مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-09-02   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

رمضان مبارک۲۵،برخه دمنظمودرسو۱۹درس

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

رمضان مبارک۲۵،برخه دمنظمودرسو۱۹درس

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

بسم الله الرحمن الرحیم

محترمودینی وروڼودمنظمودرسوپه تېروبرخوکی  ماوتاسی ته درمضان مبارک اودروزې  پنځه دیرش  دینی ګټی  اوفائدې بیان کړې  اوس په دې برخه کی شپږ دیرسمه دینی فائده اوګټه درته بیانه وم ،محترمووروڼودروژې اودرمضان مبارک شپږدېرسمه دېنی فائده اوګټه داده چی دیوه مسلمان چی روژه په خوله وی  خاص بیاپه رمضان شریف کی اوپه همدغه حال کی چی روزه ئې په خوله وی اجل ورته راورسېږی مړسی  نودَی به جنتی وی وجنت ته به ځی ،،په یوه مبارک حدیث کی راغلی دی چی درې نفره ددریوکاروپه وجه  وجنت ته داخلېږی ،اول هغه څوک چی لااله الله ووای یعنی تازه ایمان دکلمې په ویلوسره راوړی یادامطلب چی دکلمې په ویلویی شروع کړیې وی دذکریادتجدیددایمان په نیت یې وایی ناڅاپه مړسی  نودغه څوک به وجنت ته داخل سی  دوهم هغه څوک چی لپاره دطلب درضا دخدای جل جلاله یوه ورځ روزه  ونیسی اودغه روزه یې دعمراخېرسی او مړسی نودغه څوک به وجنت ته داخلېږی  اودریم هغه څوک چی له وجی دطلب درضا دخدای پاک  صدقه اوخیرات وکوی اودایې اخېردعمرسی مړسی نودغه څوک به هم وجنت ته ورداخلېږی،،حدیث مبارک دادۍ

وعن حذيفة  رضي الله تعالی عنه(اسندت النبي صلی الله عليه وسلم الی صدري فقال من قال لااله الاالله ختم له بهادخل الجنة ومن صام يوما ابتغاء وجه الله ختم له به دخل الجنة ومن تصدق بصدقة ابتغاءوجه الله ختم له بهادخل الجنة ) رواه احمد باسنادلابأس به،والاصبهاني مع تغیربعض الفاظ،کذافی الترغیب،ژباړه،له حضرت  حذیفه رضی الله تعالی عنه څخه روایت دئ چی تکیه کړی وومانبی  صلی الله علیه وسلم وسینې خپلی ته  نووویل ده یعنی وماتې وویل،چی  هرڅوک چی ووایی لا اله الاالله په داسی حال کی چی ختم کړسی ده لره یعنی عمردده په دغه کلمه سره ،یعنی دغه کلمه یې اخیر دعمرسی نوداخل به سی دَیْ وجنت ته  اوهرڅوک چی ونیسی روژه یوه ورځ له وجی دطلب درضا دخدای پاک  په داسی حال کی چی ختم کړسی ده لره یعنی عمردده په دغه روزه سره نوداخل به سی وجنت ته اوهرڅوک چی وکړی یوه صدقه خیرات له وجی دطلب درضادخدای پاک په داسی حال کی چی ختم کړسی ده لره یعنی عمردده ،په دغه صدقه سره نوداخل به سی وجنت ته،،،

 والسلام ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery