مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-22   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

رمضان مبارک ۱۳برخه دمنظمودرسواوم درس

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته


رمضان مبارک ۱۳برخه دمنظمودرسواوم درس
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
محترمووروڼودمنظمودرسوپه تیروبرخوکی ماوتاسی  ته څورلس دینی ګټی اوشرعی حکمتونه بیان کړل اوس په دې برخه کی ځینی نوری د ینی ګټی اوحکمتونه درمضان مبارک اودروزې درته بیانوم،محترموورڼوپنځلسم دینی حکمت اوفائده دروزې داده چی روزه دالله پاک په عباداتوکی یوداسی ځانګړی سترعبادت دۍچی هرڅونه نعمتونه چی الله پاک یې دروزې په بدل کی وروزه دارته په دنیاکی  ورکی بیاهم دده دروزې ثواب بې دقیامت له ورځی څخه نسی پوره کېدلای دلیل ددې خبری دامبارک حدیث دۍ
،قال رسول الله تعالی  صلی الله عليه وسلم  (لوان رجلا صام يوما تطوعا، ثم اعطي ملء الارض ذهبا لم ٍيستوف ثوابه دون يوم الحساب) رواه ابويعلی   والطبراني،ژباړه،ویلی دی رسول دالله تعالی پرده باندی دی صلوةاوسلام وی چی که داسی پېښه سی چی یوسړئ نفلی روزه ونیسی اوبیاددې په بدل کی دونه سره زرورکړه سی چی دټولی زمکی مخ په ډک سی نوبیابه هم ده ددغی خپلی روزې ثواب په دنیاکی پوره نه وی اخیستئ بې له ورځی دحسابه چی دقیامت ورځ ده،شپاړسمه دېنی فائده دروزې داده چی دقیامت په ورځ کی چی جنتیان وجنت ته ورځی الله پاک دی موږکامل جنتیان کی نودروژه دارانوله پاره به یوسترامتیازداوی چی دجنت په دروازوکی به یوه دروازه خاص ددوی دپاره وی چی بل هیچاته به له هغی دروازې څخه وجنت ته دورداخلیدلواجازه نه وی  ددغی دروازې نوم رَیّانْ دۍ،ددې خبری دلیل دامبارک حدیث دۍ
‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍
- و عَنْ سَهْلٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ إِنَّ فِي الْجَنَّةِ بَابًا يُقَالُ لَهُ الرَّيَّانُ يَدْخُلُ مِنْهُ الصَّائِمُونَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ لَا يَدْخُلُ مِنْهُ أَحَدٌ غَيْرُهُمْ يُقَالُ أَيْنَ الصَّائِمُونَ فَيَقُومُونَ لَا يَدْخُلُ مِنْهُ أَحَدٌ غَيْرُهُمْ فَإِذَا دَخَلُوا أُغْلِقَ فَلَمْ يَدْخُلْ مِنْهُ أَحَدٍ)رواه  البخاري ومسلم والنسائي والترمذي،والسلام ومن الله التوفیق

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery