مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-09-01   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

رمضان مبارک،۲۴،برخه دمنظمودرسو۱۸درس

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

رمضان مبارک،۲۴،برخه دمنظمودرسو۱۸درس
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
بسم الله الرحمن الرحیم
محترمودینی وروڼودمنظمودرسوپه تېروبرخوکی  ماوتاسی ته درمضان مبارک اودروزې  څلوردیرش  دینی ګټی  اوفائدې بیان کړې  اوس په دې برخه کی پنځه دیرسمه دینی فائده اوګټه درته بیانه وم ،محترموپنځه دیرشمه فائده اوګټه درمضان  اوروژې داده چی په روژه سره دانسان دبدن زکوة وُځی توضیح ددې خبری داده چی لکه څنګه چی په مال کی زکوة پرمسلمانانوباندی فرض دۍ له پاره داداکېدو دشکردنعمت دمال  اولپاره دبرکت اوزیادت دمال ځکه چی په شکرسره الله پاک وانسان ته هغه نعمت ورزیاته وی کوم چی بنده دهغه شکراداکړی لکه چی الله پاک فرمایلی دی (لئن شکرتم لأزیدنکم )اولپاره د طهارت اوپاک والی دمال  دارنګه دالله پاک دهرنعمت  په سبب یوقسم زکوة پربنده لازم دۍ چی بنده یې بایدوباسی ،څرنګه چی دانسان وجوداودده دبدن  اعضاءاودده بدنی قوتونه دده دپاره ترټولونعمتوسترنعمتونه دی نوداهم زکوة لری  چی انسان بایدضروربایدهغه زکوة وباسی  ترڅوسی دده دغه بدنی  نعمتونه پاک سی اوشکریې ادکړسی  اوبرکتناک سی ،نودازکوة به کوم شی وی؟محترموو روڼوپه کوم شی سره چی دبدن زکوة وزی هغه روژه ده،دلیل ددې خبری دامبارک  حدیث دۍ
عن ابي هريرة  رضي الله تعالی عنه قال قال رسول الله صلی الله تعالی عليه وسلم (لکل شيء زکاة وزکاة الجسد الصوم والصيام نصف الصبر) رواه ابن ماجه )ژباړه،یعنی هرشی لره زکوة سته ،چی انسان بایدهغه اوباسی اوزکوة دجسداوبدن روژه ده اوروژه دصبرنیمه برخه ده،روایت ددې حدیث ابن ماجه کړیدۍ،کذا فی الترغیب ،والسلام ومن الله التوفیق
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery