مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-24   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

رمضان مبارک ۱۵برخه دمنظمودرسونهم درس

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

 

رمضان مبارک ۱۵برخه دمنظمودرسونهم درس

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

بسم الله الرحمن الرحیم

محترمووروڼودمنظمودرسوپه تیروبرخوکی ماوتاسی  ته اولس دینی ګټی اوشرعی حکمتونه بیان کړل اوس په دې برخه کی ،۱۸،،۱۹،۲۱۲۰ د ینی ګټه اوحکمت درمضان مبارک اودروزې درته بیانوم،محترموورڼواتلسمه دینی ګټه اوشر عی حکمت دروزې دادۍ چی روزه دونه عظیم شان  او دروزه داردپاره اخروی  فیض اوبرکت اونفعه لری  چی یوه روزه  چی په اخلاص اوپه صداقت سره دالله پاک درضادپاره یوڅوک ونیسی نوالله پاک ددغی روزې په برکت دغه سړئ له جهنم څخه دونه لری کوی  لکه  څونه چی هغه کارګه له زمکی څخه لری سی  چی په داسی حال کی چی دَی چچوڼی وی له زمکی والوزی بیاترهغه پوری په هوا  کی ځی چی دډېرزَړوالی په وجه مړسی ،دلیل ددې خبری دغه مبارک حدیث دۍ

وعن سلمة  بن قيصر رضي الله تعالی عنه ان رسول الله  صلی تعالی عليه وسلم  قال ، من صام يوما ابتغاء وجه  الله  باعده الله من جهنم کبعد غراب طار وهوفرخ  حتی مات هرما) رواه ابویعلی والطبراني والبيهقي

 نولسم شرعی  حکمت اودینی ګټه دروزې داده

چی  یوه ورځ چی  په ګرمه ورځ کی یوڅوک دالله پاک درضاپه خاطر ځان تږَی کی یعنی روزه ونیسی اوتنده باندی راسی نوالله پاک دخپل فضل اوکرم له لاری  پرخپل ځان باندی دالازمه کړیې ده چی دغه سړَئ به دقیامت په ورځ کی اوبه کوی همداسبب ؤچی حضرت ابوموسی رضی الله عنه به   بې انتهاسخته ګرمه ورځ کتله نوبیابې په هغې کی روزه نیوله،ددې خبری دلیل دادۍ چی ابن ابی الدنیاله ابی برده څخه روایت کړَیْ دۍ  چی جناب رسول صلی الله علیه سلم حضرت ابوموسی رضی الله عنه په یوه بحری غزاکی دیوې سریې  دامیرپه حیث مقررکړبیا دوئ په دریاب کی په کښتئ کی سپاره ؤچی په لاندی ډول غیبې ژغ باندی وسو

ان الله تعالی قضی علی نفسه انه من عطش   نفسه لله تعالی فی یوم حار کان علی الله عزوجل  ان يرويه يوم القيامة، قال وکان ابوموسی ،يتوخی اليوم الشديد الحر الذي يکاد الانسان ينسلخ فيه حرا فيصومه) ودغه روایت ته قریب  بزازپه حسن اسنادسره له ابن عبا س څخه هم رایت کړَیْ  دۍ کذافی الترغیب والترهیب،شلم دېنی حکمت دروزې دادۍ  چی روزه  دانسان دبدن زکوة دۍ  ځکه هرشی زکوة لری اوزکوة  دبدن دانسان روژه ده ،یویشمشرعی حکمت دروزې دادۍ چی روزه نیمه برخه دصبر شریعت بللې ده اوصبرهغه خوی  دۍچی الله پاک مسلمانان په ډېرټینګارسره باندی امرکړی دی نودروزې په نیولوسره نیمَی صبرګواکی  عملی سو، دلیل ددې دواړو خبرودغه حدیث دۍ،عن ابی هریره رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی  الله علیه وسلم

( لکل شيء زکات  وزکات الجسد الصوم  والصيام نصف الصبر)رواه ابن ماجه

والسلام ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery