مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-29   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

رمضان مبارک۲۰برخه دمنظمودرسوڅورلسم درس

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
رمضان مبارک۲۰برخه دمنظمودرسوڅورلسم درس
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
بسم الله الرحمن الرحیم
محترمووروڼودمنظمودرسوپه تیروبرخوکی ماوتاسی  ته یو دېرش دینی ګټی اوشرعی حکمتونه بیان    کړل        اوس په دې برخه کی۳۲ دېنی ګټه درمضان اودروژې درته بیانوم،محترمووروڼودودېرشمه دېنی ګټه دروژې داده  چی په دغه میاست کی یوځانګړَی ستردېنی عمل تر سره کېږی چی ځان ته عظیم مقدس روحانی اوجسمانی برکات اوفیوضات لری  چی هغه اعتکاف دۍ اعتکاف سربېره پردې باندی چی داسلام دپیغمبر یوسترټینګ سنت دۍ اوله الله سره دبند ه دتعلق دجوړېدویوه لویه ذریعه اوپاکه لارده اودروحی اوبدنی تصفیې اوتزکیې عمده عامل دۍ ،داخروی ثواب اواجرپه اعتبارخورازیات ارزښت لری،،  په رمضان شریف کی چی یوڅوک په صحیح ډول سره  لس ورځی اعتکاف وکړی  نوددووحجواوددووعمروثواب ورکړکېږی  اودارنګه یوه ورځ چی یوڅوک له وجی دطلب درضا دخدای  پاک اعتکاف وکړی نوالله پاک به دده اوددوزخ  په منځ کی درې خندقونه پیداکړی  چی هریوبه ترمابین دمشرق اومغرب سره وروی ،دلیل ددغو خبرودغه لاندی دوه مبارک حدیثونه دی،۱،
روی عن علي بن حسين عن ابيه  رضي الله تعالی عنهم قال:قال رسول الله  صلی الله تعالی عليه وسلم  من اعتکف عشرا في رمضان  کان  کحجتين وعمرتين ) رواه البيهقي  ،۲،، عن ابن عباس (انه کان معتکفا في مسجد رسول الله صلی الله تعالی عليه وسلم  فاتاه رجل فسلم عليه ثم جلس،فقال   له  ابن عباس  يا فلان  اراک مکتئباحزينا ،قال نعم يا ابن عم رسول الله ،لفلان علي حق ولاء وحرمة صاحب  هذالقبرمااقدر  عليه،  قال ابن عباس، افلااکلمه فيک ،قال  ان احببتَ،قال فانتعل ابن عباس ثم خرج من المسجد ،فقال له الرجل :انسيت ماکنت فيه؟قال :لا،ولکني سمعت صاحب هذالقبرصلی الله تعالی عليه وسلم،والعهدبه قريب فدمعت عيناه وهويقول ،من مشی في حاجة اخيه وبلغ فيها کان خيراله من اعتکاف عشرسنين،ومن اعتکف يوماابتغاء وجه الله تعالی جعل الله بینه وبين النار ثلاث خنادق ابعدمما بين  الخافقين  )رواه الطبراني  في الاوسط والبيهقي،والسلام ومن الله التوفیق
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery