مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-24   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

رمضان مبارک ۱۶برخه دمنظمودرسولسم درس

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

رمضان مبارک ۱۶برخه دمنظمودرسولسم درس

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

بسم الله الرحمن الرحیم

محترمووروڼودمنظمودرسوپه تیروبرخوکی ماوتاسی  ته یوویشت دینی ګټی اوشرعی حکمتونه بیان کړل اوس په دې برخه کی،۲۲او،۲۳دینی ګټه دروژې بیانوم،محترموورڼودوه ویشتمه له دینی ګټوڅخه دروزې داده چی روزه داریوله هغودریونفروڅخه دۍ چی  دعایې  حتما قبلېږی اونه ردږی ،دلیل ددې خبری دامبارک حدیث دۍ،عن ابی هریرة رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی  الله علیه وسلم

( ثلاثة لاترد دعوتهم : الصائم حين يفطر ـ وفي رواية حتى يفطر ـ والامام العادل ودعوة المظلوم يرفعها الله فوق الغمام وتفتح لها ابواب السماء ويقول الرب وعزتي وجلالي لانصرنك ولو بعد حين") رواه احمد في حديث والترمذي وحسنه ورواه ابن ماجه  وابن خزیمه وابن حبان فی صحیحیهما مع ادنی تغیر ورواه البزازمختصراً،،ژباړه،،

له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دۍ چی ده ویلی دی چی رسول دالله پاک فرمایلی دی  چی،درې  نفره دی چی نه ر دېږی دعاددوئ ،اول،روزه دارترهغه پور ی  چی  روژه متَوی،یعنی له سهارڅخه بیاترروژه مات پوری په هروخت کی چی روزه داردعاکوی نودعایې الله پاک قبلوی اونه یې رده وی، دوهم،دعادل امام،بادشاه دعا،دریم،دعادمظلوم،انتهی مختصرًا،درویشتمه دینی ګټه چی په عین حال  کی دنیوی اواخروی ګټه هم ده داده چی  دافطاراوروزه مات په وخت کی دروژه داردعاقبوله ده چاچی په اخلاص  روژه  دورځی له مخه نیولی  وی  اودافطارپه وخت  کی په عاجزی سره اودزړه په حضورسره دعاوکړی نوالله پاک یې دغه ناز پرځمکه نه اچوی اودعایې قبلوی،دلیل ددې خبر دامبارک حدیث دۍ،

(عن عبدالله ،يعني ابن ابي مليکة عن عبدالله ،يعني ابن عمرو ابن العاص رضي الله تعالی عنهما قال،قال رسو ل الله صلی الله تعالی عليه وسلم  ان للصائم عندفطره لدعوة  ماترد،

قال وسمعت عبدالله ،يقول عندفطره ، اللهم اني اسئلک برحمتک التي وسعت کل شيء ان تغفرلي،وزادفي رواية ذنوبي)رواه البيهقي عن اسحق بن عبيدالله  عنه واسحق هذا مدني لايعرف ،والله تعالی اعلم،والسلام ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery