مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-22   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

رمضان مبارک۱۲برخه دمنظمودرسوشپږم درس

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

رمضان مبارک۱۲برخه دمنظمودرسوشپږم درس

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

محترمووروڼودمنظمودرسوپه تیروبرخوکی ماوتاسی  ته دوولس دینی ګټی اوشرعی حکمتونه بیان کړل اوس په دې برخه کی ځینی نوری د ینی ګټی اوحکمتونه درمضان مبارک اودروزې درته بیانوم،محترموورڼودیارلسم دینی حکمت اوشرعی ګټه دروزې داده چی روزه دروزه داردپاره ددوزخ له اورڅخه سپراومحکه قلعه ده  محترمووروڼوهرعبادت اوصالح عمل له دوزخ څخه خلاص والی یوقسم سبب دۍ خوداچی روزه په دې باره کی په یوه خاص صفت اونامه سر ه یاده سویې اوستایلې سویې ده چی هغه دادۍ چی ر وزه جُنَّة یعنی سپر،ډال دۍ ددوزخ له اورڅخه  نوله سپراوډال سره تشبیه دروز ې و یوخاص ستررول ته په دې باره کی اشاره اورمزدۍ دلیل ددغه حکمت داقول درسول علیه السلام دۍ

الصيام جنة وحصن حصين من النار )رواه احمد  باسنادحسن والبيهقي،ژباړه،روزه سپراویوه قلعه محکمه ده له اورڅخه ددوز خ

 محترموڅورلسم دینی حکمت اوګټه دروزې چی په عین حال کی یوه عظیمه اخروی ګټه هم ده داده چی روزه دروزه داردپاره دقیامت په ورځ کی شفاعت کوی اوشفاعت یې مقبول هم دۍ دلیل ددې خبری دامبارک حدیث د ۍ

(الصيام والقرآن يشفعان للعبد يوم القيامة  ،يقول الصيام  اي رب منعته  الطعام والشهوة  فشفعني فيه، ويقول القرآن ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍ منعته النوم باليل فشفعني فيه   قال فيشفعان  فيه ) رواه احمد والطبراني    في  الکبير ،ژباړه،روزه اوقرآن  شفاعت کوی بنده لره په ورځ کی دقیامت،په دې ډول چی،وایی به روزه یعنی والله پاک ته چی ای ربه زمامنع کړی ؤمادغه بنده ستاله خوک اوله شهوت څخه نوزماشفاعت قبول که په باره کی دده اووایی به  قرآن چی منع کړی ؤمادَی له خوب څخه په شپه کی نوقبول که  خدایه پاکه شفاعت زمادد په حق کی ویلی دی رسول علیه الصلوة والسلام نوقبول به کړسی شفاعت ددوئ دواړویعنی  دروزه داراودتلاوت کونکی په باره کی ،والسلام ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery