مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-23   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

رمضان مبارک ۱۴برخه دمنظمودرسواتم درس

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

رمضان مبارک ۱۴برخه دمنظمودرسواتم درس

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

بسم الله الرحمن الرحیم

محترمووروڼودمنظمودرسوپه تیروبرخوکی ماوتاسی  ته شپاړس دینی ګټی اوشرعی حکمتونه بیان کړل اوس په دې برخه کی اولسمه د ینی ګټه اوحکمت درمضان مبارک اودروزې درته بیانوم،محترموورڼواولسمه له دینی  ګټوڅخه دروژ ې داده چی روزه ونیکواعمالواودخیراودطاعت اوعبادت  وکاروته دسرای ددروازې مثال لری لکه څرنګه چی دسرای دروازه بنده وی نودسرای وداخل ته اودسرای واندرونی شیانوته سړئ لارنسی پیداکولای دارنګه  چی دسړی روزه نه وی نوګویادخیردکارودروازه وده ته تړلې وی ،محترمواسلامی شریعت په مثال دسرای دۍ اوعبادات اوطاعات په مثال دداخل اوداندرونی شیانودسرای دی اوروژه یې په مثال ددروازې ده اونیول دروژې په مثال دخلاصولوددروازې دۍ کله چی یومسلمان روزه ونیسی نوګویا ده دطاعاتواوعباداتواودخیردکارولکه تلاوت ذکر،صدقه همدردی تهجددعاوغیره دروازه وځان ته خلاصه کړه لکه چی هرروزه دارداکاربالمشاهده وینی ،ددې خبری دلیل دامبارک حدیث دۍ

عن معاذ بن جبل رضی الله تعالی عنه قال

   ان النبي صلی الله تعالی عليه وسلم قال له ( الاادلک علی ابواب الخير،قلت بلی يارسول الله  ،قال الصوم جنة والصدقةتطفيء الخطيئةکمايطفي الماءالنار)رواه الترمذی فی صحیحه وصححه،ژباړه،له معاذبن جبل رضی الله عنه څخه روایت دۍ چی ده وویل چی بېشکه نبی صلی الله علیه وسلم وده ته وویل چی ایادلالت ونکړم تاته پردروازوباندی دخیر ماورته وویل چی هویعنی  ای رسوله دخدایه  دلالت راته وکړه دخیردروازې راوښیه ،نووویل رسول علیه الصلوة والسلام چی روزه سپردۍ  اوصدقه مړه کوی خطااوګناه داسی لکه چی مړکوی اوبه اور،مطلب دادۍ چی یوه له دروازڅخه دخیرروزه ده چی له ګناوواوله دوزخ څخه سړئ داسی په ساتل کېږی  لکه څرنګه چی یوسړی دسپراوډال په سبب له تورواونېزوڅخه ساتل کېږی اودوهمه دروازه دخیرصدقه اوخیرات دۍ،والسلام ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery