مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-09-01   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

رمضان مبارک۲۳برخه دمنظمودرسواولسم درس

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

 

رمضان مبارک۲۳برخه دمنظمودرسواولسم درس
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
بسم الله الرحمن الرحیم
محترمووروڼودمنظمودرسوپه تیروبرخوکی ماوتاسی  ته څلور دېرش دینی ګټی اوشرعی حکمتونه بیان    کړل ، درمضان مبارک اودروژې دګټواوفائدوسلسله خوبه انشاءالله جاری وی خوپه دې برخه کی  په دې باره کی بیان درته کوم چی ایا کومی ګټی  چی روزه اورمضان یې لری او کوم دینی اودنیوی اواخروی برکتونه اوفیوضات  چی  دوی دواړه یی لری  دادهرپه نامه روزه داردپاره دی   اوکه څنګه؟ قدرمنووروڼودهرعبادت اوطاعت چی کومی ګټی اوفائدې شریعت بیان کړیې دی  نوهغه په دې ډول ندی  چی که په هرډول  همدغه عبادت  اداکړسونودغه ګټی به ورسره وی  بلکه پرهرهرعبادت باندی دهغه دنیوی  اواخروی  ګټی  هلته ترتب پیداکوی  چی له شرعی دستورسره سم اداکړسی   دهرعبادت ځنی داسی ارکان اوشرطونه دی  چی عبادت کوونکی هغه پرځای نکړی  نوعبادت یې هیڅ قسم  صحت  نه پیدا کوی  اوپه هیڅ ډول یې  ذمه  نه خلاصېږی لکه په بې اوداسه چی یوڅوک لمونځ وکړی یا په روزه کی بې عذره اوبه وڅښی  اوځنیی یی بیاداسی ارکان  اوشرائط دی چی که عبادت ګذاره هغه پرځای نکړی  نوعبادت یې ناقص ګرزی  اوثواب یې یاختمېږی یاکمېږی  اوعبادت  کوونکی  دعبادت له برکتواوګټوڅخه  بې برخی کېږی،روزه هم په  همدغه شکل عبادت دۍ،له خورک چیښک اومجامعت  څخه منع  کول دځا ن  ،دروزې هغه ارکان دی  چی بې له دوی څخه  روزه په هیڅ مانا صحت نلری ،اوله ګناؤڅخه ځان ژغورل  بیا دروزې مبارکی دپاره هغه شی دۍ  چی دروزې کمال اودروزې  ګټی اوبرکات باندی موقوف دی حتی  دځینوعلماؤ داقول دۍ  چی که یوروزه دار په روزه کی غیبت وکړ  نوروزه یې قطعاً ماته ده،انظرحرمة اهل العلم،هرسړئ  چی په روزه کی له غیبت ،دروغ ویلو،فحش ویلو اوداسی نوروګناؤڅخه ځان ونه ساتی نوروزه ئې ناقصه ده اودروزې له برکاتواو ګټوڅخه  محروم دۍ  اودځینوعلماؤپه قول یې  روزه پرمخ باطله ده  په دې باره کی   ودغونبوی  احادیثوته ځیرسۍ ،۱، (من لم یدع قول الزوروالعمل به  فلیس لله حاجة فی ان یدع طعامه وشرابه)رواه البخاری  وابوداؤدوالترمذی  والنسائې،ژباړه ،هرڅوک چی نه پرېږدی  ویل  ددرواغویاشاهدی ددرواغواودارنګه نه پرېږدی عمل په قول  زورسره نونسته الله پاک  لره حاجت په دې کښی  چی  دغه  سړَیْ  پرېږدی   خورک خپل  اوڅیښک  خپل ، مطلب  دادۍ چی  هرڅوک چی له ګناه څخه په روزه کی  ځان بندنکړی  نوالله پاک ددغه  سړی  وروزې ته  التفات نکوی ،پوسه چی دقول الزورمشهوره مانا دحدیثوپه کتابوکی ددروغوشاهد ی  ده دالترغیب والترهیب  یوه محشی  یې په  مطلق باطل قول سره عام له دې که دروغ وی  اوکه نمېمت وی  اوکه غیبت   وغیره وی  تفسیرکړیدۍ،۲،(الصیام جنة مالم یَخْرِقْهاقیل وبم یخرقها؟قال  بکذب اوغیبة )رواه الطبرانی فی الاوسط کذافی الترغیب والترهیب،ژباړه،روژه  سپرده یعنی ددوزخ له اورڅخه  ترهغه پوری   چی روزه دار دغه سپرڅیری  نکړی  ،وویل  سول  چی په  کوم شی سره دغه سپرڅیری دَیْ ؟نووویل ده یعنی رسول صلی الله علیه وسلم چی په درواغوسره اوپه غیبت سره ،محترمووروڼوله دغه مبارک حدیث څخه په واضح ډول داخبره معلومه سوه چی روژه چی له اورڅخه ددوزخ سپرده  نوداپه هغه وخت کی ده چی روزه دارپه روزه کی ګناوی ونکړی که یی ګناه کوله نوبیا یې  ګواکی دغه سپر څیری کړنوبیا دغه روزه ګټه نه ورته کوی
،۳،(رب صائم حظه من صيامه الجوع والعطش  ورب قائم حظه من قيامه   السهر)رواه البيهقي،کذای الترغیب والترهیب،ژباړه،ډیرځله روزه داربرخه دده له روژې خپلی څخه لوژه اوتنده وی،یعنی دروزې یې هیڅ ثمره اوګټه نه وی صرف دایې ګټه وی  چی بې فائدې لوژه اوتنده  پرځان باندی یوسی  ،داځکه چی  په روزه کی یې  له ګناؤڅخه ځان نه وی ژغورلی  (لیس الصیام من الاکل والشرب انماالصیام من اللغووالرفث فان سابک احداوجهل علیک  فقل انی صائم انی صائم)رواه ابن خزیمه وابن حبان فی صحیحیهما والحاکم وقال صحیح علی شرط مسلم،ژباړه،نده روزه بندیدل له خورک اوڅیښک څخه ،یعنی کامله  اونتیجه ورکونکې اوګټوره روزه دانده  چی انسان صرف له خوړلواوڅیښلوڅخه ځان بندکړی بلکه په تحقیق  سره ، سربېره پردې چی خورک اوڅیښک خوبه نه کوی، روزه داده چی له عبثواوفحشوخبروځان وساتې ،داهم نه یوازی  په عادی حالت کی بلکه،نوکه چېری یوڅوک ښکنځل درته وکړی،اوتاوفحش ویلوته بېخی مجبورهم کړی ،اوجاهلتوب درباندی وکړی نوته به ورته وایې چی زه روژه داریم زه روزه داریم،، ،والسلام ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery