مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-26   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

رمضان مبارک ۱۹برخه دمنظمودرسودیارلسم درس

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

رمضان مبارک ۱۹برخه دمنظمودرسودیارلسم درس
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
بسم الله الرحمن الرحیم
محترمووروڼودمنظمودرسوپه تیروبرخوکی ماوتاسی  ته دېرش دینی ګټی اوشرعی حکمتونه بیان    کړل        اوس په دې برخه کی۳۱ دېنی ګټه درمضان اودروژې درته بیانوم،محترمووروڼویودېرشمه دېنی ګټه دروژې داده  چی دیوه روزه دارپه حضورکی چی   یوڅوک خورک اوڅیښک کوی اودَیْ ورته ګوری نوپه دغه وخت کی دالله پاک پاک اومقرب بندګان چی ملائکه دی پردغه روزه دارباندی ترهغه پوری  دروداوصلوة وایی چی دغه خورک کوُنکی څوک له خورک څخه فارغېږی اومړېږی،دلیل ددې خبری  دامبارک حدیث دۍ

(عن ام عمارة الانصارية  رضي الله تعالی عنها، ان النبي صلی الله تعالی عليه وسلم  دخل عليها فقدمت اليه طعاما ، فقال : کلي ،فقالت  ،اني صائمة ،فقال رسول الله صلی الله تعالی عليه وسلم، ان الصائم تصلی عليه الملائکة اذا اکل عنده حتی يفرغوا ،وربماقال : حتی يشبعوا،) رواه الترمذي واللفظ له ، وابن ماجه ، وابن خزيمة  وابن حبان في صحيحیهما  ، وقال الترمذي حديث حسن صحيح،ژباړه،له حضرت ام عمارة ،رضی الله عنهاڅخه چی له انصاروڅخه ده، روایت دۍ چی نبی کریم صلی الله  علیه وسلم ددې وکورته ورغی نودې وده مبارک ته ډوډۍ کېښوده نورسول صلی الله علیه وسلم ود ې ته وویل چی راسه ته هم ډوډۍ وخوره نودې ورته وویل چی زه ر وزه داره یم نورسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چی بېشکه پرروزه دارباندی ملائکه درودوایی کله چی دده په حضورکی خورک کېږی ترهغه پوری چی خورک کوونکی  له خورک څخه فارغېږی ،والسلام ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery