مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-25   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

رمضان مبارک ۱۷برخه دمنظمودرسویوولسم درس

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
رمضان مبارک ۱۷برخه دمنظمودرسویوولسم درس
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
بسم الله الرحمن الرحیم
محترمووروڼودمنظمودرسوپه تیروبرخوکی ماوتاسی  ته درویشت دینی ګټی اوشرعی حکمتونه بیان کړل اوس په دې برخه کی ۲۴او۲۵،او۲۶،او،۲۷دېنی ګټه درمضان مبارک اودروژې درته بیانوم،محترمووروڼوڅلرویشتمه دېنی اوشرعی فائده اوګټه درمضان شریف اودروژې داده چی په رمضان کی داسمانودروازې پرانیستلې کېږی اودالله پاک درحمت دروازې  دبندګانوپرمخ باندی خلاصېږی ،پنځویشتمه دېنی ګټه  یی داده چی په دغه میاشت کی دجنتودروازې خلاصېږی  اوومسلمانانوته په لوړه کچه دصالحوعملوتوفیق ورکړکېږی ،شپږویشتمه دېنی ګټه یی داده چی په دغه مبارکه میاشت کی ددوزخ دروازې   تړلې کېږی اومسلمانان له دوزخی اوجهنمی کاروڅخه رابندېږی،اُووَه ویشتمه دېنی ګټه یی داده چی په دغه مبارکه میاشت کی شیطانان تړل کېږی ،دلیل ددغوټولوخبرودامبارک حدیث دۍ
عن ابی هریرة رضی الله عنه قال  قال رسول الله صلی الله علیه وسلم( اذادخل شهررمضان فتحت ابواب الجنة وغلقت ابواب جهنم وسلسلت الشیاطین)بخاری،ج ۱ص۲۵۵کتاب الصوم،رقم حدیث ۱۸۰۰ وفی روایة فتحت ابواب السماء،ژباړه،له حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دۍ  چی وویل ده چی فرمایلی دی رسول دالله پاک چی هغه وخت چی داخله سی میاست درمضان نوخلاصی کړې سی  دروازې دجنت اوقلفی کړې سی ،بندی کړې  سی دروازې دجهنم،ددوزخ، اووتړل سی په ځنځیرانوسره شیطانان،پوسه  چی مرادله خلاصیدلوددروازو داسمان څخه دادۍ  چی دالله پاک رحمت اومهربانی په رمضان شریف کی پرلپسې بې له کوم بندش څخه پرروزه دارانوباندی نازلېږی، اومرادله خلاصیدوددروازودجنت څخه داۍ  چی په میاشت درمضان کی الله پاک ومسلمانانوته دنېکوعملوزیات توفیق ورکوی کوم چی  سبب دداخلېدودجنت دی، اومرادله قلفیېدوددروازوددوزخ څخه داۍ  چی په رمضان مبارک کی ومسلمانانوته دهغوکارو پر پرېښودلوزیات توفیق ورکړکېږی کوم چی سبب دداخلېدوددوزخ ګرزی چی ګناهونه دی اودشیطانانوله تړلوڅخه مطلب دادۍ  چی درمضان اودروزې په برکت ددوی شیطانی  حرکتونه اووسوسې کمزورې کېږی اودنورووختوپه ډول کارنسی کولای ،دد ې مبارک حدیث په ارتباط تفصیلات سته خودلته یی ګنجایش نسته،والسلام ومن الله التوفیق
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery