مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-30   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

رمضان مبارک،21،برخه دمنظمودرسو۱۵درس

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

 

رمضان مبارک،21،برخه دمنظمودرسو۱۵درس

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

بسم الله الرحمن ارحیم

محترمووروڼودرمضان مبارک له محاسنواوګټواوعالی شیوناتوڅخه  داده چی الهی رحمت اومغفرت اوله دوزخ څخه نجات ورکول اودجنت استحقاق ورکول له خداوندی لوری څخه وبنده  ګانوته دونه غالب دۍچی په دغه مبارکه میاشت کی که لاهم یوڅوک  دغه مذکوره الهی انعامونه ونګټی نوبې اندازې کم نصیبه اوبدبخت ګڼل کیږی،، درې شیان داسی شیان دی چی دهغوپه موجودګی کی دالله جل جلاله دمغفرت اورحمت ګټل اودارنګه ددواړودارینوسعادت اونیکبختی حاصلول بیخی اسان کاردۍ ترداسی حده پوری چی محروم پاته کیدل دازلی بدبختۍ علامه ده ،اول له دغودریوشیانو څخه رمضان مبارک دۍ اودوهم له هغوڅخه دادۍ چی دیوچاپه حضورکی دحضرت محمدصلی الله علیه وسلم نوم ذکرسی اودریم له هغوڅخه دموراوپلاریا دیوه له دوی څخه دکلان سالئ په حال کی موجودیت دئ،،دلیل ددې خبری دامبارک حدیث دئ

عن کعب  بن عجرة رضی الله تعالی عنه قال رسول الله صلی الله تعالی عليه وسلم ،  احضرو المنبر فحضرنا ،فلما ارتقی درجة قال،آمين فلماارتقی الدرجة الثانية قال آمين فلماارتقی  الدرجة الثالثة قال آمين  ،فلمانزل :قلنا يارسول الله   لقد سمعنا منک اليوم شیئا ماکنانسمعه ؟قال :ان جبريل عليه السلام عرض لي فقال  بُعِدَ من ادرک رمضان فلم يُغْفَرْله قلت آمين ، فلما رقيت الثانية قال بُعِد من ذُکِرْتَ عنده  فلم يصل عليک،فقلت،آمين، فلما رقيت الثالثة،قال

بعد من ادرک ابويه الکِبَرُعنده اواحدهما فلم يُدْخِلاه

 

الجنة،قلت،آمين)رواه الحاکم وقال  :  صحيح الاسناد

ژباړه،۰له کعب دعجره ځوی څخه روایت دۍ چی وویل رسول  دخدای پرده باندی دی دروداوسلام وی راحاضرکۍ ممبرنوحاضرکړموږیعنی ممبرنوهغه وخت سی پورته سودَیْ مبارک واولی ځنې ته نووې ویل چی آمین بیاچی  کله پورته سوودوهمی ځنې ته نووې ویل آمین بیاچی کله پورته سوودریمی ځنې ته نووې ویل آمین نوچی راکښته سو دَي مبارک یعنی له ممبرڅخه نوورته وویل موږچی ای رسوله دخدای پاکه خامخاپه تحقیق سره واورېدَیْ موږله تاڅخه نن ورځ داسی شی چی نه ؤموږچی اورېدوبه موږهغه له تاڅخه یعنی په نورووختوکی چی هغه دممبرپه هره ځینه کی دامین ویل وو،نووویل ده مبارک چی بېشکه جبریل علیه السلام وړاندی سو،ښکاره سومالره بیایې وویل چی لری دی سی یعنی له رحمت څخه دخدای دی لری سی  هغه څوک چی لاندی کړی ،پیداکړی دَیْ،درمضان میاست  بیاوده ته مغفرت، بخښنه ونکړه سی نووویل ماچی آمین یعنی ماچی اول وارامین ووایو نودجبرائل علیه السلام په دغه دعاباندی می ووایو بيا هغه وخت چي پورته سوم زه ودوهمی ته يعنی ودوهمي ځینې ته دممبروويل جبرائيل چي لري دي سي يعني له رحمت دخداۍ څخه هغه څوک چي ذکرسې ته په نزدده يعني په حضورکښي دده نونه ووايي درود دَيْ پرتاباندي نووویل ماچی آمین ،  بيا هغه وخت چي پورته سوم زه ودريمي ځينې ته دممبروويل جبرائيل چي لري دي سي يعني له رحمت دخداۍ څخه هغه څوک چي لاندي کړي موراوپلاردده کلان سالی،يعني موراوپلاريې دواړه دپاخه عمرسي  موریې سپین سرې پلاریې سپین ږرَیْ سی په نزد دده اویایوددوۍ دوو دپاخه عمرسي بيانه کړي داخل دَی وجنت ته یعنی دموراوپلاردعاونه ګټي اودوۍراضي نه کړی چي دهغه په سبب بیاوجنت ته داخل سي دغه ډول څوک دی ‎ له رحمت دخدای څخه لری سی  نووويل ما چي آمين،،والسلام ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery