
،والسلام من الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery