مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-25   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

رمضان مبارک ۱۸برخه دمنظمودرسودوولسم درس

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
رمضان مبارک ۱۸برخه دمنظمودرسودوولسم درس
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
بسم الله الرحمن الرحیم
محترمووروڼودمنظمودرسوپه تیروبرخوکی ماوتاسی  ته اُوه ویشت دینی ګټی اوشرعی حکمتونه بیان کړل اوس په دې برخه کی،۲۸،او۲۹،او،۳۰ دېنی ګټه درمضان اودروژې درته بیانوم،محترمووروڼواته ویشتمه دینی ګټه دروژې داده چی یوڅوک چی په رمضان کی ویوه روزه دارته صرف دونه قدرشی ورکړی چی فقط وفقط روژه په ماته کړی  نوالله پاک په دې سبب وده ته دده ټول ګناهونه وربخښی ،نهه ویشتمه دېنی ګټه دروژې داده چی ویوه روژه ارته دروزمات په ورکولوسره درزه مات ورکوُنکی  غاړه ددوزخ له اورڅخه ازادېږی  ،دېرشمه دېنی ګټه دروژې   داده چی  ویوه روژه دارته دروژه مات په ورکولوسره  وروزه مات ورکوُنکی ته دهمدغه روژه داردروژې په اندازه ثواب ورکړکېږی  بې له دې څخه چی دروزه دارپه ثواب کی کوم نقصان اوکمَئ راسی، ددغوټولوخبرودلیل داقول  درسول صلی الله علیه سلم دۍ
(من فطرفيه صائما،يعني في رمضان  ،کان  مغفرةلذنوبه،وعتق رقبة من الناوکان له مثل اجره من غير ان ينقص من اجره شيء،قالوا ليس کلنا يجد مايفطراالصائم ،فقال رسول الله صلی الله تعالی عليه وسلم ، يعطي الله هذالثواب من فطر  صائما علی تمرة اوعلی شربة ماء اوعلی مذقة لبن)   رواه ابن خزيمة  في صحيحه ،،ژباړه،،هرڅوک چی رزه مات ورکی  په ده کی یعنی په رمضان کی ویوه روزه دارته  نوسی به دغه روزه مات  بخښنه یعنی سبب دبخښنی  دټولوګناؤدده ،دروزه مات ورکوُنکی،  اودارنګه به سی دغه روزه مات ازادېدل دغاړی دده له اورڅخه ددوزخ  اوثابت به سی لپاره ددغه روزه مات ورکوُنکی مثل دثواب ددغه روزه داربې له دې څخه چی کم کړسی  له ثواب څخه دروزه داریوشی،وویل دوی یعنی اصحابوورسول علیه الصلوة والسام ته چی ندۍ هریوله موږڅخه چی پیداکولای سی هغه شی  چی په هغه سره دروزه دارروزه ماته کړی،مطلب داصحابوداؤچی هریوزموږخودونه وس نلری  چی وروزه دارته روزه مات ورکړی یعنی نواکثرزموږخوله دغه ثواب څخه محروم دی دنا وسۍ په سبب، ددوی فکرداسوچی دغه ثواب  په دې سره حاصلېیږی چی یوکافی روزه مات وروزه د ارته ورکړسی نورسول علیه الصلوة والسلام  ددوی دپوره پوهولوپه خاطرورته وفرمایل، چی ورکوی الله پاک داثواب وهرهغه چاته چی وروزه دارته دروزه مات دپاره یوه خورماو رکړی  یایوغوړپ اوبه ورکړی اویایوڅک دشیدوورکړی ،یعنی داشیان خودهرچا په وس کی سته،والسلام ومن الله التوفیق
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery